ولسمشرحامدکرزي په کندهار ولايت کې دتيرې ورځې هغه ځانمرګى بريد په کلکه وغنده چې له امله يې دکندهار ولايت امنيه قومندان جنرال خان محمدمجاهد ووژل شوو .
په همدي حال کې دولسي جرګې غړيو هم د مجاهد وژل کيدل په کلکه غندلي .
دولسي جرګي غړي ددغه پيښې دعاملينو دپيژندلو اومجازاتو ورکولو غوښتنه وکړه .
دکندهار امنيه قومندان جنرال خان محمدمجاهد تيره ورځ هغه وخت له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شوو چې يوځانمرګى بريد کوونکى چې دپوليسو يونيفورم يې په تن وو دنوموړى امنيې قومندانۍ په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه .
ديادونې وړده په دغه پيښه کې دري نور پوليس هم ټپيان شول .