د امريکا د دفاع وزارت مامورينوته دكندهاروالي توريالي ويساويلي چې په كندهاركې دځينوپرمختگونوسره سره دبرېښنادنشتون ستونزه لاهم پرخپل حال پاته ده .
دامريكاددفاع وزارت د ثبات او پرمختګ دڅانگي دوه غړو( بيل او سټيپن فينکل )په يادوبرخوكې دجاج اخيستلولپاره له كندهارڅخه ليدنه وكړل .
دكندهارله مطبوعاتي دفترڅخه خپره شوې خبرپاڼه وايې چې والي پوهنوال توريالي ويساله يادپلاوي سره دليدني پرمهال هغوى ته وويل چې (دلته په زياتو برخو کي پرمختګ سوى دى ولي يوه لويه ستونزه چي اوس هم پرته ده او شتون لري هغه ده برېښنا، نه شتون دى چي له امله يې د ښار د ننه او دباندي لسګونه فابريکې چي پکښي زرګونه کسانو کار کاوه بندي دي).
پدغه ليدنه كې ولايتي چارواكودصنعتي پارك لپاره هغه لس مېگاواټه ډيزلي برېښناناكافي بللې چې دښارپه ختيځ ، دښوراندام په صنعتي پارك كې دامريكاپه مالي مرسته چمتوسوې.
په كندهاركې دصنعتي پاركونوداتحاديې مشرفيض الحق( مشكاني )وايې چې پدې ولايت كې ۱۲۷ لويې اوكوچنى فابريكې شتون لري چې دبرېښنادنشتون له كبله يې يوازي ۵۵ فعاليت لري چې بيايې هم لويې شمېر كوچنى فابريكې جوړه وي .