کابل ، ۷ ثور ۱۳۹۰
په خيبر پښتونخوا کې دافغانستان د زونونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو په لړ کې د آمو لوبډلې بست ته ماتې ورکړه او د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې له سپین غر لوبډلې سره خپله لوبه مساوي کړه.
دغه درې ورځنۍ سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتیاوو لوړولو او تجربو زیاتولو په موخه په لاره اچول شوې چې پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هیواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عینک، سپین اغر او بند امیر) لوبډلې ګډون کوي.
ددې سیالیو په لړ کې د پيښور په ارباب نیاز سټیډیوم کې د نولس کلنو لوبډلې او سپین غر لوبډلې ترمنڅ درې ورځنۍ سیالي نن مساوي پای ته ورسیده.
ددې لوبې پچه د نولس کلنو لوبډلې کپتان وګټله او لومړۍ یې پخپله بیټنګ وکړ، د غه لوبډلې ددې لوبې په لومړي وار (اننګز) کې په ۷۲ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۱ منډې جوړې کړې، د نولس کلنو لوبډلې له لوري جاوید احمدي ډیره ښه لوبه وکړه او ۱۳۸ منډې یې جوړې کړې، دغه راز محب الله هم و کولی شو چې ۵۲ منډې جوړې کړي.
د سپین غر لوبډلې له لوري سمیع الله شینواري ۶ لوبغاړي وسوځول.
د سپین غر لوبډلې پخپل لومړي وار کې په ۹۳ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځیدو ۴۲۱ منډې جوړې کړې، د هیواد د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق ۱۵۲ ، ضمیر ۸۱ او سمیع الله شینواري ۵۳ منډې جوړې کړې، د نولس کلنو له لوري یمین ۵ او رشید ۳ سیال لوبغاړي وسوځول.
د نولس کلنو لوبډلې پخپل دویم وار (اننګز) کې په ۷۷ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۳۲۴ منډې جوړې کړې، له دوی څخه ناصر جمال چې د ملی لوبډلې د پخواني کپتان رییس احمدزي ورور دی، ۱۶۳ منډې جوړې کړې، د سپین غر له لوري حمید حسن ۲ او ضمیر ۳ لوبغاړي وسوځول.
چونکه د نولس کلنو لوبډله پخپل لومړي وار کې د ۶۰ منډو له زیان سره مخ شوی و، نو د سپین غر لوبډلې ته یې د ۲۶۶ منډو هف وټاکه، خو ددریمې ورځې تر پایه پورې د سپین غر لوبډلې وکولی شوه چې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې جوړې کړي او دغه راز دا لوبه مساوي پای ته ورسیده.
افتاب عالم د سپین غر ۶ لوبغاړی وسوځول.
ددې سیالیو په بله لوبه کې چې د پيښور ښار په جمخانه لوبغالي کې ترسره شوه، د امو لوبډلې د بست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د بست لوبډلې ټاس وګټله او لومړی یې پخپله بیټنګ وکړ، دوی په ۶۱ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۶ منډې جوړې کړې، شبيرنوري ۷۴ منډو سره ښه لوبه وکړه .
د امو له لوري عطا الله ښه بالنګ وکړ او د بست ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
ددې په ځواب کې د امو لوبډلې په ۶۳ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۳ منډې جوړې کړې، شوکت ۷۵ منډو سره ښه لوبه وکړه، د بست له لوري نسیم ۴ او شبیر نوري هم ۴ د امو لوبغاړي وسوځول.
د بست لوبډلې په لومړي وار کې د ۴۶ منډو تاوان سره خپل دویم وار (اننګز) پیل کړ او په ۶۶ اورونو کې یې ۲۴۹ منډې جوړې کړې، ګلبدین ۹۱ منډو سره ښه وځلید. د امو له لوري جمعه ګل د بست ۴ لوبغاړي وسوځول.
د ۴۶ منډو تاوان ویستلو سره بست امو ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه او د امو لوبډلې وکولی شو چې دغه هدف د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه وګټي. میرویس اشرف ۵۹ او شوکت ۳۶ منډو سره ښه وځلیدل.
د بست لوبډلې کپتان ګلبدین چې په دې لوبه کې یې په ټولیزه توګه ۱۲۰ منډې او ۴ لوبغاړي يې وسوځول ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ددې لوبو نندارې لپاره ګڼ شمیر افغانان او ځایي مینه وال راغلي وو، دغه راز دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نړیوال روزونکی راشد لطیف هم ددې سیالیو نندارې لپاره راغلی دی.
هغه وایي چې افغان لوبغاړي ښه وړتیاوې ولري او کولی شي د نړۍ تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړي.
نوموړي وویل چې ددې سیالیو په پای کې به دوی وکولی شي بیلا بیلو ملي لوبډلو لپاره ښه او تکړه لوبغاړي لاسته راوړي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه