بسم الله الرحمن الرحیم – زموږ د هیواد سیاسي او ټولنیز حالات په رښتیا چې ډیر د اندیښنې او فکر وړ دي. د هیواد هره ټوټه د بې وزلۍ او درد نارې وهي. هر هیوادوال مو له ډول ډول ناخوالو او ستونزو سره مخ دی. زموږ سیاسي او ملي یوالی په پوره توګه له منځه تللی. د هیواد د خاورې بشپړتوب له ګواښ سره مخ شوی دی. د هیواد ملي او تاریخي ارزښتونه تر پښو لاندې شوې دي. خپلواکي مو له منځه تللې ده. د ګاونډیو هیوادونو د هر ډول لوبې ښکار شوې یو…ددې ټولو ناخوالو او کړکیچونو یو لوی لامل په ملي کچه د یوه پراخه او هر اړخیز سیاسي تګلوري نه شتون دی.
د هیواد سیاسي حالت او په خلکو د هغوی د مخامخ او څرګند اغیز له کبله زموږ د ټولنې ډیر کسان په یو ډول نه یو ډول له سیاسي او ټولینزو ګوندونو تړل شوي دي. ځینې خو ېې په مخامخ ډول له همدې ګوندونو سره ګډ دي او نور بیا د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د خپلې خوښې له ګوندونو سره خواخوږي ښيي.
که څه هم ګوندونه په یوه سیاسي ټولنه کښې د ټولنیز عدالت د پلي کولو او خلکو ته د باور وړ پخو بنسټونو په توګه رامنځته کیږي، خو زموږ په هیواد کې سیاسي ګوندونو ډیره بده مخینه پرې ایښې او اوس د ګوند د نوم په اخستلو د هر چا په فکر کې د هیواد دورانۍ، لوټمار، خپلمنځي جګړې، ټبریز، ژبنیز او سیمه ایز تعصب انځور رامخته کیږي. زموږ سیاسي ګوندونه لکه څنګه چې ښاییدل هاغسې د ټولنې له منځه او د خلکو د غوښتنو پر بنسټ نه دي راټوکیدلي. له دوی څخه ځینې ګوندونه تر ډیره د بهرنیو هیوادونو تر اغیز لاندې دي. خپلې ګټې ېې له هماغه هیوادونو سره تړلې دي، له کومو چې دوی پالل کیږي او ملاتړ ېې کیږي. دا ګوندونه او ډلې ټپلې په ټولنه کې ژورې ریښې نه لري، ځکه نو د هیواد په سیاسي اړودوړ کې ددوی برخه ددې پر ځای چې رغنده وي، لا هم ورانوونکې او ناسمه ده.
په انټرنیټې نړۍ کې هم د ګوندونو د غړو او مینه والو تر منځ پراخ سیاسي بحثونه کیږي. هره ډله د خپلې اړونده ډلې له لرلید سره سم خپلې څرګندونې کوي، او ددې پر ځای چې د هیواد د ستونزو د حل د لارو چارو په اغیزناکو لارو چارو خبرې وکړي، یوازې د خپلې ډلې له دريځ څخه دفاع کوي او غواړي خپل ټول هر څه په نورو ومني.
دې بحثونو ته په کتو سره په زغرده ویل کیدای شي چې دا ډول بحثونه کیدای شي، له یوې خوا د خلکو د فکرونو د رڼیدو او د ګوندونو چارواکو ته د خلکو د نظریاتو د رسیدو په اړه اغیزمن وي، خو له بلې خوا د بحث کوونکو کسانو تر منځ د ژورو او لرې کوونکو درزونو د رامنځته کیدو لامل هم کیدای شي.
ځکه نو د سیاسي ډلو استازو او مینه والو ته چې ډیر ېې له نیکه مرغه پوهان او عالمان دي، ښايي چې دا بحثونه په داسې ډول مخته بوزي چې له یوې خوا ورسره اړونده او بله خوا کسان ترې خوابدي نشي او له بلې خوا په هیواد کې د یوې داسې سیاسي لارې، چارې د پنځیدلو لامل شي چې تر یوه بریده د ټولو اړونده خواوو لپاره د منلو وړ وي، او د هیواد روان سیاسي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.
په دې لړ کې د هغو ځوانانو ونډه باید ډیره وي چې د خپلو خلکو په درد دردیدلي دي او داېې درک کړیده چې نور باید روان کړکیچونه له یوې مخې او په سوله ایزه توګه له منځه ولاړ شي. په دې وروستیو کې د ځینو ځوانانو هڅې چې په همدې اړه ېې پیل کړې دي، د ستایلو وړ دي. همدا ډول باید ټول ځوانان خپله ونډه او د هیواد او هیوادوالو په وړاندې تر خپله وسه خپل مسؤلیت ادأ کړي او د هیواد د رغونې او پرمختګ لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
تر دې مخکې هم ډیر ځوانان په ځانګړو ادبي، ټولنیزو او کلتوري ټولنو کې راټول شوې دي او تر خپله وسه ېې په اړونده ډګرونو کې خپله دنده پرمخ وړې ده.
اوس ددې وخت رارسیدلی چې د یو پراخ، ملي او ټولیز یون پر لور ګام واخستل شي. په دې اړه باید له ټولو اړونده خواوو سره وخت ناوخت غونډې او ناستې تر سره شي، په روانو حالاتو خبرې وشي، له سیاسي مشرانو سره وکتل شي او له هغوی سره سلا وشي. همدا شان ټول هغه کسان چې له دې ډول خوځښتونو څخه ناسمه اخستنه لري، د خبرو اترو له لارې وپوهول شي او ناڅرګند ټکي روښانه شي.
په دوهم ګام کې په عامو خلکو کې د پوهاوي پراخه کمپاین په لاره واچول شي، تر څو د سیاسي ډلو او ګوندونو په اړه له پخواني لرلید څخه توپیر رامنځته شي او خلک په یوه سمه او روښانه لار د روانیدو او ټاکنې وړتیا پیدا کړي. په دې سره به د هیواد خلک د یو څرګند سیاسي تګلوري د ټاکلو او د منځلارۍ پر بنسټ ولاړ سیاست د منلو جوګه شي. له خپلمنځي او ګوندي اختلافونو به تر یوه بریده مخنیوی وشي او د زغم، ګډ ژوند او یو بل منلو دود به پیاوړی شي. خلک به د خپلې ګټې او زیان د ارزونې توان پید ا کړي چې ورسره به ښايي د هیواد واګې د یو څو غلو او ځان غوښتونکو پر ځای، په هیواد دردیدلو او رښتینو کسانو ته وسپارل شي. په پایله کې به دا کار تر یوه بریده د هیواد او خلکو شته ستونزو ته د پای د ټکي ایښودو لامل شي او ویاړ به ېې د هغه چا په برخه وي چې په دې لار کې نه ستړې کیدونکې هڅې تر سره کړي.