داپریل پرپنځه ویشتم سهار مي خبرترلاسه کړچي طالب سرتېروپه مځکه کي دننه په سلهاوومتره لاروهلې اوبالاخره تېره شپه خپل مقصودمنزل (دکندهاردعمومي محبس سیاسي څانګي )ته په رسیدلوتوانیدلي دي .هېښونکې یې لاداچي هلته ته یې خپل «پنځه سوه »بندي ملګري په همدې پټه لار(تونل سمڅه )کي له ځان سره راایستلي اوپه همدې شپه کي یې خوندي ځایونوته بیولي دي . طالبانو دکندهاردمحبس له جنوب څخه ترزندان پوري دپنځومیاشتوکاراوزیاروروسته ۳۶۰متره لارپرې کړې اوزندان ته یې سوري کړې ده .په داسي حال کي چي دزندان چارواکي ترلمرختوپوري خبرهم نه وو.دکندهار چارواکي دزندان له یادي پیښي هغه مهال خبرسول چي ژورنالیستانودطالبانوله خوادپیښي دجزئیاتوترنشروروسته دتيري شپې دپیښي په اړه معلومات ځني وغوښتل .
دکندهارعمومي زندان دکندهارښارپه لویدیځه دروازه کي دسرپوزې غره نژدې دکندهار- هرات دلویې لاري پرشمالي څنډه موقعیت لري .ددغه بدنام زندان په اړه دکاناډااوتاواټایمزورځپاڼي لیکلي چي :کاناډایې پوځیانوپه سلهاووافغان بندیان ترپلټنووروسته ددغه زندان چارواکو ته سپارلي چي بیادزندان دچارواکوله لوري سخت شکنجه سوي دي ،حتی دکاناډایې پوځیانویوې افسري اعتراف کړی چي زیات شمېربندیان یې لیدلي چي دکندهارادارې له خوابه دشپې په تیاره کي ددوی مرکزته نژدې په مرمیوویشتل کیدل .داخبر ي هغه مهال راسربیره سوې چي تیرکال کاناډایې ډیپلوماټ ریچارډکولفین دکندهارڅخه ترستنیدووروسته هلته (دکاناډا)دپارلمان دفاعي کمیټې ته وویل :شواهداواسنادلري چي دکندهارادارې ددوی له لوري بر ي سوي ورسپارل سوي زندانیان کړولي اوشکنجه کړي دي . دکاناډایې پوځیانواوډیپلوماټانودیادوخبروپه غبرګون کي دکندهاردمحبس پخواني رئیس ډګرمن عبدالله باورکنویسټ ورځپاڼي ته ویلي چي : هو!بندیان شکنجه سوي اویوشمېریې سخت وهل سوي چي لاسونه اوپښې یې مات سوي وو.
ددغه تورزندان څخه دسیاسي بندیانوپه دومره لوي شمېرکي وتل لومړی ځل نه دی ،دامریکایانودنیواک راهسي دوه واري نورهم په ګڼ شمېرکي ددوی مخالف زندانیان ترې په تیښته بریالي سوي دي .لومړی ځل په ۲۰۰۴ز،کال کي په دغه زندان کي بندي طالبان وتوانیدل چي دزندان ددننه څخه نغم دباندي وباسي اودطالبانویومشهورقوماندان عزیزاغادڅلویښتوانډیوالانوپه ګډون ترې سلامت ووت .دوهم ځل د۲۰۰۸زدجون پر۱۳مه نیټه طالبانودیومنظم بریدپه پایله کي ددغه بدنام زندان څخه ترزر(۱۰۰۰)تنه ډیرزندانیان راخوشي اوخپلومرکزونوته ورسول .دا(درېیم )ځل خویې په ټلوالي اوحکومت داسي بې ساري ګذاراوکانه وکړه چي هغه دچاخبره «پزپرېکړي که شرم درلودای نودچړې نوم به یې نه اخیست »یاني نورنونه ښایې چي ټلواله اولاسپوڅی رژیم یې دتېرپه شان تشي ادعاوي وکړي چي طالبانوڅخه یې پراخي سیمي نیولي دي ،دومره طالبان یې نیولی دي اوهومره په اصطلاح ددولت سره یوځای سوي دي .
پوښتنه داده چي یرغلګرواوداخلي عسکروپه سیمه کي د پراخ موجودیت سربیره ،دجاسوسي افرادواوډلګیواورازرازپرمختلليو اسبابودشتون سره سره په مرکز(ښار)کي دننه دطالبانوددومره دوامداره اومهم پلان مخه ونسوای نیولای ،نودښارڅخه دباندي په ولسوالیوکي به بیاڅرنګه دطالبانوزورمات اونفوذله منځه یوسي ؟! ښایې داډول پوښتني دډیروسره مطرح وي په تېره بیاهغه مهال چي دټلوالي قوماندانان اوپه ځانګړې توګه جنرال پیټراییس ادعا کوي ،چي دطالبانوڅخه یې پراخي سیمي لاندي کړي دي اونورنسي کولای چي سرخوږی ورته جوړکړي .
واقعیت داچي دپسرلي په رارسیدوسره طالبانودرواني (اپریل )میاشتي په اوږدوکي دهیوادپه لراوبرکي پرنیواکګرواودهغوی پرافغان ملاتړوداسي هیښنده بریدونه ترسره کړل چي دولسوالیواومهمومرکزونوتخلیه کولوته یې اړایستل ،دبېلګې په توګه په نورستان اوکونړکي دولسوالیواومهمومرکزونوتخلیه ،لغمان اوکابل دفاع وزارت کي دننه بریالي بریدونه اوپه کندهارکي دمحبس یاده حیرانونکې پیښه یادولای سوچي دټلوالي اویارانویې ټولي دپرمختګ ادعاوي ردکړې .په ټوله کي سړی په زغرده ویلای سي چي طالبانوپه خپلوسیاسي اوپوځي لاسته راوړنوسره دټلوالي نوي اوزړې طرحي اوستراتیژۍ وننګولې .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه