اپریل۲۰۱۱،۱۹
په وزارت دفاع برید کامیاب وو!
طالبانو خپله پالیسی بیا بدله کړی، مخکی یی ملکی ځایونه په نښه کول ، اوس یی بیا نظامی ځایونو ته مخه کړی.
رسنیو ته هم پراخ لاس رسی لري، درز نه وي شوی چی ټوله دنیا یی په چغو نیولی وي.
ما می ټولو دوستانو ته ویلی چی باید په اوداسه وګرځي. د طالب جان د موبایل بم د چویدو امکان هر وخت شته.
تیری میاشت کی ټول ټارګټ ملکی ځایونه وو لکه کابل بانک، سټی سنټر او…
داسی اوازی دي چی په کابل بانک باندی دشوی برید په تور نیول شوی کس امریکی ته سپارل شوی. والله اعلم!
نه پوهیږم چی د څه په اړه به یی پوښتي؟ چیرته تربیه شوی یی؟ چا تربیه کړی یی؟ ولی دی ویل چی له وژلو خوند اخلم. د امریکی تکړه پوهان او متخصصین به پری خپلی مطالعی کوي، روانشناسان به ورڅخه پوښتنی لري او داسی نور.
طالبانو تیره اونی په لغمان کی برید ترسره کړ. برید کوونکی د ملی اردو څلور کلن قراردادی وو. سږ یی قرارداد نه وو لاسلیک کړی. د قرارګاه په هره خونه او منزل کی بلد وو. دروازه کی به هم چا نه وي تلاشي کړی ځکه چی بلدی وو. اشنا وو! دلته خو په انډیوالی کی بلا کارونه کیږي. د ملی امنیت غټ رازونه تیتیږي.
انډیوال او میلمه تر ټولو لوی تاثیر لري. روسان میلمانه وو، عربان میلمانه وو. افغانستان میلمستون دی. میلمه شپه تیره وي، حجره…
له تور چوړي نیولی تر سحرایی عربه او بیا تر سور روسه او له هغه بیا تر سپین امریکایی، ټول دلته په خر مستی راځي.
خبره به نه اوږده وو، را لنډه به یی کړو. پرون دورځی په جریان کی چا ویل چی چاودنه شوی، بیا انفجاري، او انتحاری راغلی. نن سبا خو مونږ هسی ورسره عادت شوي یو. که چیری کومه اونی چاودنه ونه شي نو بیا وایو چی چاودنه ونه شوه، یو ډول پوښتنی را ولاړیږي.
خو طالب جان او رفیقان مو بیا هسی نه پریږدی. حتمی یو څه پیښیږي.
داځل ځوان ددفاع وزارت ته ننوتلی وو. عجوبه خو لا دادی قرار داوریدلو، ګناه یی په راوي چی ځوان په کور ډیپلوماټ (سی.ډی) لمبر پلیټ کی وزارت ته ننوتلی وو. ځوان نه ځوانانو امریکایی یونیفورم په تن وو چی رسنی پری لا تراوسه خبری ندي. شمشاد خو یی هسی هم پر شا تنبولی وو. شمشاد را نمانین. دښمنی یی له شمشاد سره نه دی، خبره بله دی. شمشاد بیا د طالب په ژبه دی، شمشاد د ولسمشر په ژبه دی!!! شمشاد د خاموش، ویده اکثریت په ژبه دی!!!
اوس به وګورو چی شمشاد له ځانه څومره دفاع کولای شي؟ هیڅ خبره هم نه دی!!! مونږ دورځی داسی ډیر توهنیږو.
وطن څخه دفاع مونږ ته او له دنیا او ازادی څخه خوند اخیستل دوی ته پاتی دي.
مونږ اوس هم فاشیستان یو او دوی اوس هم ملی ګرا.
داسی هم ویل کیږي چی په وزارت دفاع کی کومه چاودنه نه دی شوی. یواځی ګولی چلیدلي. دویم منزل ته ځوانان ختلی او بیا ددفاع وزارت کوم غټ خیټی لوړ پوړی چارواکی ځان له دویم پوړه را کولي کړی.
