کور / تازه خبرونه / په يوه بريد كي د اسلامي حزب د مشر وراره وژل سوى

په يوه بريد كي د اسلامي حزب د مشر وراره وژل سوى

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کي د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار وراره وژل سوى.
د اسلامي حزب وياند انجنېر هارون زرغون د غويي په ٢مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،چي د دې ګوند د مشر انجنېر ګلبدين حکمتيار وراره حبيب الله شهاب تېره ورځ ناوخته د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍکي د بهرنيو ځواكونو په بمبار کي وژل سوى دئ.
نوموړي زياته کړه،چي حبيب الله شهاب د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکى و،چي د امريکايي ځواکونو سره د جهاد په موخه يادي سيمي ته ورغلى و.
نوموړي زياته کړه،چي د ده څو تنه نور ملګري هم په دې پېښه كي ژوبل سوي ،خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
همدارنګه په نرخ ولسوالۍ کي د اسلامي حزب يوه سيمه ييز قوماندان د نوم نه خپرولو په شرط د يادي پېښي پخلى وكړ .
د نوموړي په وينا په دې بريدكي د حکمتيار د ورور شهاب الدين زوى حبيب الله شهاب وژل سوى او بل چاته پكښي زيان نه دئ اوښتى.
د سيمي يو تن اوسېدونکي قدرت هم د نوموړي د وژني پخلى وكړ او وې ويل د نوموړي مړى نن سهار د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو په سيمه كي دتلفکانو په هديره كي د سيمي د خلکو دخوا خاورو ته وسپارل سو.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد په ياده سيمه كي پېښه تائيدوي او وايي چي څو تنو تېره ورځ غوښته چي يوه دهشكه و غره ته پورته كړي چي د بهرنيانو د خوا تر هوايي بريد لاندي راغلل او ووژل سول د نوموړي په وينا چي د وژل سوو كسانو د هويت په اړه بشپړ معلومات نه لري .
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .