کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بنديان د زده کوونکو د ښوونځی په بستو کي

بنديان د زده کوونکو د ښوونځی په بستو کي

آيا په رښتيا د كندهار د محبس بنديان د ښوونځيو د كوچنيانو په دست كولو يا لاسي بستو كي دي ؟


د تيري ورځي يعني د ثور پر پنځمه چي مي كله كوچنيان د ښوونځي څخه د كور پر خوا روان كړل كوچني زوى مي په خپله لهجه راته وويل چي زما همصنفيان چي زموږ د سيمي څخه ښوونځي ته راتلل ويل يې چي د كندهار د مركزي لوى محبس څخه بنديان تللي او اوس ټولي لاري د امريكايانو او دولت له لوري بندي دي تر څو بنديان بېرته ونيسي او بنديان يې كړي د دې خبري په اورېدو سره حيران سوم خو بيا هم د كابل او سپين بولدك د دوه لاري پر خوا روان سوم د هغه ځاى څخه زموږ كور ته فرعي لاري وې خو چي عمومي سړك ته ورسېدم پر لومړي دوه لاري د امريكايانو ټانګانو لاره بشپړه بنده كړې وه يو يو موټر د ډيري كلكي تلاښۍ وروسته تېرېدلاى سواى مګر كوم موټر چي به ښار ته داخلېدئ هغه يې نه پرېښودئ . هغه بېچاره ګان د كوماندو منزل باغ سړك ته رهبري كېدل ډېره ګرمي وه حيران وم چي څه وكړم په كوڅو كي څو ځله بند سوم تر څو مي بېرته د منزل باغ سړك ته ځان ورساوه او د خداى په توكل مي ځان د سيمانو پله ته ورساوه هلته مي د كابل څخه هرات ته ۳۰۳ موټران وليدل چي ولاړ ول او لاري بندي وې ما د موټر په څنګ كي ځان تېر كړ پله ته نژدې امريكايي او افغاني عسكرو ودرولم ويل يې شمال يعني د لويي والې سيمي ته نه سې تلاى مجبوراً به مخ پر شرق ځې ما ويل وروره ! زما كور په لويه واله كي دئ زما دغه لار ده او ته ما پر بل لوري لېږې زما سره كوچنيان دي ، غرمه ده ګرمي ده زه بايد خپل كور ته ولاړ سم . عسكر راته وويل : چي زموږ څه په وس دي دا د بهرنيانو كار دئ يو تور امريكايي يو څه ګٌړى مخكي لا راته ويلي وه چي بېخي شاته ولاړ سم خو ما يې په قول نه وه كړي دلته د سرحدي پوليسو هم يو سپينږېرى پوليس و هغه ته مي وويل چي وروره ! دا تاسو ولي داسي كوئ ؟ چي عمومي لاري مو بندي كړي او خلك خپلو كورو ته نه پرېږدئ . هغه هم بې وسي وښوده آخر مي هغه ځوان پوليس ته وويل : چي دغو بې ناموسانو ته وواياست آخر كه تاسو نه ورسره پوهېږئ هغه ترجمان ته يې وواياست چي آخر تاسو څه احمقي شروع كړې چي پر عامو وګړو مو لار بنده كړې ده . زما خبري ډيري جدي او احساساتي وې دا هوډ مي د ځان سره كړى و چي يا به نن پر دې لار خپل كور ته ځم يا به دوى داسي تنبيه كوم چي خبره معلومه سي چي د كندهار ښاريان به تر څو د دې بدمخو د بدمعاشۍ او سرټمبګۍ د لاسه كړيږي . همېشه يې لويي لاري په يوه نه يوه بهانه بندي كړي وي .


