دافغانستان په اوسنيو حا لاتو کې، چې هيڅ سياسي ګوند او تنظيم ولس ته مخ نلري د يوه نوي ګوند جوړول خورا سياسي جرئت او لوى زړونه غواړي . نن سبا په افغانستان کې د ټولو ګوندونو په اړه عام ذهنيت داسې دى، چې ګنې يوازې دشخصي ګټولپاره واک ته درسېد اوپه واک کې دپاتې کېدو لپاره جوړ شوي دي، دخلکود سوکالۍ او د هيواد د پرمختيا لپاره کومه عملي اجنډا نلري . په ځينو ګوندونو او تنظيمونو خو دبهرنيو هېوادونو دمزدورۍ تورونه هم لګول کېږي .
په خواشينۍ سره ، چې دګوندونو په اړه په ټولنه کې دمننفي ا نګيرنو لامل ښايي دا وي چې تر دې مهاله هېڅ داسې ګوند نشته، چې دخلکو په ګټه يې غږ پورته کړى وي او د هغوله حقونو يې په زغرده دفاع کړې وي . د تيرو درې لسيزو په موده کې د هيواد په سياست کې د چپي او ښي لاسو ګوندونو منفي رول هم خلک په ګوندونو بد ګومانه کړي دي.
دې واقعيت ته په کتو په تيرو نهو کلونو کې چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې لپاره کومې ټاکنې وشوې ومو ليدل چې د ډېرو ګوندونو غړي او حتا مشرانو يې د خپلو پوسټرونو په تنديو ځانونه خپلواک ځلولي وو. دوى پوهېدل چې ګوندونه او سياسي مشران يې په ټولنه کې سياسي محبوبيت او جذابيت نه لري، ان تردې، چې د اوسنيو ګوندونو غړي هم په سياسي محافلواوشخصي ناستو کې د خپلو ګوندونو دفاع نشي کولاى.
د ګوندونو په غړيو کې پر خپلو مشرانو د بې باورۍ يو لامل د روانو ناخوالو پر وړاندې دهغو غلي پاتې کېدل دي. په افغانستان کې ديو کس دمرګ بيه تريولک افغانيو راولوېده،په سل ګونو قومي مشران په مرموز ډول ووژل شو ، په رڼا ورځ په لارو ،کوڅو ادارو او واټونو کې چور روان دى، هره ورځ لږ ترلږه په لس ګونو افغانان دبهرنيو دوحشت له امله وژل کېږي ،ژبه دژبې، قوم دقوم او مذهب دمذهب پروړاندې دجګړې پرپوله ودرول شول، يوڅو قومي ټېکه دارانو د افغانستان د ٣٠ ميليونو وګړو پر حق او اراده قبضه لګولې، عامه شتمنۍ ديو څو فاسدو شخصي مال بلل کېږي، خو هېڅ ګوند، هېڅ سياسي رهبر او دهېڅ فکر او ايزم له خوا دانتقاد ګوته پورته نه شوه، نو چې داسې ده .خلک به څنګه پر ګوندونو باور وکړي.
نوى نظام چې پر ولسواکۍ ولاړ دى او ډيرى قوانين يې د نوې حکومت والۍ پر بنسټ تدوين شوي د پرمختګ او غښتلتيا لپاره دژمنو ګوندونو شتون يوه حياتي اړتيا ګڼل کېږي اودګوندونو له نشتوالي پرته ولسواکي هيڅ مانا نلري. ګوندونه دولسواکۍ اصلي لوبغاړي دي. رقابت دولسواکۍ مهم رکن دى، يوازې ګوندونه کولاى شي، چې دپروګرامونوپه وړاندې کولو سره دارزښتونو ترمنځ رقابت ته لاره اواره کړي . په واقعيت کې ګوندونه دمدرنې ولسواکۍ بنسټونه دي . که خداى مکړه دابنسټونه کاواکه کېښودل شي ولسواکي به ديوه هېواد وګړو ته هېڅ ورنه کړي . لکه زموږ په غم لړلي هېواد کې چې دا لس کاله له هرې خوا دولسواکۍ اوازې دي، خو نه مخالف معلوم دى نه موافق، نه اپوزيسيون معلوم شو نه پوزيسيون ، ديوه ګوند ځينې غړي په حکومت کې وزيران دي ځينې نوريې داپوزيسيون په نامه سينې ډبوي ، کين اړخي ،ښي اړخي ، ملتپال ، بنسټپال ، افراطي ، معتدل او نور ټول په يوه حکومت کې سره راټول دي. په تېرو لسوکلونوکې هېچا اوهېڅ ګوند دارزښتونو له مخې سياست ونه کړ، هرچا ته چې حداقل يوه څوکۍ هم ور رسېدلې ده د حکومت د ټولو نيمګړتيا وو او خيانتونو پر وړاندې يې سترګې ړندې او ژبې ګونګۍ شوې دي. په خواشينۍ سره ان زموږ ملي ګوندونو خپلو ارزښتونو ته شاکړې او هغه يې د يوې يا څو څوکيو په بدل کې هېرکړي دي . اوسنى حکومت چې په واقعيت کې له څو کورنيو جوړ دى دتهديد يا تطميع له لارې ټول هغه ګوندونه، چې حساب ورباندې کېده پرځان راټول کړي او چوپه خوله يې دمېزونوترشا کېنولي دي.
