کور / تازه خبرونه / كندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن ووژاه

كندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن ووژاه

د كندهار ښار د لويي والې په سيمه د تيري په اډه كي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . د سيمي يو تن وايي چي وژل سوى كس صديق الله نومېده چي د ارغنداو ولسوالۍ د خواجه ملك سيمي و او اوس د دوى د سيمي مشر و . نوموړى وايي چي صديق الله د ماښام لمونځ كوى چي ناپېژاندو وسله والو ورباندي ډزي وكړې او روغتون ته تر وړلو لا ژوندى و خو اوس يې په روغتون كي ساه وركړه.
په دې اړه تر اوسه كومي ډلي څه نه دي ويلي .