کور / علمي / د پوځي اډو د جوړولو اړتیا او د هغو موخې

د پوځي اډو د جوړولو اړتیا او د هغو موخې

ددې ليکني لومړۍ برخه له دې ځايه لوستلای سی


۲ ــ پوځ د نړیوالېدو تضمینونکی:


زه د جان ادامز په څیر ریښتنی باور لرم، چې بانکي
تأسیسات، تر شته پوځي ځواکونو گواښمن دي.
جفرسون


نړیوالو ته روښانه ده، چې په اوسنیو شرایطو کې له پوځي پلوه د متحدو ایالتونو دولت یو ترټولو ټاکونکی لوبغاړی ګڼل کېږي. د جورج بوش د ادارې سلا کار پوهاند توماس بارنت Thomas Barnett په خپل یوه کنفرانس کې، چې عنوان یې”د پنتاگون نوې نړیواله نقشه” و، د متحدو ایالتونو د پوځي یرغل لامَلونو ته په روښانه ټکو نغوته کړې ده. نوموړی په خپله لیکنه کې، چې د کنفرانس ګډون کونکو ته وړاندې شوه، نړۍ په دوو برخو ویشي:


 ــ کارندویه برخه یا په بله وینا د نړۍ زړی „Kern“ (Core)  او


 ــ نېمگړې یا ستونزمنه برخه، یا په بله وینا تشه „Lücke“ (Gap) . بارنت وایي، دغه جگړې چې د زړي یا کارندویې برخې څخه بهر روانې دي، د هغو لړۍ به همداسي دوام ولري. بارنت زیاتوي: ” … که موږ له سړې جگړې څخه وروسته، د متحدو ایالتونو پوځي یرغلونو ته پام وکړو، دا ترلاسه کوو چې د دغو پوځي عملیاتو تر ټولو زیات تمرکز د نړۍ پر هغو سیمو دی، چې دوی د نړیوالېدو د مخ په ودې زړي په وړاندې خنډونه رامنځته او هغه ردوي او دا د کارېبېک، څه نا څه د افریقا ټوله وچه، منځنی ختیځ او د سویل ختیزې اسیا سیمې دي. په دغو سیمو کې د نړۍ (…) څه نا څه دوه ملیارده وگړي ژوند کوي. که موږ د دغو پوځي یرغلونو ترمنځ یوه سره کرښه راکښ کړو، د هغوی غوڅ اکثریت په نېمگړو یا ستونزمنو سیمو„Lücke“ کې تر سره کېږي”(۱). د نړۍ دغه ویش په ښو او بدو، قهرجنو او مهربانو او متمدنو او غیر متمدنو، په خپله د نړیوالېدو او پوځي تیریو ترمنځ اړیکي په ښه توگه روښانه کوي. که څه هم نړیوالېدل له لغوي پلوه د نړیوالو اړیکو د زیاتوالي په مانا دي، خو دغه اصطلاح په دې وروستیو کلونو کې د نوو لیبرالانو په اقتصادي کړنلارې بدله شوې او د هغې د پلي کولو موخه د نړیوال اقتصادي نظم د جوړښت بدلون دی. د متحدو ایالتونو د پخوانی دولت د سلاکار، پوهاند برانت Barnett په اند: ” که یو هیواد د نړیوالېدو په وړاندې خنډ رامنځته او یا د مخ په ودې نړیوالېدو زیات محتویات رد کړي، د هغه دغه کړه وړه د دې احتمال زیاتوي، چې د نظم د رامنځته کولو او د گواښ د له منځه وړلو لپاره، متحده ایالتونه بالاخره خپل پوځیان هلته ور ولیږي. برعکس که یو هیواد په ټولیزه توگه د نړیوالېدو په اډانه کې خپل کړه وړه تر سره کړي، نو واشنگټن دې ته اړ نه دی، چې د نظم د رامنځته کولو په موخه خپل پوځ هلته واستوي”(۲). د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست له دا ډول جگړه ییزې طرحې څخه نه یوازې جمهوري غوښتونکو، بلکې دیموکراتانو هم ملاتړ کړی دی. د بیلگې په توگه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین البرایت د سلاکار، توماس ل. فرېدمن Thomas L. Friedman په اند: ” د بازار ناڅرگند (نامرئی) لاس به هیڅکله بې له یوه ناڅرگنده ځواکه عمل تر سره نه کړی او همدغه ناڅرگند ځواک دی، چې نړۍ یې د متحدو ایالتونو د کمپوتري تکنالوژې د سیمې (Silicon-Valley Technologien) لپاره ډاډمنه کړې ده، دغه ناڅرگند ځواک د متحدو ایالتونو د هوایي، زمکني او سمندري ځواک، په مانا دی” (۳) او یا د نوموړي په اند: “مک دونالدز McDonald’s نه شي کولی، پرته له مک دونل دوگلاس McDonell Douglas  [د متحدو ایالتونو د جگړه ییزو وسایلو، د نورو ترڅنگ الوتکو، لارښود توغنديو … او ملکي الوتکو تولیدونکې کنسرنې: لیکوال] څخه وده وکړي” (۴).


