:د مځکي او اسمانونو د خاوند د پالني سترخان په خپل ټولي پرا ختیا سره د روزي رسونۍ د هر ډول ځانګړتیاوو څخه ډک دئ ، د کائناتو په ټولو اړخونو کي هر لوري او په هر ځاى کي غوړ ول سوئ دئ او د هغه څخه د کائناتو ذره ذره ګټه اخلي او ځان ورڅخه برخمن کوي . هره لحظه د هغه د پالني او ربو بیت نوى شان دئ او په حیرانوونکي ډول ټولو مخلوقاتو ته روزي او رزق ور کوي لکه څنګه چي الله جل جلاله د سوره هود په شپږم ايت کي فرمايلي دي .ژباړه : او د مځکي پر مخ هيڅ ساه لرونکى حرکت کونکى نسته ، چي دهغه روزي دي د الله پرذمه نه وي
الله( د انسان د ژوندانه د سمون په موخه ستر الهي لار ښود قران کريم ورته را استولى دئ ، چي د ژوندانه د ټولو لارو چارو لار ښووني پکښي نغښتي دي او له هر اړخه يې د الهي قانون په چوکاټ کي ورته د ژوند کولو طريقه ښودلې ده او د دې ، تر څنګ يې د هر کار په کولو سره د هغه کار د کولو لار ښووني هم ورته کړي دي ، د هغو د جملې څخه موږ دلته تر يو بريده د ژورناليزم پر موضوع باندي ږغېږو .
كه د قران عظيم الشان او نبوي ار شادا تو پاڼي راوا ړول سي نو د ژورنالېزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه پکښي ووينو ، چي د عمل په صورت كي به په يقين سره ژورنالېزم د انسانيت د سلامتۍ ، خوشالۍ ، پرمختګ او سو كالۍ لامل وګرځي .
په اسلام کي د ژورناليزم دنده ابلاغ يارسول دي ابلاغ د عربي ژبي يو لغات دئ ، چي له بلغ څخه اخستل سوئ دئ او معنى يې رسول دي او دې ته ورته نوري کلمې هم د بلغ له کلمې څخه جوړي سوي دي لکه: تبليغ ، مبلغ ، بلاغت ، بليغ او داسي نور …
د ابلاغ يادونه الله( په قران کريم کي هم کړې ده لکه فرمايي چي :
( يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) ( سورت المائده الاية ٦٧)
ژباړه : اې پيغمبره K ! پر تا چي د خپل رب د لوري کوم ( حکمتونه ) نازل سوي دي هغه و خلکو ته ورسوه.
او بل په ځاى کي بيا الله( فرمايي :
( وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ) (سورت يسن 17 )
ژباړه : د ښکاره پيغام د رسولو پرته پر موږ نور څه ذمه واري نسته .
او بل په ځاى کي بيا فرمايي : ( هَذَا بَلاَغٌ لِّلنَّاسِ) ( سورت ابراهم الاية ٥٢).
ژباړه : دا ( قران ) دخلکو له پاره يو لو ئ پيغام دئ .
او همدا رنګه د پيغمبرK يو مشهوره حديث دئ ، چي فر مايي : – بلغو عني ولواية .(بخاري )
ژباړه : زماله لوري يې ورسوئ که هغه يو ايت هم وي .
له پور تنيو مبارکو اياتونو او نبوي حديثو څخه معلومه سوه ، چي ابلاغ د ر سولو په معنا دئ . اودا څرګنده خبره ده چي د ژوندانه د ودي( ترقۍ )يوه برخه خبري کول جوړوي او د ژورناليزم معنا پکښي نغښتې ده ، ژورناليزم هغه وسيله ده ، چي د ژوندانه ډېري اړتياوي په پوره کېږي ، لکه څرنګه چي انسان خوراک او چيښاک ته اړتيا لري په همدې ډول انسانان اړتيالري ترڅو په خبر باندي پوهاوى ترلاسه کړي .
د دغي اړتيا د پوره کولو له پاره بايد په ټولنه کي يوه دا سي ډله وي ، چي د خلکو اړتيا وي پوره ، پر ښو يې امر او له بديو څخه يې را وګر ځوي .
و پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره ويلاى سو ، چي اسلامي ژورناليزم ، هغه علم دئ چي حق ته بلنه ورکوي او له ناوړو کارنو څخه منعه کوي او هغه څوک چي دا علم زده کوي او عمل په کوي ژورناليست بلل کيږي او شرط يي هم دا دئ ، چي د خپلو زده کړو د علم ټولو اصولو ته به احترام لري .
د صحافت او صحافي کلمه د عربي له صحيف څخه اخستل سوې ده خو زموږ په هيوادکي يې پر ځاى د انګليسي ژبي ژورناليزم او ژورناليست رواج موندلى دئ .
