کور / تازه خبرونه / درې تنه ځانوژونکي خبريالانو ته وښودل سول

درې تنه ځانوژونکي خبريالانو ته وښودل سول

تېره ورځ تر غرمې وروسته کندهار والي او د درېيم سرحدي زون قوماندان هغه درې ځانوژونکي بريدکوونکي خبريالانو ته وښودل چي په سپين بولدک ولسوالۍ کي نيول سوي ول . کندهار والي وويل چي ياد درې تنه چي عمرونه يې د ١٨ يا ١٩ کلو په شاوخوا کي دي تېره ورځ د سرحدي پوليسو د خوا ونيول سول چي د ډيورينډ کرښي هاخوا د چمن ښار ګوټي څخه را اوښتل . نوموړي وويل چي په يادو درې تنو کي دوه پاکستانيان دي او يو د کندهار د ولسواليو څخه دئ .
ځانوژونکو بريد کوونکو منلې چي د کرښي هاخوا يې زده کړه کړې او په دې خوا يې غوښته چي ځانوژونکي بريدونه ترسره کړي .