په كندهار كي مېشت د ملي اردو ځواكونه وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتو كي يې د دې ولايت په په پنجوايي او د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ كي دوولس وسله وال د يو شمېر وسلو او چاودېدونكو توكو سره يوځاى نيولي دي . دغه خبر په دې ولايت كي د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي وركړل سوى .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .