په داسې حال کې چې دچين دولت هڅه کوي چې داقتصادي ستونزو مخه ونيسي خو بيا هم په دغه هيواد کې خلک دبيعو دلوړيدو څخه سرټکوي .
درپوټونو له مخې په دغه هيوادکې په بيعوکې پنځه اعشاريه څلورفيصده لوړوالى راغلى چې په خوراکي توکو کې دغه کچه يوولس اعشاريه اوه فيصدو ته رسيږي .
رپوټ زياتوي اقتصادي ستونزي په چين کې دواکمن کمونست ګوندلپاره يوډيرغټ ګواښ دى او په دغه هيوادکې ډيرى کورنۍ خپل نيمايي درامد دخوړو په ترلاسه کولو کې لګوي .
ويل کيږي په دغه هيوادکې خلک په هوټلونوکې ډوډۍ خوري ځکه چې ددوي بيعه کمه ده .