نن په یو شمیر بریښنا پاڼو کې د سولي د عالي شورا د یوه غړي لخوا دا خبر خپور شوي چې په کې یی لیکلي دي چې شوني ده چې ښاغلي حکمتیار د سولي د عالي شورا د پروسي سره یو ځای شي .په دې اړه باید ډاګیزه شي چې حزب اسلامي افغانستان د افغان ولس دسولي او سوکالۍ له پاره او په افغانستان اوسیمه کې د سولي او امن د قیام په خاطر تل عملي او علمی وړاندیزونه کړي ، ځکه حزب اسلامي افغانستان د جنګ او جګړي څخه کرکه لري او دخپل ولس او سیمي له پاره دسولي د هر ډول کوښښونو سره چې په اصولی شرایطو او دهیواد د ازادۍ او استقلال ، او د ولسواکه نظام په قیام باندي منتج کیږي طرفداري کوي .
په همدې خاطر دحزب اسلامي افغانستان دمشرتابه هیئت په پوره اخلاص سره خپل داسې وړاندیزونه کورنیو او بهرنیو اړوند اړخونو ته استولي چې په کې د ولس ازادي او ولسواکي ته لمړیتوب او داولیت حق ورکړل شوي دې . په دې اساس حزب اسلامي افغانستان خپل پنځلس ماده ی پروګرام وړاندي کړي ، که د سولی عالي شورا د حزب اسلامي همغه پنځلس فقره یي پروګرام دسولي د راوستو اوقیام په خاطر خپل دستورالعمل وګرځوی نو په هغه صورت کې به حزب اسلامی افغانستان د سولي دعالي شورا سره خپله پوره همکاري اعلان کړي او د سولي د راوستو په خاطر به ورسره اوږه په اوږه ولاړشي . خو په اوسني وخت کې چې د سولي شورا هیڅ معلومه اجندانه لري ، تګلاره یی معلومه نه ده ، واک او اختیار نه لري، او دسولی د راوستو له پاره په امریکای اجندا کار کوي، نو د حزب اسلامي افغانستان څخه د داسې همکارۍ کولوتوقع به ډیره بې ځآیه اویواځې دپروپاګنډ زریعه وي . ترڅو په دې توګه د سولي عالي شورا خپل اوسنی ناسمه کوششونه تو جیه کړي
په درنښت
قریب الرحمن سعید
دحزب اسلامی افغانستان دسولي دهئت غړي