آخر هغه پوليس بې چاره چي زما جديت ته وكتل يو څه يې وويل او خارجي ته يې اشاره وكړه چي دى پرېږدي چي تېر سي بالآخره زه تېر سوم غرمه مي كور تېره كړه او مازديګر بيا بازار ته روان وم چي پر نوموړي پله ( سيمانو پل ) باندي ډېره ګڼه ګوڼه وه پوليس مي مخكي او زه ورپسې وم چي په دې حال كي د پوليسو موټر يو دم بريك سو او زه ورسره ټكر سوم پوليس وارخطا راكښته سول او راته ويې ويل چي څه كوې شراب دي څښلي دي ؟ ما پر وخندل . واى څه كوي خاندي لا هم . ما ورته وويل چي ولي درته وژاړم ؟


مشر يې په درد درد راته وكتل او پر نورو يې امر وكړ چي ژر ژر يې تلاشي كړئ او د موټر سره يې ودروئ . ما بيا هم ورته وويل چي وروره ! ورسئ ترافيك راولئ وګورئ چي زه ملامت يم كه تاسو ؟ آخر يو پوليس راته وويل چي تاسو خپل تاوان كړى دئ .


ما ورته وويل چي هو ما خپل تاوان كړى دئ خو هسي مي پرېږدئ . چي څه مخكي ولاړم او موټر مي وكتى موټر مي ډېر تاواني سوى و څه مي كړي واى د چا سره مي شكېله لې واى ناچاره وم مستري ته مي ور وستى او تر اوسه تر كار لاندي دئ او خداى خبر چي څونه مصرف به پر راسي .


په هر حال په اطلاعاتو او كلتور رياست كي مو د رئېس صاحب سره مجلس درلودئ هلته ولاړم تر بانډار وروسته دكور څخه ټليفون راغى چي په كور كي مستې نسته او ماته سمي مستې راوړه . مستې په كابل دروازه كي ښې مستې سته د هغو په نيت د شهيدانو تر څلور لاري ور تېر سوم او چي كله چار سو ته نژدې سوم كه ګورم چي هلته هم امريكايان ولاړ دي راپر زړه سوه چي دا د سپي زامن خو غرمه لا  ولاړ ول خو بيا هم زړه نا زړه ور نژدې سوم د دې پر ځاى چي په اشاره راته ووايي پر مځكه يې د ټانګ و بغل ته عسكر ولاړ و او خپل توپك يې مخامخ راباندي ونيوى په زړه كي مي وويل چي ياره اوس خبره خراپه سوه كه يې وويشتې بيا به وايي چي د مقاومت په وخت كي مو يو تښتېدلى بندي مړ كړ ناعلاجه مي د موټر مخ را وګرځاوه او بېرته مخ پر شهيدانو چوك ولاړم د سردار مدد خان څلور لاري څخه لويي والې ته په دې نيت پورته سوم چي دا فرعي لاري دي كېداى سي څوك نه يي خو پله ته چي ورسېدم بيا امريكايان دي ، زموږ خپل پوليس دي هر موټر تلاشي كوي زه يې هم تلاشي كړم او موټر يې هم او بيا يې راته وويل چي ياره ژر ژر ولاړ سه چي كه دا د سپي زامن نه واى ما نه تلاشي كولې د هغه ځاى څخه د برېښناكوټ و پله ته ولاړم هلته هم همدغه حال و اخير مي په ډېر تكليف ځان كور ته ورساوه سهار چي بيا مستري ته ولاړم هلته يو چا راته وويل چي تېره ورځ خو يې د ښوونځي د كوچنيانو په بكسو يا لاسي بكسو كي بنديان لټول او دولت اعلان وكړ چي ډېرى بنديان مو بېرته نيولي دي او څلور تنه د مقاومت په ترڅ كي د منځه تللي دي . د ځان سره مي وويل چي خداى پاكه ښه دئ چي زه يې نه يم وژلى كه نې زه به هم د يوه تښتېدلي بندي په نوم د منځه تللى واى . جالبه دا ده چي په دوني مهارت دي يو ۳۶۰ متره تونل كښل سوى وي او د هغه د اكسېجن غم دي لا هم خوړل سوى وي او پنځه سوه بنديان دي تر وتلي وي او ټول دي د شپې د امارت ويب پاڼي په حواله تر دوو بجو مخكي خپلو ټاكل سوو ځايو ته رسېدلي وي او دولت يې بله ورځ پر دوې بجې د ښوونځيو د كوچنيانو په بكسو كي لټوي او پر عامو ښاريانو دي عمومي لاري بندي وي او رقم رقم تلاشياني او زوروني دي رواني وي .