سربیره پر متحدو ایالتونو، نوی رامنځته شوی ځواک، اروپایي ټولنه، هم په دې هڅه کې ده، چې په نړیوال ډگر کې د نوي لیبرال امپریالیزم په ټینگښت سره، خپل اغیز ته پراختیا ورکړي. که څه هم اروپایي ټولنه په پوځي ډگر کې لا له پنتاگون سره د سیالۍ جوګه نه ده، خو سره د هغه هم باید د هغې غوښتنو او هاند و هڅو ته په ټیټ نظر و نه کتل شي. ځکه د دغې ټولنې غوښتنې د ساری په توگه ازاده سوداگرې، د ټولو هیوادونو انسجام په نړیوال اقتصاد کې … او داسي نور د هغې د بهرني سیاست په کړنلاره کې په روښانه توگه په ګوته شوې دي. سربیره پر دې د ټولنې په دفاعي ــ سیاسي دکترینو کې تسلیحاتي پروگرام او د یرغلیز ځواک جوړولو ته هم نغوته شوې ده. د اروپایي ټولنې د اساسي قانون په طرحه کې په دې باب راغلي: ” د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه ځان مکلف گڼي، چې خپله پوځي ځواکمنتیا په پر له پسې ټوگه غښتلې کړي”(۵). باید یادونه وشي، چې د سړې جگړې په ترڅ کې اروپایي گډ بازار او د هغه ځای ناستې، اروپایي ټولنه یو سیاسي ــ اقتصادي ځواک گڼل کیده. خو د عراق د جگړې په بهیر او له هغې وروسته په تیره د ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د ټولنې د غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو پر یوه گډ پوځي سیاست هوکړه وکړه. دوی یوه گډه امنیتي ستراتیژې،” په یوې ښې نړۍ کې ډاډمنه اروپا” ، چې په ډیرو برخو کې د متحدو ایالتونو له هغې سره ورته والي لري، تصویب کړه. د هغې په یوې برخه کې راغلي:” یوه ډله هیوادونه شته، چې نړیوالې ټولنې ته یې شا کړې ده. ځینو نورو ځان گوښه کړي او ځیني نور نړیوال نورمونه په کلکه ردوي. موږ په دې هیله یو، چې دا ډول هیوادونه بیرته نړیوالې ټولنې ته مخه کړي او اروپایي ټولنه چمتو ده، په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي. خو هغه هیوادونه چې دې کار ته چمتو نه دي، باید ورته روښانه وی، چې دوی ته به دغه چلند په ډیره لوړه بیه تمام شي” ‎(۶).