کاش چی ملا یی ماته وي ددی پرځای چی غیږه ورکړي او یا هم متقابل اقدام وکړي، فرار ته یی په قرار ترجیح ورکړی.
پرون چی له دفتره د پوهنتون په لور روان وم، په پل ارتل کی ښه پخه لاره بنده وه. ما ویل چی بیا به کوم چارواکی تیریږي. خو امبولانسونه تیر شول. له ابن سینا راووتل. کیدای شي د ددفاع وزارت کوم غټ خیټی به وو. ځکه چی ټول لنډکروزرونه وو، او فوځی رنګ یی درلود. دوی خو په ژوند او مرګ دواړو کی خلک ځورولی دي.
بی بی سی له ملا متقی د عبدالحق د اعدام په اړه پوښتلی وو، نو هغه ورته ویلی وو چی ځکه مو له منځه ویوړ چی ډالر ورسره وو. نو پسرلی ایمل ورڅخه وپوښتل چی ډالر به خو له تاسو او یا به له خلکو سره هم وي. ده ورته وفرمایل چی له هرچا سره طیاری نه وي. ملایان بلاوو. ښه تیز وو. له ژورنالیستانو یی هم لاره ورکه کړی وه.
کانکریټ څوک نشی ساتلی:
وزارت دفاع کانکریټی دیوالونه له ځانه تاو کړي، برجونو کی پیره دار هم لري. تلاشي سیسټم یی هم له نورو اورګانونو ښه او مظبوط دی خو بیا هم دا پیښه وشوه. ما په ښوونځی کی لوستلی وو چی احمدشاه بابا غوښتل چی له کندهاره او یا نه پوهیږم له نوی ښاره دیوال تاو کړي ترڅو ددښمنانو مخه پری ونیسی خو مور یی نازو انا ورته فرمایلی ول چی دا نور به څه کوي؟
زمونږ وزارت داخله د ښار تر ټولو مهم واټ بند کړی، له ځانه یی څو دیوالونه تاو کړي خو بیا هم محفوظ نه دی. ښه بیلګه یی دا د پرون پیښه دی.
طالب که چیری خدایی تندر هم را وغورځیږي، ذمه یی پخپله غاړه اخلي. دلته کیدای شي د ناټو د پرتو ځواکونو ترمنځ هم په پراخه پیمانه درزونه او اختلافونه وجود ولري.
کیدای شي چی باندنی استخبارت به هم پکی لاس لري. ښه دی که بد دی خو ددفاع وزیر بچ شو. کنه دا به یوه بله شرمنده ګی وه.
هسی خو هم ښه نوم نه لرو. دا به یوه بله بدنامی وای.
غټ خیټی وزیر وردګ ورک دی. اوس هم استعفی نه ورکوي. بیا هم وایی چی چریکی جګړه سخته دی. هلکه تاسو ته څه شی اسان دي؟ کومه بله توره مو کړی چی بیا دا درته دُشواره ښکاري؟
طالب زیاتیږي او لا پیاوړی کیږي:
طالب سره لس کلنی جګړی، طالب ورک نه، لا پیاوړی کړ. طالب به د خپل امارت پرمهال دومره نه وي ځلیدلی لکه چی اوس وځلید. نړیوالی او کورنی رسنی یی دومره په شدُومد نوم اخلی چی پوښتنه یی مه کوه. طالب اوس ویل کیږي چی تر دیرش زرو پوری یی تعداد رسیږي.
ښه ټریننګ اخلي. طالبان اوس خو دساینس پوهانو په ډله کی راځي ځکه چی له سری (سونا یوریا) هم بم جوړوی شي. که جګړی لږ نور هم دوام وکړ، د طالب اردو لا زیاته بوله. او اتوم ته یی لاس رسی هم لری ندی. مخکی به یی ولسوالان او والیان ټارګټول، خو ددی نه پس یی په دا نورو پسی اخیستي.