په داسې حال کې چې دشته ګوندونو دحيثيت د اعادې لپاره هېڅ امکانات نه ليدل کېږي د ځينو نورو نويو ګوندونو د جوړېدو خبرونه اورېدل کېږي. په ريښتيا سره، چې د نيمګړې ولسواکۍ له چانس څخه په ګټې اخيستو دافغانستان د ژغورلو لپاره دنويو متعهدو ګوندونو جوړولو او يا د نويو څېرو په نوښت سره دپخوانيو ګوندونو په نوې بڼه راڅرګندېدو ته سخته اړتيا ليدل کېږي . خو په دې شرط، چې نوي سياسي موسسات، دوخت له اړتياوو او غوښتنو سره سم رامنځ ته شي او داسې بديلونه وړاندې کړي چې نن سبا يې په افغانستان کې اړتيا ليدل کېږي .
يو له دې نويو ګوندونو څخه چې په دې وروستيو کې يې په خپرونو کې درامنځ ته کېدو وړاندوينې کېږي د ودان افغانستان ګوند (واګ) دى. ودان افغانستان يا واګ خپله سياسي کرښه درېيمه لاره ګڼي، دښاغلي لېوال (( درېيمه لاره )) کتاب هم د واګ له خوا يوه وړاندې شوې نسخه بلل کېږي، خو داچې ترڅنګ يې دنوموړي ګوند کړنلاره هم خپره شوې، زه يوازې دهمدې کړنلارې په اړه څوټکوته په دې موخه اشاره کوم، چې زه خپله په يوه ولسواک نظام او د ګوندونو پر تعدد باورمن سړى يم او د يو عادي افغان په توګه پر داسې ګوندونو باندې د خبرو کولو او درنو غړو ته يې چې پرولسواکۍ باورمن دي د ځينو وړانديزونو جرئت کوم ، په دې هيله ، چې د ( واګ ) درانه غړي به زما ليکنې ته زما لخوا دوى ته ديوې مشورې په سترګه وګوري ، لاندې ليکل شوې کرښې په هېڅ صورت له چاسره دمخالفت په مانا نه دي .
د واګ دکړنلارې په څلورم مخ کې په پرېړ خط ليکل شوي ( څه غواړو؟ ) خو تردې عنوان لاندې ليکل شوې کرښې دواګ غوښتنې نه بيانوي بلکې دافغانستان دستونزو او دهغو دلاملونو په اړه موزونې جملې دي، چې په ( څه وکړو ؟) پاى ته رسېدلي دي . واګ ځينې پوښتنې مطرح کړي، اوهغو ته يې ځواب ويلى او ورپسې يې دخپلې مبارزې د سوله ييز توب، له پرګنو سره د تيوريک کاراو ټولنې ته دستراتيژيو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده. واګ په خپله کړنلاره کې اقتصاد، سياست،کلتور، ټولنې ، کرنې ،زده کړې او نړيوالو اړيکوته ډېره اوپه زړه پورې پاملرنه کړې ، خو يوه خبره، چې زما لپاره جالبه وه هغه داده ،چې واګ ليکلي ، ( ترهغې چې ګوند داپوزيسيوني مبارزې له لارې خپله ستراتيژي پلې کولاى شي،دولتي واک ته درسېدلو هڅه نه کوي ) زه پرهمدې ټکي تمرکز کوم .
