دملګرو ملتونو محکمه دهغو دري کروشايي جنرالانو د دوسيي په اړه څيړني کوي چې په يوزور نهه سوه پنځه نويم کال په جنګي جرمونو تورن دي.
درپوټونو له مخې دغه دري تنه پوځي جنرالان دانتوګوتوينا ،ايونسرماکا او ملادين مارکک په نوم دتيرو جګړو په لړکې دمشرتوب له امله په کورواسى کې دقهرمان په توګه پيژندل کيږي .
رپوټ زياتوي دمحکمي په جريان کې ددوي په زرګونه پلويان دکورواسي په پلازمينه زاګريپ کې سره راټول شوي وترڅو له دوي څخه خپل ملاتړ څرګند کړي .
دغه دري تنه دخپل دري کلنۍ محکمي دلومړۍ پريکړي وروسته بې ګناه وپيژندل شوه خو ددوي دوه نوري محکمي هم په مخ کې لري .
دنوموړي هيواد څارنوالان وايي دکوريشيا دپخواني جمهور ريئس په وخت کې دغه دري تنه جنرالانو په هغه عملياتوکې ونډه لرله چې ددوي دسيمي څخه دصليبيانو دويستلو سبب شوو.
ديادونې وړده په دغه عملياتوکې په لسګونه کسان ووژل شول اوپه لسګونه زره نور دخپلو کورونو پريښودو ته اړشول .