د هرات ولايت د كشك كوهنه په ولسوالي كي د بهرنيانو په يوه راكټي بريد كي درې تنه ماشومان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي . د هرات ولايت د والي وياند شفيق بهروزيان د دې ولايت د كشك كوهنې ولسوالۍ په زوړ بازار كي راكټي بريد ومنى او وې ويل چي د دې بريد په پايله كي درې دوولس كلن ماشومان وژل سوي او څلور نور ژوبل دي . نوموړي همدا ډول وويل چي د دې تر څنګ د قاري زمان د ښوونځي د تحويلدار په ګډون دوه تنه نور هم ژوبل سوي دي .
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي .