کور / تازه خبرونه / كنړ : ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

كنړ : ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كنړ ولايت په دانګام ولسوالۍ كي د بهرنيانو او وسله والو تر منځ په نښته كي ۲۱ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې . ياده مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوه چي كله په سيمه كي وسله والو پر بهرنيو ځواكونو باندي بريد وكړ . د سيمي يو چارواكى په دې شرط چي نوم يې پټ وساتل سي رسنيو ته وويل چي تېره شپه په نښته كي ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . خو د سيمي اوسېدونكي بيا وايي چي په دې بريد كي بهرنيو ځواكونو بمباري هم كړې ده . خو په سيمه كي د رسنيو مسئول وژل سوي كسان وسله وال بولي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پېښه تائيدوي او وايي چي په بريد كي يې بهرنيو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او خپل اړخ ته هم مرګ ژوبله مني .
د يادوني وړ ده چي پخپله تر دې دمه بهرنيو ځواكونو څه نه ده ويلي .