دسوريې پلازمينه دمشق تيره ورځ د دولت دمخالفينو او دامنيتي ځواکونو دجګړي په ميدان بدل شوو .
درپوټونو له مخې په لسګونه زره اعتراض کوونکي د دمشق سړکونو ته وتلي او دسياسي اصلاحاتو اوددغه هيواد دولسمشر بشرالاسد دګوښه کيدو غوښتنه کوي .
ويل کيږي امنيتي ځواکونو دمعترضينو دخورولو په موخه له اوښکې بهونکي ګازو او له وهلو ټکولو څخه کاراخيستى .