دغه پروګرام دپكتيا ولايت دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز له خوا رسماًپيل شو . دپكتيا ولايت دځوانانوداړيكواومعلوماتو مركزمشرسيدجمال آصف خېل تر ښه راغلاست وروسته وويل :ډېرخوښ يم چې دپكتيا ولايت ځوانان ديوه داسې ګټورپروګرام په موخه راټول شوي دي چې دهېواد په ودانولوكې ورته ډېره اړتيا لېدل كيږي موږ په دې هڅه كې يوچې دځوانانود ذهنونو دلوړولو په موخه ډېرى پروګرامونه پلي كړوچې يو له همدغو پروګرامونوڅخه همدا دكمپيوټر دهارډوېرښوونيزكورس دى داښوونيزكورس چې دپكتيادځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركزلخوا پيل شوى درې پړاوه به ولري چې په هرپړاوكې به ۲۰شل تنه زده كوونكي فارغان وركړي اوهرپړاو به يوه مياشت دربر ونيسي. ددې ترڅنګ نورپروګرامونه هم په نظركې لرو چې هغه دانګليسي ژبې زده كول،پروپوزل جوړونې ،دورزشكارانولپاره دسپورت په برخه كې مرسته كول اوداسې نورپروګرامونه چې په راتلونكي كې به پلي شي . ده له دولت اونړيوالې ټولنې وغوښتل چې دځوانانولپاره په پكتياكې خپلې مرستې نورې هم وغځوي ترڅودهغوځوانانوستونزې حل كړي كوم چې په نېشه يي توكو روږدي دي اوياهم بې وزلۍ سره لاس اوګرېوان دي.
ورپسې دپكتيا ولايت داطلاعاتواوكلتور ريس محمدشفامشفق خبرې وكړې له ځوانانويې وغوښتل چې دې ښوونيزبهيرسره دزړه له كومې يوځاى شي اوپه ډېره مينه يې تعقيب كړي ده زياته كړه چې پخوابه له غرب څخه وګړي دزده كړوپه خاطرشرق ته راتلل ولې دوى دخپلوكوښښونوپه نتيجه كې دنني دورعصري علوم دشرقي هېوادونو وګړوته ورزده كوي چې اوس مهال دنړۍ له پرمختللو هېوادونوڅخه شمېرل كيږي ده همدا ډول وويل ; چې داطلاعاتو اوكلتور رياست اوځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز ترمنځ ډېره ښه همغږي موجوده ده چې دضروري صلا مشوروپه خاطرپه ګډه سره كينو اودستونزې حل پىداكوو.له هغه وروسته دياد ښوونيز كورس زده كوونكي حسن جان خاطر دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركز نه په مننې وويل :ډېرښه اوپه زړه پورې نوښت يې كړى دى په زړه پورې نوښت يې په دې ماناچې تر اوسه په پكتياكې داډول گټورپروګرام نه دى پلى شوى داښوونيزكورس چې په ډېرښه ميتود اولوړه كچه درس موږته تدريس كوي ددې كورس اغېزه به ډېره ګټوره پرېوځي ځوانان چې راتلونكى ددوى په لاس كې دى اداروكې چې كله هم دوى كاركوي هغه څه چې دوى يې دلته زده كوي ددوى دكارداسانتيالپاره به ورسره ډېره ښه مرسته وكړي ځكه چې نن سباپه ټولو اداروكې دچارودسمون لپاره ډېرى له كمپيوټرڅخه كاراخېستل كيږي . .داپه داسې حال كې دى چې دپكتيا ولايت دځوانانوداړيكواومعلوماتومركزپلان لري چې ديوه كلن منظم پلان له مخې دپكتياپه ټولو ولسواليوكې ډېرى ښوونيزاوروزنيز پروګرامونه پرلاره واچوي .