د سپوږمۍ رنا ته ناسته
سپين وېښته غمجني سترگي
په ژړا يوه بوډي وه
د سپوږمۍ ښه ورته غوږ وو
د بوډي هم زړگى ډك وو
ويل
دى پلار كور كي لويه لور شوم
په راتلو مي څوك خوښ نه وو
نه په غږ مي څوك خندانه
زه ژړا د ژړا لور وم
ځكه غبرگه مي ژړا وه
دوى په تمه د يو زوى وو
اوس راغلي دي زړه سوى وو
ورونه ټول تلل ښوونځو ته
زه وم ناسته تنرو ته
نه په شمار كي د انسان وم
زه خو نښه د خپگان وم
نه خبره زه په ځان وم
نه په رسم د دې جهان وم
زه يې وركړمه يو چا ته
د خپل پلار زاړه اشنا ته
د يو نوي انسان كور شوم
زه د بلي زړا مور شوم
اوس چي زه يمه بوډۍ
كرار كړئ مي زړگى
چي زما شوه دنيا تيره
خو دودونه نه دي هېره
دى لمسى چي مي لوركۍ شوه
ټولو خولونه ورته وى شوه
اوس به د ې سپوږمۍ ته ژاړم
چي لمر هم په د ې چي نر ده
توده وي ستر محلونه
چا نه دى پټ
څوك له د پټ
خو سپوږمۍ د رنا مور ده
ښځه هم مور ده
ښځه هم خور ده
ښځي زړه لاندي پټ كړي
ښكلي ستا لومړنى كور ده
خو پيړيو نه راهيسي ژوندي ولي دا په گور ده؟
د Goethe University Frankfurt كي د حقوقو محصله