زما له نظره ( واګ ) نسبتاً ښې طرحې لري خو بنسټ ايښودونکويې دې ټکي ته په پام سره چې څوک يې دنورو په شان د قدرت تږي ونه بولي او دنورو په شان يې تورن نه کړي ليکلي، چې (( دولتي واک ته درسېدو هڅه نه کوي )) که نه نو داخبره چې سياست کوم، خو واک نه غواړم ، ګوند جوړوم خو واک ته رسېدل نه غواړم عملي خبره نه ده. زما له نظره دسياست ترټولو عام اومنل شوى تعريف دادى، چې (دخپلو ارزښتونو اوکړنلارو دپلي کولو لپاره دواک لاس ته راوړلو اوپه واک کې دپاتې کېدلو هڅو ته سياست وايي ) قدرت دسياست موضوع ده او ټولې سياسي هلې ځلې په همدې مدار راڅرخي. که څوک واک نه غواړي او يا دواک دساتلو په هڅه کې نه وي نو په واقعيت کې سياست نه کوي ،ترهغو چې يو ګوندواک ته ونه رسيږي ياهم په کې شريک نه شي هيڅ کله نشي کولاى چې دخپل ولس دهوساينې لپاره خپله ستراتيژي او هدفونه پلې کړي . زما له نظره د واګ بنسټ اېښودونکو د افغان او افغانستان لپاره د شريفانه خو عاطفي انګېزې په لرلو سره ديو ګوند په جوړولو سره لوى جرئت کړى خو دګوندونو پروړاندې دبد ذهنيت په اړه يې پرخپلې وېرې انکارهم نه دى کړى.
په اغلب ګومان چې واګ دا جمله د ولس داعتماد دلاس ته راوړلو لپاره ليکلې خو زه فکر کوم، چې دابه پر واګ باندې دعملي سياست کوونکو د باور مخه ونيسي .
اوس، چې چړې دافغانانو دغوښو تېره اوهډوکو ته رسېدلې دبوسو لاندې د اوبو تېرولو وخت نه دى څوک چې دافغانستان اوسنى حالت نه شي زغملى بايد له ولس سره مخامخ کښېني دولس دغوښتنو لپاره دې غږ پورته کړي له ولس څخه دې رايه او واک وغواړي او واک ته درسېدو په صورت کې دې په خپلو ژمنو عمل وکړي. که واک ته نه رسېږي نو دسوله ييزې مبارزې له لارې دې خپل واکمن سيالان له نږدې وڅاري نيوکې ا و وړانديزونه دې کوي که د واکمنې ډلې کړنې د ولس او هېواد په تاوان وې ښکاره مخالفت دې ورسره وکړي. اوکه فرض کړو، چې واکمن نظام ديوه ګوند ستراتيژي پلې کوي نودلته خو اپوزيسيون مانا نلري .اپوزيسيون هغه وخت مطرح کېږي،چې ستاسو او دواکمن نظام ترمنځ د ارزښتونو او کړنلارو پر سر اختلاف موجود وي .
که فکر وکړو،چې يوازې دستراتيژيو په جوړولواو دبل چا حکومت ته دهغو په سپارلو سره به ستونزه اواره شي دا کار خو څېړنيز مرکزونه او انستيتيوتونه هم کولاى شي .
که خداى مکړه د ودان افغانستان درانه غړي ، چې اکثره يې دسپېڅلو ارادو لرونکي پېژندل شوي فرهنګيان دي په دې نيت راپورته شوي وي ،چې نورو ته ستراتېژۍ جوړې کړي او دا باور هم ورسره وي چې ستراتېژي به يې د نورو له خوا ومنل شي نو لومړى دې دهغوکسانو دراخپلولو کوښښ وکړي، چې دوى دخپلې ستراتيژۍ دپلي کولو تمه ترې کوي، او يادې دوى له هغو سره يوځاى شي او که دايو هم ونه شي نو ښکاره ده، چې داخبره يې عملي نه ده. څوک چې تا سې نه مني نو ستراتېژي مو هم نه مني او که څوک ستاسې ستراتېژي مني او پلې کوي يې درته نو تاهم منلاى شي خو که تاسو نه ورسره يوځاى کېږئ او يا هغوى نه درسره يوځاى کېږي ، ښکاره ده چې ستاسو او دهغو لاره بېله ده تاسو هغه وخت کولاى شئ دهغو ځاى ونيسئ، چې واک ته ورسېږئ اوکه واک ته رسېدل نه غواړئ نو ستاسې جوړښت سياسي ګوند نه بلکې يو څېړنيز مرکزته ورته دى کوم چې افغانستان کې يې خبرې منل څه چې اورېدل کېږي هم نه .
