خصوصي زده کړې د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې رواج لري او په ځینو پرمختللیو هیوادونو کې ډیر غوره او د لوړې کچې تعلیم پر مشهورو دولتي پوهنیزو موسسو سربیره په خصوصي تعلیمي موسسو کې سر ته رسیږي او خپلې ټولنې ته له دې لارې غوره علمي کدرونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې د خصوصي زده کړو موسسات د هیواد د اساسي قانون د شپږڅلویښتمې مادې په اساس رامنځته شوي او په دې هکله د اساسي قانون د شپږڅلویښتمې مادې متن په دې ډول دی: ( د افغانستان اتباع کولای شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او د سواد د زده کړې موسسې جوړې کړي). د همدې حق څخه په استفادې سره د افغانستان د لومړنیو، منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو ډګرونه د سلګونو خصوصي موسسو شاهد دی چې ځینې یې د ښه معیار، کیفیت او تعلیمي وړتیا څخه برخمنې دي.
د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې د تعلیمي موسسو د بنسټ ایښودلو لپاره لومړی مقرره د 1385 د حوت په 15 نیټه او دویمه مقرره د 1389 د چنګاښ په 23 نیټه د وزیرانو د شورا له خوا تصویب او د عدلیې د وزارت په رسمي جریده کې خپره شوې ده چې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې د خصوصي تعلیماتو جوړ شوي موسسات یې باید د خپل فعالیت پر مهال په بشپړه توګه په پام کې و نیسي.
له 1386 راهیسې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې د خصوصي تعلیمي موسساتو د تاسیس لړۍ عملا په افغانستان کې پیل شوې او تر دې مهاله له ۴۷۰ څخه زیاتې تعلیمي موسسې د عمومي زده کړو، اسلامي تعلیماتو، تخنیکي زده کړو او د ښوونکو د روزنې په برخه کې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې فعالې شوې دي او هر کال د خصوصي تعلیمي موسساتو په شمیر کې زیاتوالی راځي چې په زرګونو زده کوونکو ته د میاشتني فیس په مقابل کې تعلیمي خدمات وړاندې کوي.
د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو د موسساتو د چارو د سمون لپاره د خصوصي زده کړو ریاست ته په خپل تشکیل کې ځای ورکړی چې د نوموړو موسساتو د چارو د سمون، نظارت او له قانون او تصویب شوو مقرراتو سره سم د دوی فعالیتونه څیړي او وخت پر وخت اړوند مقامات د خصوصي زده کړو د فعالیت له څرنګوالي څخه خبروي.
د پوهنې په وزارت کې د خصوصي زده کړو د رسمیت موضوع په دې ډول ده چې لومړی به درخواست کوونکی خپل غوښتنلیک د پوهنې وزارت د عرایضو څانګې ته سپاري، سپارل شوی غوښتنلیک د غور او څیړنې لپاره په کابل کې د دې ښار د پوهنې ریاست او په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو ته لیږل کیږي څو د خصوصي تعلیمي موسساتو د مقررې مطابق خپل اسناد ترتیب او بشپړ کړي او په داسې ډول یې بیرته د پوهنې په وزارت کې د پلان ریاست ته را ولیږي چې لاسلیک او رسمي مهر و لري.
کله چې دغه غوښتنلیک د پلان ریاست ته را ورسیږي نو د نظر غوښتنې لپاره یې د ثانوي تدریساتو ریاست ته لیږي او د نوموړي ریاست تر تایید وروسته د پلان د ریاست له خوا په دې هکله د یوه وړاندیز متن د وزارت مقام ته د منظوری لپاره پشنهاد کیږي او کله چې نوموړی پشنهاد د وزارت د مقام له لوري منظور شي نو تعلیمي موسسې ته د پوهنې د وزارت له خوا د فعالیت جواز صادریږي.
د خصوصي زده کړو د موسساتو د تاسیس شرطونه دا دي چې تعلیمي موسسه باید د مناسب تعمیر، که انتفاعي موسسه وي نو بانکي تضمین، د لوړو زده کړو ښوونکي ، اداره، تعلیمي وسایل، د زده کړې مناسب چاپیریال، زده کوونکي او د فعالیت جواز و لري او په داسې سیمه کې واقع وي چې موجودیت یې د خلکو لپاره ګټور وي.
د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې په 1390 کال په مجموعي توګه 86,000 تنه زده کوونکي د 20% اناثو په شمول د 4,768 تنو استادانو له خوا په 470 خصوصي تعلیمي موسسو کې په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه 392 83% د عمومي زده کړو ( 30 7% ابتدایه، 45 11%متوسطه، 316 80% لیسه او 1 د شپې لیسه ) ، 22 5% د اسلامي زده کړو، 26 5% د ښوونکو د روزنې او 32 8% د مسلکي او تخنیکي زده کړو موسسې شاملې دي.
د خصوصي تعلیمي موسساتو زیاته شمیره په کابل کې فعالې دي چې 252 بابه یا 53% کیږي همدارنګه په هرات کې 62 بابه یا 13%، په ننګرهار کې 25 بابه یا 5%، په بلخ کې 24 بابه 5%، په بغلان کې 16 بابه یا 3% په کندهار کې 14 بابه یا 2% او پاتې په نورو ولایتونو پورې اړه لري. په همدې توګه د دې تعلیمي موسساتو 13بابه د هیواد څخه بهر تاسیس شوې دي او خپل تعلیمي فعالیت کوي.