د لوی خدای ج په نامه
٣٢ کاله وړاندې د ١٣٥٨ لمريز هجري کال د وري (حمل) د مياشتې په ٣١ مه نېټه، چې د ١٩٧٨ ز کال د اپريل د مياشتې د ٢٠ مې نېټې سره سمون خوري د کونړ د مرکز په اسعداباد پورې اړونده د کرالې کلی، چې د شهيدانو د کلي په نوم يادېږي، د سهار د نمانځه نه پس په داسې حال کې چې کوچنيان لا په خواږه خوب ويده ول، کلې د هغه مهال د تش په نامه دموکراتيک خو، په اصل کې د ظالم، مستبد، ديکتاتور او د افغان ولس د اسلامي او ملي ارزښتونو ضد رژيم د ٤٤٤ کوماندو او ٦٩ غونډ افسرانو او سر تيرو له خوا چې د کوماندو قوتونه د صادق عالميار او د ٦٩ غونډ قوتونه د قوماندان عبدالحق رهبري کول کلابند شو.
دوۍ لومړی د کلي په بهر پرتو کلاګانو او کورونو د ټانکونو او نورو سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې او بيا يې په کورونو يرغل وروړ. د کورونو نارينه اوسېدونکي، بوډاګان، ناروغان، ځوانان او تنکي ځوانان يې د خپلو ښځو او کوچنيانو په وړاندې په ډيره بې رحمۍ او وحشت سره په شهادت ورسول، وروسته يې د کلي نور نارينه اوسېدونکي چې شمير يې د زرو (١٠٠٠) څخه زيات وو د ختيځ زون د مسؤل صاحب جان صحرايي چې وروسته يې د داړونکي او وحشي ځناور نوم وګاټه د ننګرهار د والي او د ختيځ زون د فوځي قوماندان بهرام الدين د کتنې، خبرو اترو او سوله ايز لاريون ترسره کولو په پلمه په دوو ځايونو کې سره راټول کړل او بې له کوم جرم د اثبات او پوښتنې څخه يې په ډله ايزه توګه په ډيره ظالمانه او نا انساني بڼه په شهادت ورسول او په داسې حال کې يې د بلدوزرو په وسيله چې ګڼ شمير يې لا ژوندي ول تر خاورو لاندې کړل. د يادو شهيدانو څلی په ياد کلي کې موجود دی او د تل لپاره به د وخت د ظالم او مستبد رژيم د ظلمونو او جنايتونو يادونه ساتي.
ددې دردونکې پيښې څخه وروسته د کونړ او باجوړ د ماموندو او سالارزيو ددرې سوه څخه زيات سپين روبي، عالمان او پوهان د جرګې په شکل د هغه وخت دولتي او ګوندي مشر نور محمد تره کي سره د هغه وخت د خلکو په کور (ارګ) کې ليدنه کتنه تر سره کړه. د جرګې ګډونوالو په يو ه غږ سره ددغه غمناکې پېښې د عاملينو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه. ددولت او ګوند مشر د جرګې سره د پېښې د عاملينو د محاکمې او په سزا رسولو وعده وکړه او د اکسا مشر اسدالله سروري ته د پېښې د تحقيق او څېړلو لارښوونه وشوه. خو، په ډيره خواشينۍ سره بايد يادونه وشي چې مياشتې تيرې شوې لکن نه پېښه وڅېړل شوه او نه يې عاملين په سزا ورسول شول. بلکې يوه ورځ د کونړ د جرګې يو ګډونوال ته چې په دغه پيښه کې يې ګڼ شمېر نژدې خپلوان له لاسه ورکړي ول د يو وزير او د ګوند د تشکيلاتو د مسؤل له خوا د يو بل کونړي سره يوځای چې د پوليتخنيک استاد و خپل دفتر ته وغوښتل ، وزير د جرګې ګډونوال ته وويل:
ته ما ددې لپاره دلته راغوښتلي يې چې د ملګري امين پيغام تاته دروسوم. امين ما ته وويل چې فلاني ته ووايه! چې تر څو چې امين ژوندی وي د کرالې د پېښې عاملين څوک محاکمه کولای نه شي. هسې بې ځايه هلې ځلې مه کوه خپل سره به په کې وخورې. بيا د لاسپوڅي ببرک کارمل په واکمنۍ کې په خپله د ببرک کارمل څخه هم څو څو ځله د نوموړو جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وشوه. په پايله کې ببرک کارمل يو عارض ته په ځواب کې وويل: اشخاصيکه مرتکب اين جنايت ګرديده اند، چون آنها به استخبارات برادر بزرګ يا کا جې بې اتحاد شوروي ارتباط دارند، ما نميتوانيم که اشخاص متذکره را محاکمه نماييم، در مورد معذرت ما را بپذيريد.
همداشان په افغانستان باندې د غربي تش په نامه د انساني حقوقو د ساتنو ډنډوره چيانو په افغانستان باندې د فوځي يرغل چې خپل لاسپوڅي د شمالي ټلوالی د جنايتکارانو سره يوځای د واک په ګدۍ کښېنول نو، د کرالې د کلي د هيرو شوو شهيدانو پاتې کسانو د کورنيو سره دا هيله راپيدا شوه چې کيدای شي اوس زمونږ د شهيدانو پوښتنه وشي او ځينې عاملين لکه سپين جان لالهند، نور رحمن او ځينې نور کسان چې د افغانستان په دننه کې دي ژر تر ژر محاکمه او د خپلو کړنو په سزا ورسوي او دپيښې اصلي عاملين لکه صادق عالميار او قوماندان عبدالحق چې يو يې په هالنډ او بل يې په يو سکاندناويايې هېواد کې استوګنه لري د نړيوالو يوليسو (انترپول) په مرسته افغانستان ته راواستول شي چې دلته به د خپلو ناوړه عملونو په سزا ورسيږي، ځکه ددوۍ د څرګند جنايت په هکله له پخوا څخه اسنادو او شواهدو شتون درلود او هم د افغانستان د بشري حقونو د ساتنې کميسيون او نورو مدني ټولنو او سازمانونو پوره اسناد راجمع کړي دي، لکن تر اوسه پورې څه عملي اقدام نه دی شوی. د شهيدانو پاتې کسانو بيا بيا په ډله ايزه توګه هر کال ددې شهيدانو د تلين د نمانځلو په غونډه کې په يوه اواز په دولت او نړيواله ټولنه غږ کوي تر څو ددې لوی جنايت عاملين د محاکمې ميز ته راکش کړي، ولې تر اوسه پرې ټولو غوږونه کاڼه کړي.
زه يوه بله خبر ه د يادولو وړ بولم او هغه دا چې هغو کسانو چې د دولتي او ګوندي چارواکو په لارښوونه په غير مستقيمه توګه ددې جنايت په تر سره کولو کې برخه اخيستې او په پيښه کې د شهادت په منظور ترې پوښتنې شوي دي. نوموړو بې ايمانو د حقايقو د څرګندولو څخه ډه ډه کړې. زه دغه کسانو ته وايم چې الله پاک فرمايي: لعنت دې وي په درواغژنو.
په پای کې د افغان دولت، د افغانستان په دننه او د افغانستان څخه بهر ميشتو افغانانو ته غږ کوم تر څو د کرالې د شهيدانو د عاملينو د محاکمه کولو په هکله په ګډه هلې ځلې وکړي تر څو جنايتکاران د خپلو ناوړه عملونو په سزا ورسول شي چې نورو ته پند او دوۍ ته عبرت شي.