له پورتنې ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې د شمالی اتلانتیک د دواړو غاړو د سترو ځواکونو، متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې د نړیوالېدو سیاست، د نولسمې او شلمې پیړیو ښکېلاکګر (استعماري) هغه ته ورته دی. سیسېل رودس Cecil Rhodes د نولسمې پیړۍ د واکمن نظام د سیاست په باب په روښانه توگه وایي: ” که کورنۍ جگړه نه غواړئ، باید تاسو امپریالیست شي”(۷). خو په یوویشتمه پیړۍ کې بیا د سترو ځواکونو، متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې بنسټیزه غوښتنه د نړۍ له هیوادونه څخه دا ده، چې باید پرته له ولې او څنگه نوي لیبرالیزم ته غاړه کېږدي. په دې باب یورگین واگنر لیکی:”یوازې یوه رښتیا (حقیقت) شته او هغه د امریکا د متحدو ایالتونو رښتیا ده. د ټولنیز او سیاسي جوړښت الترناتیف ماډلونه نه یوازې له اخلاقي پلوه ناسم دي، بلکې د راتلونکې ودې لپاره نابشپړ بنسټ هم ګڼل کېږي. … دولتونو او ټولنو ته دا حق نه دی ور په برخه، چې له لیبرالیزم څخه سرغړونه وکړي. په حقیقت کې دولتونو ته اخلاقي مسؤلیت ور په غاړه دی، چې نه یوازې په خپله لیبرالیزم د عمل په ډگر کې پلی کړي، بلکې خپل گاونډیان [هم] د هغه پلي کولو ته اړ باسي” (۸). د پرمختیایي او مخ په ودې هیوادونو لپاره د نوي لیبرالیزم پلي کول او یا له هغه څخه سرغړونه، دواړه د جگړې په مانا دي. د سرغړونې په صورت کې تورن هیواد، د سترو ځواکونو له خوا په دغې یا هغې پلمه په نیغه تر پوځي یرغل لاندې نیول کېږي (وسله واله جگړه). خو که کوم هیواد د نوي لیبرالیزم د پلي کولو په لټه کې وي، نو باید د نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق تر څارنې لاندې د خپل اقتصادي نظام په جوړښت کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي. یانې د نړیوالې پانگې، کالیو او خدماتي چارو ازاد بهیر او راکړې ورکړې ته لاره هواره، ټولنیزې خدماتي څانگې لکه ښوونه او روزنه، طبي خدمات، اوبه او بریښنا او ترانسپورتي چارې … او داسي نورې عام المنفعه هغه ټولې خصوصي کړي (اقتصادي جگړه). په لنډه توگه لویدیځ، تر ټولو دمخه واشنگټن هاند و هڅه کوي، چې نړیوالېدل او نوي لیبرال نړیوال نظم ان د پوځ په مرسته پر نورو ومني. د سیبروفسکی Cebrowski د لید له مخې: “په ډیرو ملتونه کې نړیوالېدل له هیلو سره سم پلي کېږي. دا هغه دولتونه دي، چې د نړیوالېدو قواعدو ته غاړه ږدي. … [خو] که څوک د نړیوالېدو په وړاندې مبارزه کوي او اصول یې ردوي، ښایي هغه د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت پام ځانته ورواړوي او له عکس العمل سره یې مخامخ شي. په دا ډول هیواد کې باید د متحدو ایالتونو پوځ د سرپرست په توگه د نړیوالېدو د رښتیني پلي کونکي دنده په غاړه واخلي”(۹). که په روښانه توگه وویل شي، د متحدو ایالتونو پوځ باید د نوي لیبرالیزم د فرمول پر بنسټ، ولسواکۍ او ازاد بازار او د نړیوالېدو قواعدو ته لاره پرانیزي. د همدې لامَل پر بنسټ د شمالی اتلانتیک د دواړو غاړو سترو ځواکونو، متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې همدې اړتیا ته په پاملرنې سره، د خپلو ځواکونو په جوړښت کې بدلون راوستی دی. د ناتو د سازمان د لوی قومندان، جیمز جانز James Jones  په اند: ” مسأله دا نه ده، چې یو هیواد څومره پوځ لري، بلکې [مهمه دا ده چې] له هغه څخه په څه ډول گټه ترلاسه کېږي” (۱۰). د لویدیزې نړۍ په تیره د پنتاگون پوځ هم باید تل دې ته چمتو وي، چې له اړتیا سره سم، په نېمگړو یا ستونزمنو سیمو„Lücke“ کې هر وخت په چټکه توگه پوځي عملیات تر سره کړي شي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړینه بریښي، په راتلونکې کې زیات شمېر وړې پوځي اډې „lily pads“ جوړې شي. د لویدیزې نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ متحده ایالتونه د نړۍ یوازینی هیواد دی، چې خپل وسله وال ځواک، جگړه ییز تجهیزات او وسایل او همدارنگه اټومي وسلې یې په نورو هیوادونو کې ځای په ځای کړي دي. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته او د سړې جگړې په ترڅ کې، واشنگټن د پوځي اډو یوه لړۍ، چې له جاپان، سویلي کوریا، گوام Guam، تایوان، فلېپېن، تایلند، استرالیا، دیگوگارسېاDiego Garcia، سعودي عربستان، اوتوپیا، ترکیه، یونان، پرتگال، ایتالیا، د المان فدرالي جمهوریت او بریتانیا څخه نیولي بیا تر ایسلند پورې رسي، رامنځته کړي دي. د سړې جگړې په ترڅ کې ۱۹۵۰ ــ ۱۹۹۰ مهربان حاکم، متحدو ایالتونو، ادعا کوله، چې دغه پوځي اډې د ځان، ټلوالې، ولسواکۍ او د ازاد بازار د دفاع په موخه جوړوي او د هغو بنسټیزه دنده د سیالې ایدیالوژۍ د سیاسي ــ اقتصادي کړو وړو محدودول دي. خو کله چې شوروی اتحاد دړې وړې شو، امریکایانو د رامنځته شوو پوځي اډو د پایته کېدو او ان د نوو رامنځته کېدونکو هغو لپاره باید نوي لامَلونه او پلمې موندلې وای. دا پلمه هم وموندل شوه او هغه “د ناڅرگند ځواک، “ترهگرۍ” په وړاندې مبارزه ده. د دغې پلمې لومړی قربانی هیواد، افغانستان و. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې د حیرانونکې پیښې په پیښدو سره، د نړیوالې ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره، نړیواله ټلواله رامنځته او ورسره جوخت د ملگرو ملتونو د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پریکړه لیکونو له مخې د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان (ناتو) له خوا پر افغانستان یرغل او هغه ونیول شو. له افغانستان څخه وروسته عراق د اتومي وسلو د لرلو په پلمه د ملگرو ملتونو له بارولیک څخه پرته د بریتانیا او پنتاگون له خوا تر پوځي یرغل لاندې راغی او ونیول شو. دا ټول د یوې اوږد مودیزې ستراتیژۍ له مخې تر سره کېږي او هغه د متحدو ایالتونو دولت د خپلې ستراتیژۍ په کړنلاره کې په روښانه توگه طرح کړي دي: ” … د امریکا د متحدو ایالتونو موخه، پر نړۍ هر اړخیز پوځی برلاسې ده. که دغه هیواد وغواړي د نړۍ په هره سیمه کې جگړه په لاره واچوي، … نو اړینه بریښي، چې د هغې په هره برخه کې پوځي اډې رامنځته کړي” (۱۱).


