که څه هم تاسوته معلومه ده چي د ښځو د لمانځلو ورځ ته ملګري ملتونه ډير ليواله دي چي دا ورځ په ښو او شاندارو مراسمو باندي ولمانځي او په دي برخه کي يي تر يوي اندازي د اسلامي هيوادونو اوسيدونکي ښځي هم د ځان پلور راجلب کړيدي. نو ځيني خلک به رښتيا هم په دقيقه توګه نه وي ورباندي خبر خو د هغوي لپاره دا ديو خبرتيا په توګه کارول غواړم چي ټول ورته ځير شو او دهغوي له دي لمانځلو څخه اصلي تومنه څه راووزي.
داخو د لمر په شان څرګنده ده چي دا ورځ يوازي او يوازي د ځينو ادارو او خارجي موسسو په بانډارونو کي ورته تود هرکلى کيږي او په دې موخه خپل اعتبار زياتوي او په ضمن کي هغو ښځينه مامورينو ته هم ځانونه ورنژدي محسوسوي. او دا خو هغه وخت ډيره جالبه وي چي ښځينه کارکوونکي د همدغي ورځي لپاره په ډيره بي صبري سره انتظار کوي او د خپل سنګار لپاره په هيڅ ډول لګښت صرفه نکوي او د ځان د ظاهرولو او د سټيج پر مخ د څه ويلو لپاره هر راز هلي ځلي کوي ترڅو په دغه بهانه د نارينه ګډونکوونکو هم يو څه نظر راواوړي، او په دغه ورځ نارينه ځوانان چي د خپلو خويندو او ميندو د حقونو د اداکولو په خاطر په ښځو احسان اچوي او ورسره خپل ځانونه د ښځو په ذهنونو ورننباسي ترڅو په دي پلمه د هغوي د زياتي مودي ملګرتيا تر لاسه کړي.
کله چي بيا مجلس پيل سي نو دغه راز ښځي چي ځانونه تر ټولو مسطوري او سپيڅلي بولي او د خپل حق د لاسته راوړلو لپاره هلي ځلي کوي نو په داسي شان د سټيج مخي ته راځي چي دعواي يي د حقوقو د نه ورکيدو معلوميږي خو په حقيقت کي دوي د حقوقو قرضداره وي، ځکه چي که ورته ځير شو نو له سره تر نوکه تيار د پاريس ښار غوندي معلوميږي، په ويښتيانو يي بليچ لګولي وي، غټ غټ ګلان يي په اوربلو کي ټومبلي وي او په سترګو يي د خپلو بڼو علاوه لاسي جوړ شوي باڼه نښلولي وي چي کجلو لا پسي مغروره کړي وي او پزه خو يي تياره د ملنګ بابا د زيارت په ډول پوښلي وي، شونډان يي داسي سره کړي وي لکه همدا اوس چي يي سره خومان په سر اړولي وي. په داسي شوق خپل ځان ته متوجه وي چي بايد ددي له خندا او ادا سره ټول حاضر کسان وخندوي او د ځان لباس خويي حتماَ د ٥٠٠٠ څخه کم نه وي.
دغه ميرمن چي پر سټيج ولاړه وي يو داسي نازک د جوپن پړوني يي پر سر غوړولي وي چي داسي بريښي داهم ورباندي دروند وي، د لاسو ګوتي يي داسي شخي نيولي وي چي په حقيقت کي د سرو ګوتمۍ په زور په خلګو ويني خو ددي ټولو باوجود د ټولي نړۍ د خلګو په په سترګو کي خاوري ور اچوي چي په داسي حالاتو کي هم ځان داسي معرفي کړي چي دوي له خپلو حقوقو څخه محرومي پاته دي. نو ايا په دغه حقوقو چي همدا اوس ورڅخه برخمنه دي دا نو څه حق غواړي؟ هغسي خو يي هم د اسلامي حقوقونو څخه په بله لار تيريدل غواړي دا ځکه چي دوي د ميک ترڅنګ يوازي او يوازي داخبري کوي چي موږ بي وسه ښځي بي تعليمه پاتي شو او له کوره د وتلو اجازه نلرو او دخپلو خاوندانو لخوا ډبول کيږو او داسي نوري بابولالي…
نو دا ناست کسان هم ددوي ټولو اوتوبوتو ته پنډ پنډ څټان او سرونه ښوروي او په ضمن کي خوند تري اخلي، داسي معلوميږي چي په ظاهر کي خو له دوي سره په دې غميزه کي ځان شريک ګڼي په حقيقت خو يي مطلب معلوم دي چي دغه راز غونډي دوي د څه لپاره خوښوي. اوس خو نو دا معلومه شوه چي ددغه راز ښځو حقوق څه وه، خاص د خپلو ژبو د درازولو او له هرچا سره د لاس رسي معنا لري ځکه چي ددوي ټولي ويناوي د لاندي بيتونو په څير واقعيت ورکوي.
زه به خلاصـــــــــوله دي دنيـــــــــــا غواړم
انصــــــــاف بي تا به بل له چا غـــــــــواړم
ستا بنـــــــــــــــدګانو راته ښـــــــــــــه وويل
چي حــــــق به خپل مينه به ســـــــتا غواړم
نو زه د ملګري ملتونو لوړ پوړي يا خارجي بنيادګر ډير نه ملامتوم ځکه چي دوي خو ظاهرآ قانع دي چي رشتيا دا ستونزه ده خو زموږ هغه پتلوني سياست ګر چي ورسره سرونه ښوروي دي ته نه ګوري چي دميليونونو ښځو نمايندګي يوازي دا دګوتو په شمير ښځي کولاي سي؟ او زموږ د اسلامي او عنعنوي اړخونو په هکله چا څه رڼا اچولي چي دلته موږ يو بل قانون هم لرو چي هغه ددغه ښځو ددغه راز پورته کيدو سره ممانعت لري.
ددغه پروګرام رنګيني او خوشحالي دومره زياته سي چي له ټولوڅخه اصلي موضوع دهوايي کوتري په څير والوزي او يوازي د يوبل د معرفي کيدو او دپتو د اخيستلو لپاره د ملاقات زمينه برابرول پاته سي.
اوس نو زه تاسو لوستونکو ته قضاوت پريږدم چي ددغي ورځي لمانځل په تيره زموږ په اسلامي هيواد افغانستان کي څومره پر ځاي او ارزښت مند کار دي او په اصل کي ددغه راز مجلسو پايلي به څه کيږي؟
په درنښت