د كندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كي يې د رواني اوونۍ په ترڅ كي ۷۵۰ جريبه مځكه د كوكنارو څخه پاكه سوې ده . د دې ولايت د امنيت امر شېرشاه يوسفزى وايي چي د كوكنارو پر ضد كمپاين يې يوه نيمه مياشت وړاندي پيل كړى سوى او اوس مهال زياتو ولسواليو او سيمو ته غزول سوى دئ . نوموړى وايي چي په دې كمپاين كي ټول امنيتي ځواكونه ونډه لري او ډېر ښه پر مخ ځي . د دې ولايت د نشيي توكو پر ضد د مبارزې آمر ګل محمد شكران وايي چي د كمپاين د پيل څخه تر اوسه ۴۶۰۰ جريبه مځكه د كوكنارو څخه پاكه سوې ده . د نوموړي په وينا چي كندهار د هيواد په كچه لومړى ولايت دئ چي د كوكنارو پر ضد كمپاين پكښي په برياليتوب سره پر مخ روان دئ .