او د ژورناليزم يو دا سي کلمه ده ، چي په عربي کي صحافت ور ته وايي او په انګلسي کي ورته ژورناليزم وايل کېږي .
ژورناليزم په اسلام کي يو ځانګړى مقام لري او د ژوندانه يو ضروري او اړينه اړتيا هم بلل کېږي ،که د قران کريم ايتونو ته ځير سو ، او غور پکښي وکړو نو دا به راته څرګنده سي ، چي د اسلامي رسنۍ او ابلاغ پيلامه د ادم7 له پيدا يښت څخه سوې ده دا ځکه ، چي الله( و ادم 7 ته پر مځکه د شته ټو لو شيانو نومونه ور وښودل ، او پر مځکه يې خپل خليفه و ګرځوئ تر ادم7 وروسته ، چي د نبوت لړۍ پيل سوه نو هر پيغمبر د حق ، د رښتيا، او د دين د خپرولو دنده پر غاړه درلودل ، نو د دې دندي د تر سره کولو په لړکي يې ټولي رسنيزي لاري چاري لکه : ليک ، وينا ، او داسي نوري .. کارولي دي .
اسلام ، چي د ژورناليزم په اړه کوم نظر وړاندي کوي هغه له تاريخي ، اخلاقي ، او علمي پلوه ډېر غښتلي او قوي بنسټونه لري .
د ژورناليزم بنسټيزه موخه به امربالمعروف او نهي عن المنکر ، ولس ته تازه او رښتني خبرونه رسول ، د شخصي ژوند خوندي توب ، د پيښو په شنني سره عامه رايي ته لارښوونه ، د اخرت د خلاصون او بر ياليتوب له پاره هڅي ، هغه د خپل رښتين توب نه پټول ، د حق ، نصيحت او د صبر هڅونه ، د تېرى کونکو واکمنانو په وړاندي دي د حق وينا او د انصاف خبره کول ، په هيڅ قيمت د هغو د بدو ملا تړ نه کول ، د دوئ درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې ، چي په دې جهاد کي بايد له سر ښندني څخه هم ډ ډه و نه کړي .
ځکه چي الله( فرمايي :
وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿2﴾سوة المايده .
ژباړه : د نېکۍ په چارو کي يو دبل سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکي له چاسره مرسته مه کوئ د الله( څخه بېره کوئ ، بېشکه د الله( عذاب ډېر سخت دئ .
نو له دې څخه څرګنده سوه ، چي مؤ من ژورناليست هغه څوک دى ، چي د الله( او نبي کريمK په لار ښوونو عمل کوي ، خلکو ته د حالاتو ښه او حقيقي خبرونه وړاندي کوي او په دې توګه د تروږميو څخه د رو ښنايي و خواته د خلکو د تللو دنده سر ته رسوي .
دا په داس حال کي ، چي په قران کي و رڼا ته خبر ويل سوئ دئ .
يو ليکوال ليکي : روښنايي په حقيقت کي د خبر دوهم نوم دئ ، الله( ، چي د نبيانو 9 په وسيله موږ څه ډول له تياروڅخه را باسي او رڼا ته مو رسوي هغه د الله( وجود ، د هغه وحدانيت ، د هغه ټول صفات ، په اخيرت کي هغه ته وړاندي کېدل ، او بيا د جزا او سزا په ډول د جنت او دوږخ په اړوند خبر دئ ، چي و موږ ته يې په اړه خبر راکړي دئ .
نو په همدې توګه ژورناليست په ټولنه کي د يو معلم وظيفه پر غاړه لري ځکه الله( موږ ته په قران کي فرمايي :
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ . (سورة ال عمران الاية ١١٠) .
اې مسلمانانو ! تاسي بحترين ا مت ياست ، چي د خلکو ( د هدايت ) له پاره پيدا کړل سوي ياست ، و خلکو ته د نېکۍ حکم کوئ او د بديو څخه يې منع کوئ او پر الله ( باندي باور ولرئ .
د بديو په وړاندي جهاد کول د ايمان غوښتنه ده لکه څنګه ، چي رسول اللهK فرمايي : که څوک له تاسي څخه يو نا روا کار وکړي نو په لاس سره يې مخنيوى وکړي که دا وس مو نه وي نو په ژبه سره يې مخنيوى وکړئ ، او که دا هم نه سئ کولاى نو په زړه کي خو يې دغه کار بد وګڼئ او په زړه کي د ناروا کار بد ګڼل د ايمان تر ټولو ټيټه درجه ده .
