دامريكادمتحده ايالاتوسفيرپه كندهاركې اعلان وكړچې دسخت دريځوځالي له افغانستان څخه دباندي دي .
داخبرديوه لوړرتبه امريكايې چارواكې له خولي څخه نوې ده ،خوافغان چارواكوپه تكرارسره ويلي چې دتروريزم ضدجگړه دي هغوځايونوته وغځول سي چې اصلي مركزونه يې گڼل كېږي .
دامريكاسفيركارل ايكن بيري په لمړي ځل په كندهاركې وويل چې دسخت دريځواوورانكاروډلوپټن ځايونه له افغانستان څخه بهردي ،خوپه مشخص ډول يې دكوم هيواد نوم يادنكړ.
داهغه خبره ده چې جمهورريس حامدكرزي په وارو واروكړې ،اوپه وړاندي يې دجدي مبارزې غوښتنه هم كړې .
خوداخبراوس خپله دامريكاسفيركوي اووايې چې هيواديې ژمن دى چې له افغان حكومت سره به په متحدډول ددې ستونزي په حل كې اوږه پراوږه كاركوي .
(دسخت دريځواووارنكاروځالي په افغانستان كې ندي ،بلكي داله افغانستان څخه بهردي ،موږله افغان حكومت سره په گډه كاركوو چې داستونزه حل سي ،اوپدې ملك كې ثبات اوامنيت رامنځ ته سي )
نوموړي په ورته وخت كې دسولي له عالي شوراسره دخپل هيواد دپنځوس ميليونه ډالرودمرستې يادونه هم وكړل .
ده وويل چې په افغانستان كې دسولي دپروسې ملاتړكوي اوپدې لاركې به خپلومرستوته پراختيا وركړي .