کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښځو ته دي د ښځو نړيواله ورځ مبـــارک وي !

ښځو ته دي د ښځو نړيواله ورځ مبـــارک وي !

تر هر څه لومړی؛ د روهي ادبي او علمي ټولنې ټول غړي د خپل هېواد پښتنو او ټولو مسلمانو خويندو ته د ښځې د ورځې مبارکي وايي او دوی ته د اسلام تر چتر لاندې د برياليتوبونو غوښتنه کوي.


  ښځه رڼا ده، ښځه، ژوند ده، ښځه هيله ده، ښځه شعر ده، ښځه ادب ده، ښځه ناز ده، ښځه غرور ده، ښځه غيرت ده، ښځه ايمان ده، ښځه مينه ده، ښځه خندا ده، ښځه نړۍ ده، ښځه لور ده، ښځه مېرمن ده، ښځه خور ده، ښځه مور ده او ښځه ستر الهی نعمت او ډالۍ ده.


   ښځه د سړي ستر ده او ښځه د انسان بشپړونکې ده، دا ځکه چې نارينه پرته له ښځې او ښځه پرته له نارينه هم نيمايي ايمان لري او هم نيم انسان ده، نو بايد، چې په خپلې ټولنې کې د ښځو لپاره د هغوی روا او اسلامي حق ورکړو او د هغوی لپاره کار وکړو، تر څو زموږ افغاني ښځې د دې جوګه شي او يا هم د دې جرآت پيدا کړي، تر څو خپل حق په خپله ترلاسه کړي، خو له بده مرغه زموږ ځينې خويندې، چې هغو ته د انسان په ويلو سړي شرميږي، هغوی د دغو خبرو څخه غلطه ګټه اخلي او دوی داسې فکر کوي، چې د ښځې حقونه يوازې په بربنډېدلو، ټکرۍ لرې کولو او … کې وي، خو دوی تېروتلې دي، کوم حق چې په اسلام کې ښځو ته ورکړل شوی دی، د نړۍ په هېڅ دين، هېڅ قانون کې داسې حقونه نه دي ورکړل شوي، نو بايد زموږ خويندې د اسلامي چتر لاندې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او بايد ټول ورونه هم ورسره لاس په کار شي او د دوی د استعدادونو په رابرسېره کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. د روهي ادبي او علمي ټولنې د ښځينه کمېټې مشرتابه د همدې موخې لپاره لاس په کار شوي او غواړي په نږدې راتلونکې کې د روهي ادبي او علمي ټولنې له خوا يوه مهالنۍ مجله خپره کړي، چې يوازې به د ښځينه ليکوالانو، شاعرانو او نومتو ښځو په ليکنو، ګزارشونو او … ښکلې وي. که پښتنې خويندې غواړي خپلې ليکنې، شعرونه او …. موږ ته راواستوي، زموږ د ټولنې په برېښناليک دې خپلې پنځونې موږ پورې راورسوي: rohiadabitolana@gmail.com


په پای کې د نړۍ ټولو مسلمانو ښځو او په ځانګړې توګه پښتنو خويندو ته د ښځو  د نړيوالۍ ورځې مبارکي وايو او د دوی د خوشحاله او نېکمرغه ژوند په هيله او ټولو پښتنو ښځو ته د ډاکټر تورپيکۍ الم دا شعر ډالۍ کوو، چې د ښځو ژوند يې په ډېر ښه ډول انځور کړی دی:


ښځه


ربه زه خو هم انسان يم


هم ادم زما ابا دى


او حوا مې ده ادکه


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى مې نشته دى په ځمکه


د پايښت د راز کيسه يم


د ژوندن دبڼ حصه يم


سراسر خوند او مزه يم


د خوښيو پرښته يم


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى مې نشته دى په ځمکه


ربه زه خو هم انسان يم


دا با کور کې سوالګره


د ميړه کور کې نوکره


يم له کور بهر تورسره


تل د خپل هويت ټولګره


اوس نو سوچ ښه په دې وکړه


څومره يم زه بې ضرره


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى مې نشته دى په ځمکه


ربه زه خو هم انسان يم


بشريت کتار کې مور يم


د پښتون د کاله خور يم


کور کټوى ته برغول يم


يو کالبد د تش انځوريم


تړل شوى په دستور يم


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى مې نشته دى په ځمکه


ربه زه خو هم انسان يم


که ګناه زما د ورور وي


جرګه ناسته زمونږ په کور وي


فيصله په بد دستور وي


زما عمر سور تنور وي


چې مې خواښې او خسر وي


يامې بنه او لېور وي


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى مې نشته دى په ځمکه


ربه زه خو هم انسان يم


د ناموس په نوم ياديږم


خو حيوان په دود خرڅيږم


انسانيت نه بهر کېږم


بې ګناه تل رټل کيږم


په تبى درول کيږم


د ناخوالو سمندر کې


ښه پوهيږم چې ډوبيږم


ولې دې لويه دنياکې


ځاى مې نشته  دى په ځمکه


ربه زه خو هم انسان يم


د شاعر غزل مصرع يم


د پتنګ د عشق شغله يم


د پښتون د سر شمله يم


ډوبه لا په خپل خوله يم


ربه زه خو هم انسان يم


هم ادم زما ابا دى


هم حوا مې ده ادکه


ولې دې لويه دنيا کې


ځاى زما نشته دى په ځمکه
 



روهي ادبي او علمي ټولنه


کابل


www.srohi.com


rohiadabitolana@gmail.com