کور / خبرتیا او پيغامونه / د انجنير ګلبدين حکمتيار سره د خواخوږۍ پيغام

د انجنير ګلبدين حکمتيار سره د خواخوږۍ پيغام

د حزب اسلامي افغانستان  امیر او دهیواد د ازادۍ او استقلال د لارې ستر مجاهد،  محترم  انجنیرحکمتیار ته  دخواخوږۍ پیغام .


بسم الله الرحمن الرحیم


انا لله و انا الیه راجعون


دروند ، محترم او ویاړلې  مشر ورور!


السلام علیکم ورحمة الله  وبرکاته .


په ډيرتاسف سره مو خبر ترلاسه کړ ،چې ستاسې  وراره، تنکې ځوان او د الله د لارې  نومیالې مجاهد، حبیب الله   شهاب د بین المللې ښکیلاک د فوځونو په لاسو د وردګو په ولایت کې  په شهادت رسیدلي ، که د یوه اړخه خپل ځان له  تاسې اوستاسې ددرنې  او محترمي مجاهدی کورنۍ سره ددغه دروند شهید د شهادت په اړه په  غم او ژور خفګان کې  شریک ګڼم  او ټولو ته د الله تعالی د دربار څخه  دجمیل صبر غوښتونکي يم ،ترڅنګ یی  د الله تعالى څخه نوموړي ته د اسلامي انقلاب د ټولو پاکو شهیدانو سره یو ځاې د جنت الفردوس  تمنا اوهیله لرم  ، په دې هم ډاډمن یم  چې د دې مبارک شهید او ددې تر څنګ  به  زمونږ د ولس  د نورو مظلومو شهیدانو د وینو په برکت    الله تعالې  زمونږ هیواد د سوکالۍ او داسلامي غښتلي  خپلواکه نظام خاوند کړي.  الله تعالي دې  تاسې او ستاسې  درنې کورنۍ ته  د نوموړي د شهادت   ددې دروند غم د پورته کولو همت    ورکړي .


امین


ورور مو
قریب الرحمن سعید
دجمعي مبارکه ورځ ،  د   اپریل ۲۲مه ، ۲۰۱۱ کال