حضیره یا حضیرة د دهخدا په پارسي فرهنگ کې داسې تعریف شوې ده :
[ ح َ رَ ] (ع اِ) جایگاه خرما. (منتهی الارب ) (آنندراج ). جای خرما. (اقرب الموارد. || گروه مردم یا چهار تن یا پنج تن یا هشت یا هفت تن یا ده تن یا کم از ده تن که بغزو [ جنگ ] روند. (منتهی الارب ) (اقرب الموارد) (آنندراج ). چهار پنج تن . (مهذب الاسماء). ج ، (حضائر. (از مهذب الاسماء). || اول لشکر. مقدمه . || آنچه برآید از رحم هنگام زادن . (منتهی الارب ) (اقرب الموارد). ریم و زردآب که با بچه بیرون آید بعد از برطرف شدن خون نفاس . (آنندراج ). آنچه با بچه بیرون آید از رطوبات . ج ، حضیر، حضایر. || خون سطبر درپوستی که با بچه بیرون آید. (منتهی الارب ) (آنندراج ). || ریم گردآمده در ریش . ریم که در جراحت گرد آید. (اقرب الموارد) (منتهی الارب ) (آنندراج ).
حضیره په پښتو او دري کې د مړیستون او قبرستان او گورستان په مانا منل شوې چې نورې بڼې ېې په پښتو او دري کې هدیره، او په ویناواله ژبه کې ادیره هم ویل کېږي.
د پورتنیو مالوماتو له مخې پوهېږو چې د حضیرې مانا هغه مانا نه ده چې په دري او پښتو کې منل شوې ده. له دې امله زه د حضیرې، هدیرې او ادیرې د ویې د سمې لېکنې لپاره لاندنی وړاندېز کوم :
هـډ = هډوکی
په سانسکریت کې هډوکی هم [ هــډه हड्ड ] ویل شوی دی.
ایره = ایره، خاوره چې په دري کې خاکستر کېږي
د دواړو گډوله :
هـــډ – اېره
په دې توگه له ویناواله او غږېز اړخه کوم توپیر نه مومي مگر د مانا له اړخه بشپړه مانا رسوي. او زه ېې وړاندېز کوم چې حضیره دې د [ هډ – اېرې] ، [ هډ اېره] په بڼه ولېکل شي.
د دري او پارسي مانا مې ځکه دلته راوړه چې په دري کې هم کټ مټ همداسې لېکل کېږي او په دري کې ېې هم د ورته لېکنې وړاندېز کوم.
په دې اړوند د ښاغلو لوستونکو او ژبپوهانو د کره کتنې غوښتونکی یم