دواګ په کړنلاره کې د دوى اساسي غوښتنې دادي، چې دموکراسي غواړي، د ديکتاتورۍ مخالفت کوي ، رياستي (ولسمشريز )حکومتي سيستم غواړي، په خپلو پرېکړو کې به داسلامي شريعت حکمونه په پام کې نيسي، همدارنګه سياسي پلوراليزم، انتخابات ،او دلوړپورو چارواکو د شتمينو ثبتول اوحساب ورکول دواګ هغه غوښتنې اوهيلې دي، چې همدا اوس يې دکرزي په حکومت کې هم له شتون څخه انکارنه شي کېداى، همدا اوس دافغانستان په اساسي قانون کې دولسواکۍ ،رياستي سيستم ، اسلامي معتقداتوته د درناوي ، دګوندونو د تعدد، ټاکنو اودچارواکو دشتمنيو د ثبت يادونه او ملاتړ شوى دى. اوکرزى مدعي دى، چې داساسي قانون دا حکمونه يې پلي کړي دي . نوموړى وايي زه دټاکنوله لارې ولسمشر ټاکل شوى يم، ګوندونو ته مې دفعاليت اجازه ورکړې ، اسلامي شريعت حاکم دى ، انتخابات خو هغه دي څومياشتې مخکې هم وشول ، دوزيرانو شتمنۍ څه چې کرزي دفرانکفورت په بانک کې خپل پراته لس زره ډالره (! ) هم ثبت کړل ، همدارنګه دکرزى حکومت په اقتصادي ،ټولنيزه ، فرهنګي او کرنيزه برخه کې هم د نوښتونو او لاسته راوړنو دعوې کوي .
اوس که اصل داوي، چې يو نوى ګوند دبل چا په لاس دخپلې ستراتېژۍ دپلي کولو په صورت کې واک ته درسېدو هڅه نه کوي نو ښه به داوي ،چې دهمدې کرزي ملاتړ وکړي خو نه ؛ دا دافغانستان د ستونزې دحل لاره نه ده اونه هم موږ خپلو موخو ته رسولى شي . په عملي سياست کې کاغذونه ، ليکل شوي قوانين ، او دګوندونو کړنلارې او ژمنې دبحث وړ موضوع ګانې نه دي، په عملي سياست کې دسياستوالو کړه وړه دقضاوت معيار ګرځي . که يوازې په ليکلو اسنادو او ژبنيزو ژمنو ستونزه اوارېدلى زه خپله په دې باوريم ، چې دافغانستان اساسي قانون له يوڅونيمګړتياوو اوستونزوپرته چې لري يې نسبتاً په سيمه اونړۍ کې يوپرمختللى اومدرن قانون دى. ټول هغه ارزښتونه يې،چې دودان افغانستان په څېريې نورپه اصطلاح ملي سياسي ګوندونوغړي هم ارمانجن دي په ځان کې رانغاړلي دي. خو ستونزه په دې کې ده ،چې په خپله ولسمشر کرزى او له هغه سره دقدرت شريکباڼي حاکم قومي ټېکه داران يوهم دې اساسي قانون ته ژمن نه دي .
انتخابات ترسره کېږي خو پايله يې دانتخاباتودکميسيون په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي ، موږ تراوسه پورې دټاکنو ديوه خپلواک کميسيون چې د حکومت اوسياسي کړيو تراغېزو لاندې نه وي ، څښتنان نه شوو، دولسواکۍ ډڼډورې وهل کېږي خو تراوسه پورې هيڅوک له خپلو مدني حقونو او آزاديو برخمن نه دي ، داسلامي شريعت خلاف اعمال ترسره کېږي خو څوک يې مخه نه نيسي ، موږ لاد خپلو مرتدانو دمحاکمې واک نه لرو ، مرتدان دافغانستان له زندانونو ايټاليې ته لېږل کېږي ، دوزيرانو دشتمنيو دثبتولو خبرونه راځي خو چې کله وزير صيب له وزارت سر ه مخه ښه کوي هېڅوک حساب نه ورسره کوي، داخو لاڅه چې دوزيرانواو دولسمشر دمرستيالانو په کچه کسان هم شته ، چې دشتمنيو لړۍ يې له کابله تردوبۍ پورې رسېږي خو څوک يې نه پوښتي ، چې له کومه دې کړل . خلکو ته دبيان دازادۍ حق ورکړل شوى دى خو حکومت هم ځان ته دا حق خوندي ساتلى، چې دهيچا خبره به نه مني اونه به يې اوري. د هغو ملي ګوندونومشران چې له کرزي سره يې پرله پسې ائتلافونه کړي مدعيان دي، چې موږ دارزښتونو له مخې له کرزي سره نږدې يو خو په تېرو لسو کلونو کې دکرزي دحکومت کړنې دټولو ملي ګوندونو دعادي غړو له مخالفت سره مخ شوي دي . او همدا دليل دى چې دپخوانيو ملي ګوندونو دغړيو ناهيليو په افغانستان کې دنويو ګوندونو د جوړېدو اويا دپخوانيو ګوندونو په نوې بڼه درا څرګندېدو امکانات او هيلې ډېرې کړي دي . خو نوي ګوندونه، چې تمه کېږي جوړ به شي بايد په کومو اصولو ولاړ وي .؟