د دغو اډو په ډله کې یو ډول یې مرکزي لوژیستکي اډې لکه په المان کې رامشتاین Ramstein او شپنگدالم  Spangdahlem، په اسپانیې کې روتا Rota، او په جاپان کې اوکېناوا Okinawa دي. خو له دغو ستر اډو سربیره کوچنې پوځي هغه “lily pads” ، چې له هغو څخه په جگړه ییز حالت کې د ټوپ د تختې Sprungbrett په توگه گټه اخیستل کېږي، هم رامنځته کړې دي. په لنډه توگه ویلي شو، چې پر نړۍ د هر اړخیزې پوځی هژمونۍ لپاره متحدو ایالتونو نړۍ په شپږو سمیه ییزو پوځي زونونو ویشلې، چې د هر زون قومنده د یوه امریکایی قوماندان په لاس کې ده.
نور بیا


اخځایونه:
1- Haydt, Claudia: Globalisierung und Krieg, sehen in:
http://www.rootcauses.de/actvs/Haydt_GlobKrieg-de.pdf
2- Ebenda
3-Wagner, Jürgen / Seifert, Andreas: Die neue Nato-Strategie, Informationsstelle Militarisierung, Tübingen, S. 2
4- Haydt, Claudia: Globalisierung und Krieg, sehen in:
http://www.rootcauses.de/actvs/Haydt_GlobKrieg-de.pdf
5- http://www.imi-online.de/download/EU-Flyer.pdf
6- Solana, Javier: Ein Sicheres Europa in einer besseren Welt, Europäischer Rat, Thessaloniki, 20/06/2003, S. 10, sehen in: http://eurodefense.de/pdf/Solana-EU-Strategie.pdf
7- Mahnkopf, Birgit /Altvater, Elmar: Die EU eine imperiale Großmacht? sehen in:
http://attacberlin.de/uploads/media/mahnkopf_altvater_EU_grossmacht.pdf
8- Wagner, Jürgen: Neoliberale Geopolitik Transatlantische Konzepte einer militärischen Absicherung der Globalisierung, sehen in: http://www.ippnw.de/commonFiles/pdfs/Frieden/Juergen_Wagner.pdf
۹ ــ هماغه اثر،
۱۰ ــ هماغه اثر،
11- Richter, Hans-Peter: Weltweites Netz von Militärstützpunkten garantiert ständigen Krieg, sehen in: http://www.deutscher-friedensrat.de/pdf/MBweltweit.pdf