کور / تازه خبرونه / مرچ آغاپه هندكې په حق رسېدلى.

مرچ آغاپه هندكې په حق رسېدلى.

د كندهار مشهورروحاني شخصيت سيدمرچ اغا په هندكې برايې ماښام په حق رسېدلى . نوموړي له څه مودې راهيستي ناروغي درلودل چې هندته ددرملنې لپاره لېږدول شوى وو . دمرحوم مرچ آغاددرملنې لپاره دهغه يوه ملگري حاجي عبدالقدوس لراوبرته وويل چې نوموړي په هندكې برايې ماښام دزړه دحملې له كبله په حق رسېدلى ټاكل شوې چې د مرحوم جنازه به له هندڅخه لمړى كابل ته اوبياله هغه ځايه كندهارته راولېږدول شي سيدمرچ آغاچې اصلي نوم يې سيدعبدالاحدآغاوو په هيواداوله هيواده دباندي ديوه منل شوي روحاني شخصيت په توگه پيژندل كېده او په زرگونومريدان يې لرل . بلخوادكندهارولايت مقام هم ديوې خبرپاڼې له لاري دمرحوم مړينه تائيدكړې اوديې دهيوادلپاره لويه ضايعه بللې .