کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلي پوتين ډيره پخه خبره کړې

ښاغلي پوتين ډيره پخه خبره کړې

ريانوستي داپريل ۲۱ مه


ژباړونکی : حبيب الله غمخور


پوتين : روسيه بايد خپلواکه ،غښتلې وي ترڅودهر ډول تيری په وړاندي ودرېږي .


روسيه بايد خپلواکه اوغښتلې وي ،ترڅودبهرنيانودناببره لاسوهنواومداخلومخه ونيسي . دغه مطلب دروسيې لومړی وزير ولادميرپوتين په خپله هغه ويناکي څرگندکړ کوم چي  پارلمان ته ئې دروسيې ددولتي ادارود۲۰۱۰ زکال دفعاليتونورپوټ  وړاندي کاوه .


هغه وويل : بايد بيداراوهوښياراوسو.


په اوسنۍ نړۍ کښي که ضعيف يابېچاره  اوسې هرومروڅوک پيداکېږي چي غواړي  درسي اوپدې  به هکله چي ته پرکوم لوري  بايدحرکت وکړې ،کوم سياست پلی کړې اودخپل وطن دراتلونکی لپاره کومه لار غوره  کړې نصيحت درته کوي .


دغه نصيحتونه اومشورې په ظاهر کښي  ډيره  دوستانه اونه تپل سوې بڼه لري،مگر حقيقت کي پدغو لارښودنو اوخواخوږیوکښي  ديوخپلواک هيوادپه کورنيو چاروکي دلاس وهنوبېلگې  ليدل کيږي  .


پوتين څرگنده کړه داچي په پارلمان کي  ټول سياسي گوندونه  دنوموړې مسلې په هکله يوډول  نظرلري ،زه له دوي نه مننه کوم .


پوتين پردې ټکي  په ټينگارڅرگنده  کړه :((بايدخپلواک اوغښتلي اوسواوهمدا ډول دخپلوهيواد وا لو دگټونه دفاعی سياست خپل کړو،ښايي دا ترټولو مهم ټکی وی .))


دژباړونکي يادونه :


دپوتين داخبره مي دټولوهغولپاره چي دسياست اودولتداری سره سروکارلري خوښه سول،ځکه ټول په يو هيوادکي ژوندکوي اودخپل هيواددراتلونکي لپاره سياست کوي اودخپل هيوادچارواکی دی .


نوکه غواړې دخپل هيوادملي گټې وساتي ښه به وي چي دپوتين دالنډې خبري څوځله ولولي اوپرې عمل وکړي


لنډي خبري ولي ديوه زبرځواک هيواددلومړی وزيردخولې خبري چي دخپل هيواد دراتلونکی دريځ  په هکله یې پارلمان ته کړي زماپه عقيده دهر هيواد يوه عادي اومسول شخص ته يوه شان دارزښت وړټکي دي .


رښتياهم چي يوه هيواد بېچاره اوغريب وي هربل شتمن اوغښتلی هيواد دخپلو گټواوموخوپه خاطرپه ظاهر کښي هغه دچاخبره پدرا نه نصېحت اولارښودنې کوي  اوپه نصيحت څرگندولوکي داسي ښکاره کوی چې گوياترده بل خواخوږی نسته،مگرپدې خواخوږئ کښي په رښتياهم  دمداخلې هغه لومي پراته وي چي بياسړئ سرترې نشي خلاصولاي . پښتويوعاميانه متل دی خودره ژوره معنالري وايي : ((مادخداي لپاره يارليدلی نه دی. ))


پرځاي ئي بولم چي موږ اوتاسو ټول ددې څرگندونې اساسي بڼې ته متوجه اوخپل هيوادله دې ناخوالونه راوباسو،کنه همداسرنوشت اوهمداژوند به ترډيره دوام ولري .


په تيره اونۍکښي کابل ته دپاکستاني جگپوړچارواکو(لمړي وزير،داستخباراتو رئېس اولوي درستيز) دسفرپه وخت کښي ښاغلي کرزی ته ددوي لخواوړانديزونه اوطرحه وړاندي کول  دهمدې خواخوږو نصيحتونومعنالري ،چي په ظاهرکي  گوياهرڅه زموږدښيرازي لپاره غواړي خوپه عمل کښي دپاکستان لخوادبربنډې لاسوهنې اوهداياتوصادرېدوروښانه بېلگه ده . وسلام