دپاکستان لومړى وزير سيد يوسف رضاګيلاني دشنبې په ورځ کابل ته راورسيده .
دنوموړي سره په دغه سفرکې دنوموړي هيواد يوشمير وزيران او نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي .
ددغه يوه ورځني سفر په لړ کې به نوموړى دسيمي په حالاتو،له ترهګرۍ سره دمبارزۍ پرکار او همدا راز دنشه يې توکو دقاچاق په اړه له خپل افغان سيالانو سره خبري اتري وکړي .
په همدي حال کې دسوداګرۍ خوني مرستيال وايي دوي به له سيد يوسف رضاګيلاني سره دترانيزيټي ستونزو په اړه خبري اتري وکړي .
ويل کيږي سيديوسف رضاګيلاني به دغه يوه ورځني سفر په ترڅ کې دسولي دعالي شورا له مشر اوغړيو سره هم ليده کاته او خبري اتري وکړي .