که څه هم د پور تني ايت مفهوم عام دئ خو په ځانګړې توګه هغو کسانو ته پکښي اشاره سوې ده ، چي د چارو مسئولين ګڼل کېږي او د چارو واګي يې په لاس کي وي او د خلکو ږغ تر لوړو کسانو پوري ر سولاى سي ، چي په ننني عصر کي هغه کسان په خاصه توګه ژورناليستان دي ، چي ور ته د ټولني ترجمان او سترګي ويل کېږي .او د ولس ږغ لوړو اميرانو ته رسولاى سي .
په اسلام کي د ژورناليست دنده يوازي دا نه ده ، چي و ورځنيو پېښوته انعکاس ورکوي او د ټولني تر هر فرد پوري يې ور رسوي ، او يا د احتمالي پېښو د مخنيوي له پاره د دولت او ولس در وازې ور ټکوي . ترڅو دوئ پر وخت و دې ته متوجه کړي ، چي د پېښو مخنيوى وکړي .
بلکي دا وظيفه هم پر غاړه لري ، چي خلک له بديو څخه را وګر ځوي او پر ښو يې امر کړي.
ځکه ر سول اللهK په دې اړه فرمايي : تاسو د خپل ورور سره مرسته وکړئ ، که ظالم وي او که مظلوم ، که ظالم وي له ظلم څخه يې را وګرځوئ ، او که مظلوم وي د ظالم د ظلمه څخه يې د ژغورلو هڅه وکړئ .
او په بل ځاى کي بيا فرمايي :
تر ټولو غوره جهاد د ظالم حکمران په وړاندي د حق خبري کول دي ،که په دې لاره کي څوک مړسي نو هغه شهيد دئ ، د دې تر څنګ دا زموږ يو ايماني او وجداني وظيفه هم ده . ترڅو خلک پرښـو امر او له بدو څخه يې را ګرځوو .
د قران او احاديثو له مخي د ژورناليزم او نورو تبليغاتي و سايلو مسئوليت دا دئ ، چي د الله( د رضا د لاس ته راو ړلو له پاره او د مسلمانانو د نجات او برياليتوبونو په خاطر دي خلک د نېکۍ و خواته را و بولي ، د نصيحت او صبر لار ښوونه دي ورته وکړي ، د ظالمو مشرانو په وړاندي دي د حق او انصاف خبره وکړي ، او په هيڅ صورت کي دي د هغو د بديو تائيد او د هغو د رواغو تصديق نه کوي .
زموږ د زده کړي او د ننني عصر تقا ضا هم همداده چي ښه او بد وخپلو ځانونو ته روښانه کړو تر څو په تياروکي تندکونه ونه خورو او د خپل ژوندانه پر چاپېر يال د نور وړانګي خپرې کړو .
داسلامي ژورناليزم موخه هم د شر ختمول ، د حق اواز پورته کول ، او د مسلمانانو په منځ کي د مشرانو او کشرانو نيمګړتياوي ورپه کوته کول دي دا ځکه چي حضرت عمر> فرمايي : هغه څوک ، چي زموږ عيبونه را ښيي الله( دي پر ورحميږي .
يو ژورناليست به دا سي خبرونه او اطلاعات نه خپروي ، چي په هغو سره په اسلامي امت کي د اور بڅري شندل کېږي او تر منځ يې د جنګ او جګړو اور ته لمن وهل کېږي بلکي يو داسي نظر به وړاندي کوي ، چي په هغه سره اسلامي امت د نړۍ غوره پوهه تر لاسه کړي ، او په مټ يې خپل پيغام و ټولو نړۍ والوته ورسوي .
اسلام و ژورناليزم ته د يو معلم حيثت ورکړى دئ ، چي دټولني اخلاقي ار زښتونه او د عدل او انصاف لوړ اصول خوندي کړي ، چي د فکري او نظري ښوونو په مټ د ټولني ګټي خوندي پاته سي او د وګړو ذهنونه سمي لاري ته برابر سي .
د يو ژورناليست اساسي وظيفه همداده ، چي په ټولنه کي اخلاقي نيمګړتياوي او بد اخلاقي له منځه يوسي او پاکي و سادګي رامنځ ته کړي .
نو په همدې توګه د حقيقت څخه ليري ، ناروا او بې ځايه اطلاعات او مسايل ، چي د هغو له امله په ټولنه کي د فساد د خپرېدو وېره وي خپرول يې هم سم کار نه دئ .
د حالاتو ، پېښو او حقايقو خبر ذهن او فکر ته د روښنايي مثال لري او کوم خبرونه ، چي فکر ته د روښنايي او رڼا پر ځاى تياره ورکوي د هغو خپرول او عام کول هم ښه کار نه دئ . ژورناليزم دا دواړه کارونه کوي او کولاى يې سي ، خوښه او اسلامي ژورناليزم هغه دئ ، چي فکر ته روښنايي او رڼا ورکړي ، او له رڼا څخه و محرومو کسانوته رڼا ور ډالۍ کړي.