کور / تازه خبرونه / هرات: د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

هرات: د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

دهرات ولايت کشک ربات ولسوالۍ ته دوسله والو طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال ووژل شوو .
دهرات ولايت دوالي وياند وايي نوموړى له دري نورو وسله والو طالبانو سره يوځاى وژل شوى دى .
نوموړى زياتوي په دغه پيښه کې ملکي کسانو او افغان سرتيرو ته کوم زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې په فراه ولايت کې ديويې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي اودري نورټپيان شوي دي .
دکورنيوچارو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دملکي وګړو يوموټر ددي ولايت په پشته رود ولسوالۍ کې پريوځاى پرځاى شوي ماين وربرابر شوو .
خبرپاڼه زياتوي په وژل شويو کې يوماشوم هم شامل دى او په ټپيانوکې يوه ښځه اودوه ماشومان شامل دى .