داچی د ټلوالی مشران، چی ددوی اصلی تروپر هم دي ولی تری هیر دي، نو موږ دی خدای (ج) له شیطانی وساتي. دوی خو هسی دا دیموکراتان چی له ببو هم ډاریږي په نښه کړي، دوی خو هسی بچه های شیر و پراټه است، نور خو…
نه د خبرو صلاحیت او نه هم د جګړی وړتیا:
ډبل عبدالله وایی چی کرزی طالبانو ته ولی ورونه وایی. هلکه ته ووایه چی د حل لاره څه دی؟ که له طالبانو سره خبری نه کوی نو بل د حل لاره څه دی؟ ستاسو د جګړی وړتیا مو هم لیدلی. تاسو یی هم د پنجشیر په سوړه منډلی واست. ستاسو ماسټر ماینډ هم سرف ډاټسنو په … کړ. ۴۶ او یا کم و زیات ملکونه هم پدی ونه توانیدل چی جګړی ته دی د پای ټکی کیږدي.
ځینی مدنی ټولنی هم د طالبانو سره خبری رده وي. وایی چی د کرزی ډله او ټیم باید له طالب سره خبری ونه کړي. نو څه به کوي؟
بله خوا ګورو چی د سولی لپاره نوم نهاده ډله هم هغسی نه دی چی هیله او توقع تری وشي. هسی څو شرمیدلی کسان پکی راټول دی چی کاری او سیاسی سابقه یی ټولو ته مالومه دی.
امین وقاد د شمشتو د پروژی د کمپ جومات او داوبو چای عمیق د فرزانی په میړه داورخان باندی پلورلی وو، کله چی خلک پوښتنی وقاد امین ته ورغلی ول چی سړیه څه دی وکړل، نو جناب ګویان شوی وو چی جومات په خپل ځای او چای عمیق په خپل ځای دی.
دننګرهار داسلامی پوهنتون د ریاست خاطره یی ټولو ته یاد دی. همداسی بیا دا نور در واخله. مولوی عطاالله چی زمونږ ګاونډ او زمونږ د مشکوة شریف استاد هم وو، خو کله یی چی کډه کابل ته راته، کور یی زما ماما واخیست، د کور خالی کولو پرمهال یی له کوره پتلونونه، او تلویزیون ووت. زه دا نه وایم چی بد دي. خو خبره دادی چی کوم څه ده او دده تنظیم ویل یو له بل سره تفاوت درلود. لما تقولون مالا تفعلون؟ دین د غریب لپاره چاړه چی باید په خیټه یی ومنډل شي او ددوی لپاره چاقو چی ګازری پری وخوري.
هزاره هم خدا دارد. هسی خو هم وایاست چی حساب کتاب ورځ شته، ګورو به. له مشر ملا، له حکمتیار، له ربانی پروفیسوره له دی ټولو دی وپوښتل شي، چی کوم ځوی یی شهید ورکړی؟
اوسنی امن جرګی هسی ګپ شپ دی. نوی کاري پروژه دی چی هیڅ نتیجه به ورنه کړي.
فرمایشی تسلیمی یی پیل کړي. په هر والی یی جبری کړی چی یو فلمی کلِف جوړ کړه چی وښیی څو نفره ببر سري، او خیرن حکومت ته تسلیم شول. کله په لغمان کی والی ۱۸ نفرو ته لونګی تړي، کله په کندهار کی څو نفره چی مخونه یی پټ دي، حکومت ته د تسلیمۍ په مراسمو کی شریکیږي.
خپل دوست ته چی نوم یی نه اخلم ځکه چی حکومتی … دی ویل چی راځه چیری په سروبی کی کوم د سبزی موټر وولو، کوم غریب له پښی ځوړند کړو، ګوندی که حکومت د خبرو وړاندیز وکړي او کوم ګلالی وزارت مو په برخه شي. خو دیی وایی چی ګیر نه شو او حکومت کریډټ را باندی وانه خلي چی کومه لویه حکومت مخالفه ډله مو ونیوله.