کور / تازه خبرونه / كندهار : د يوه وسله وال د نيولو خبر وركړل سو

كندهار : د يوه وسله وال د نيولو خبر وركړل سو

د كندهار ولايت امنيتي چارواكي چي د دې ولايت په نهمه امنيتي حوزه كي يې يو وسله وال د يو شمېر وسلو سره يوځاى نيولى . د دې ولايت د امنيت آمر د ياد كس نيول تائيدوي او وايي چي د نوموړي سره يې دوه ميله توپكان ، يو شمېر چاودېدونكي توكي نيولي . د نوموړي په وينا چي نيول سوو كسانو پر خپلو كړنو اعتراف كړى او ويلي يې دي چي تر دې مخكي يې په بېلابېلو سيمو كي ماينونه ښخ كړي او شب نامې يې وېشلي دي .