نن سهار شاوخوا اووه بجې د جلال آباد ښار د د اوومي امنيتي حوزې چاودني يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله . د دې ولايت د امنيت امر محمد معصوم هاشمي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي چاودنه د پوليسو د اكاډمۍ پر ښوونكو سوې چي پكښي درې تنه پوليس وژل سوي او څلور نور ژوبل دي . نوموړى وايي چي په وژل سوو او ژوبل سوو كسانو كي د پوليسو د اكاډمۍ ښوونكي هم شامل دي .