دنويو ګوندونو جوړېدل دافغانستان وروستى چانس دى . دې چارې ته په سطحي کتلو کې تاوان دى، نوى ګوند به داسې يوملي غورځنګ وي ، چې دافغانستان دملي اړتيا وو په درک سره به له يوه عمل پروګرام سره رامنځ ته کېږي . زما وړانديز نه يوازې ودان افغانستان بلکې ټولو هغو فکري حرکتونو ته ، چې په افغانستان يې زړه خوږېږي داده ، چې عملي سياست وکړي او په خپلو سياستونو کې دې دافغانستان له مهمو ملي مسايلو تېښته نه کوي . په تېرو څوکلونو کې زموږ دسياست والو يو کمى دا و، چې ستونزو او کړاوونو ته دلارې موندلو پرځاى يې تېښته ورځنې کړې ده او همدا لامل دى ،چې ستونزې لا هم پېچلې شوې او ديوه کمپلکس په توګه يې افغانستان له يوه بحران سره مخ کړى دى له دې بحرانه د راوتو لپاره :
نوى غورځنګ يا ګوند به دکرزي دحکومت اودهغه له حکومت سره دتړلو قومي ټېکه دارانو مخالفت کوي اوپه تېرو لسوکلونوکې د ځينو شويو پرېکړو، چې له عدالت او قانون سره په مخالفت کې شوي غندنه کوي او دبيا کتنې غوښتنه به کوي .
نوى غورځنګ به په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دشتون اويا نه شتون او دشتون په صورت کې دهغو دفعاليتونو لپاره دحقوقي چوکاټ دجوړولو په اړه خپل دريځ روښانه کوي .
نوى ملي غورځنګ به طالبان ا وحزب اسلامي تعريفوي او بيا به له هغو سره دسولې لپاره خپل دريځ روښانه کوي .نوى غورځنګ بايد ددې جوګه وي ، چې ان دطالبانو دنفوذ په سيمه کې هم فعاليت وکړي .
نوى غورځنګ به په افغانستان کې دانتقالي عدالت دپلي کولو اوپه جنګي جنايتونو دتورنوکسانوپه واک کې دپاتې کېدودمخنيوي لپاره خپله کړنلاره دملت مخې ته ږدي .
داساسي قانون دهغو مادو دتعديل لپاره به طرحه وړاندې کوي، چې په افغانستان کې يې دملي ټولنې ( افغان ملت ) دجوړېدو مخه نيولې او ملت يې په رسمي توګه پر قومونو اوقبيلو وېشلى دى .
زما له نظره همدې ته درېيمه لاره ، نوې لاره او ياملي کرښه ويلاى شو، چې دنننۍ زمانې غوښتنه ده ، د درېيمې لارې پخوانى مفهوم ، د کمونيست او اخواني ترمنځ په يوې بلې لارې تللو ته درېيمه لاره نه ويل کېږي، اوس نه پخواني خلقيان اوپرچميان په کور ، کالي اوډوډۍ باندې سرماتوي اونه هم پروني اخوانيان له نورو اسلامي هېوادونو سره دافغانستان دسياسي پولو له منځه وړل غواړي . خو په دې کې شک نشته، چې له ټولو لاره ورکه ده . اونن سبا نږدې ټول هغه کسان چې پر افغانستان يې زړه خوږېږي بې لارې اوبې لوري دي . زما له نظره هغه لاره ،چې له موږ ټولو ورکه ده دپورتنيو پنځو اصولو پربنسټ جوړېداى شي . که ټول خواوره واره فکري حرکتونه چې دراټوکېدو په حال کې دي پرهمدې بنسټونو دعملي سياست ميدان ته راودانګي زه باور لرم چې په وروستي پړاو کې به ټول سره يوځاى شي او د يوه ځواکمن ملي فکري حرکت رامنځ ته کېدو ته به لاره اواره شي . که نوى ملي غورځنګ پرهمدې لوري وخوځېږي دملت له خوا به له تاوده هرکلي سره مخ شي .
دهمداسې يوه ملي غورځنګ دجوړېدو په هيله