کور / راپور / پکتيا: دايډز دمخنيوي په اړه ښوونيزوركشاپ جوړ شو

پکتيا: دايډز دمخنيوي په اړه ښوونيزوركشاپ جوړ شو


دغه وركشاپ دپكتيا ولايت دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز له خوا دپکتيا ولايت په احمد آبا ولسوالۍ كې د يونېسف په مالي مرسته ديادې ولسوالۍ د غونډو په تالار كې جوړشوى وو وروسته له هغه چې د پاك كلام څو مبارك اياتونه تلاوت شول . د ځوانانو چارو آمريت اداري مدير انجينر خوازك خپلواك دښه راغلاست وينا واوروله له ځوانانو يې وغوښتل چې خپلو مسوليتونو ته پاملرنه وكړي ورپسې د ځوانانو د فعاليتونو په اړه دځوانانوداړيكواومعلوماتو مركزمسوول سيدجمال الدين آصف خېل خبرې وكړې او په پكتيا كې د ځوانانو لپاره روانې كړنې مثبتې وارزولې هغه وويل : دپكتيا ولايت د ځوانانو چارو آمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز هڅه كوي چې د پكتيا ځوانانو لپاره په بېلا بېلو برخو كې د يومنظم پلان له مخې چې د ځوانانو چارو آمريت له خوا جوړ شوى دى پراخه فعاليتونه تر سره كړي نوموړي ديادې ولسوالۍ له ولسوال څخه وغوښتل چې د ځوانانو پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه وكړي د هغه په خبره ننى وركشاپ چې د اېډز د مخنيوي په اړوند د عامه پوهاوي په موخه جوړ شوى د ى د احمد ولسوالۍ ۳۵ تنه ځوانان پكې ګډون  لري وروسته په وار سره د احمد آبا ولسوال احسان الحق اكبرزي په خپله لنډه وينا كې ځوانان د هېواد ستر سره مايه وګڼله او له خپل اړخه يې ځوانانو ته په بېلا بلو برخو كې د همكارى ژمنه وركړه . همدرانګه دځوانانو په استازېتوب عبدالله مبارز احمدزي  او مبين خبرې وكړي .د احمد آبا ولسوالۍ ځوانانو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وكړه د ځوانانو چارو آمريت د ځوانانو د اړېكو او معلوماتو له مركز سره يې د هر ډول مرستو ژمنه وكړه . د ياد ولو وړ دى چې په همدې غونډه كې د ځوانانو سره د ځوانانو د عالي شورا په اړوندهم بحث وشو او د يادې ولسوالۍ ځوانانو سره يې د سپورت د ودې په موخه  د يو اندازه سپورتي وسايلو مرسته هم وشوه دغه ښوونيز  وركشاپ سهار ۹ بجې پيل او د مازدېګر ۳ بجې پاى ته ورسېده .