خوست مېشتو فرهنګيانو پتېيلې، چې (د كار سړي) په نوم د هغو د نمانځنې لړۍ پيل كړي، چا چې د ځان جوړونې پر ځاى، د جهان جوړونې فكر پاللى او په دې برخه كې يې د خپل قوم، ولس او وطن له پاره پام وړ كار كړى دى.
د دې لړۍ پيل له دوو داسې څيرو (لال پاچا ازمون او محمديار – يار) كوو، چې تر اوسه ځوانې دي، خو په خپل كم عمر كې يې ډېر څه كړي او د لا ډېر څه كولو تمه ترې كيږي
په دې هيله چې په دې نمانځغونډه كې راسره ګډون وكړئ او په خپل ګډون، نظر او وينا په خپلو خلكو كې ، د كار سړيو د لا ډيريدو بهير ګړندى كړئ
د غونډې مهال او محل
سه شنبه (څلورم ورځ).- د ۱۳۹۰ لمريز كال، د ثور ديارلسمه او د ۲۰۱۱ ميلادي كال، د مې درېيمه
افغانستان – خوست
اړيكشمېرې:
0799110214
0700832833
0795101707
0703672737
يادونه: څوك چې په دې نمانځغونډه كې د ګډون مينه لري، كولى شي له پورتنيو نمبرونوسره تماس وكړي او د مې په ۲مه (دوشنبه) له كابل نه له هغه كاروان سره ملګري شي، چې دخوست پر لور به روانيږي
ستاسو د ګډون په هيله
پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنه – خوست