د ناټو ځواكونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه كاپي يې همدا اوس د شپې څه كم دوولس بجې لراوبر ته هم راولېږله ليكي چي نن ورځ يې د افغانستان په ختيځ كي د ماين چاودني يو فوځي وواژه . اعلاميې د وژل سوي بهرني سرتيري د وژل كېدو او هويت پټ ساتلى او په اړه يې څه نه دي ويلي .
په دې سره د اپرېل د مياشتي په تېرو سوو ۲۷ ورځو كي د بهرنيو وژل سوو عسكرو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد چي نهه تنه يې نن پر يوه ځاى وژل سوي ول .