کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قرآن کريم سوزیدل به موله نړۍ ورک کړي

د قرآن کريم سوزیدل به موله نړۍ ورک کړي

یومسېحی پادرې تړی جونزدهدایت کتاب پرسوزیدوسره خپله سینه له قهره سړه کړه –دغه خبر د امریکا د سی بې ایس ټلویزیونې  چینل دتیرې جمعې په شپه چې نږدې دوه اونۍ پرې تیریږې داغمجن خبر خپور کړچې دنړۍ یوشمیرمسلمانانوکرکه ېې راوپاروله چې دافغانستان په یوشمیرښارونوکې خلکوپه لاریونونولاس پورې کړ، دکلیسا پادرې تړی جونزد فلوریدا ایالت دګنتزویل ایالت دکلیسا کشیش په خپله کلیسا کې د قرانکریم یوه نسخه وسوزوله دالهې کتاب دسوزیدوپرمهال جونزپه خبروکې وویلې چې داکتاب (قرانکریم) دوژنواوترهګرې کتاب دی نوځکه نوموړي ېې د۱۱سپټمبردپیښې قربانیانوپه یاد سوزوي. 
کشیش ۶ میاشتې وړاندی ویلې وو، چې دی به  ۱۱په سپټمبر چې په  امریکاکې تجارتې مرکز پیښه رامنځ ته شوي، دقربانیانوپه یاد دقران کریم سلګونه جلده وسوزوی ، امریکاېې رسنیو ددغه خبر په خپرولوکې ناغړې اوچوپتیا کړي وه، ځکه ددی خبرخپرول دامریکاء ګټوته تاوان رساوه. دکله راهیسې چې د دوی دګټوموضوع مطرح شي بیادبیان آزادې اصل ترپښولاندی کړي ، د اوباما ادارې هم په دی اړه ندی ویلې په مسله کې سپینه ماڼې  چوپه خوله پاتې شوه.اوجدی غبرګون یې ونښود، دنیویارک په ښار کې یوغوسه شوی مسلمان وویلې چې داکار د اوباما د ادارې ضعف اوکمزورې په ګوته کوی ځکه دهغه دڅرګندونوله مخې امریکاییان ولې دنورو پرمقدساتوتیرې کوی په داسې حال کې چې دمذهب آزادی ترنامه لاندې په امریکا‌ءکې آزادې شتون لري. 
اصلاْ دسپینې ماڼې چارواکې داډول کړنې ددی لپاره ترسره کوي چې ددی لارې خپلوسیاسي اهدافو ته په اسلامې هیوادونوکې چې دامهال یې تسخیراوخپلې سیطرې لاندی راوستې دلازیات نفوذلاره پیدا کړي اوپه دی سره وتوانیږی خپلې ستراتیژیکې منافع په اسلامې هیوادونوکې خوندی وساتي. 
 دامریکاییانوبهانه دقرانکریم دسوزیدو پروړاندې یوازې داخبره ده چې واېې په آمریکا‌ءکې دبیان آزادی ده مونږه نشوکولاې چې یوتن پادرې ددی کارځنې منع کړو ځکه دډیموکراسې اصولوته صدمه رسیږې که پوښتنه وشي کله چې دیومسلمان له لورې ستاسې مقدساتوته سپکاوې وشي آیا بیابه هم داسې دبیان دآزادی اصل په مراعتولوسره ددی زغم ولري چې مرتکب ته به مجازات نه ورکوي.
دامریکا‌ء په تاریخ اوآن په اساسې قانون کې دامسله یاده شویده ((آمریکا دمذهب اوبیان آزادی ته متعهده ده)) دلته اساسې پوښتنه داده که چیرې یوه ورځ یومسلمان له لورې ستاسې مقدساتو ته لکه څرنګه چې پورته ورته نغوته وشوه ، کوم ډول اهانت اوسپکاوې وشي آیا بیابه هم دامریکاء دولت ،ټولنه اوخلک چوپه خوله پاتې شي؟ آیا بیا به هغه مهال ستاسې اداره اوډیموکراتیک اصول دمسلمان دمحاکمه کولو لپاره  هیڅه ونکړې!ډاګییزه خبره ده چې ځواب منفې دي ، هیڅکله هم نه هغه مهال به بیا دانصاف تله پخپلوسترګو وګورې چې څه کیږی (( که چاتله دانصاف په لاس کې درکړه—خپل ټټواودبل آس به برابرکړی.))


داوباما د ادارې ځینو مشرانو ظاهراْ داعمل  محکوم اووغنده خو داټول درواغ اوخلکوته فریب ورکول دی ترخپل وس پوري. دیوولسم دسپټمبر وروسته دکفرې نړۍ له لورې ډول ډول ،پرله پسې دمسلمانانوپر مقدساتوبریدونه ترسره کیږی، دبیلګې په ډول دامریکاء له لورې جوړ شوي بلاتشبیه جهنم دګوانتاناموزندان یادوم چې هلته ددوی دسرتیرو لخوا دمسلمان زندیانیانودذهنې شکنجې په موخه دالله جلاجلاله ستر کتاب په کمونډاوبدرفع کې  ګوزاریږی ،دعراق دیرغل پرمهال قرانکریم په ډزو سورې سورې کړي شو،هلته مسلمان اسیرانوته سپکاوی وشو،ډینمارک درسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتورد رسمولو په اهانت سره خپل قهراوزور وښوده.
دنړۍ مسلمانان پردی باورې دی چې داډول غولونې اسلامې نړۍ ته دوکه ورکول دی ، په پاکستان کې دامریکاء ‌‌سفیر کامرون مانتر دیوې اعلامې په نشرولو اوخپرولوسره داعمل یې ظاهراْغندلې وو ویلی وو، چې امریکاء دمذهب اودین آزادی ته درناوې  کوی ،هوکۍ ډیرزیات درناوې ېې وکړ کامرون نانتروړاندی زیاته کړې چې داعمل دیوې لږکۍ له لورې ترسره شوی هغه ویلې دغه کلیسا دفلوریدا ایالت په یوه لیرې پرته سیمه کې موقعیت لري چې د۲۰ کورنیوپه شاخواکې کې دغې کلیسا ته دمذهبې مراسمودترسره کولولپاره تګ راتګ کوی ، دغه کشیش د ۱۱سپټمبر پیښې وروسته تل په خپلوبیانونوکې داسلام اومسلمانانوپرضد سختې سپکې سپورې ویناوې کولې ، ددې څخه څرګندیږې چې تش په نوم دبیان آزادې په امریکا‌ء اوبیاپه ځانګړې ډول دمسلمانانولپاره شتون نلرې هسې تشې اوبې مانا خبرې دې چې دوې ېې خپل ملتونوته پرې دوکه ورکوې.دغوغمیزوته دپای ټکې دادی چې مسلمانان دخپلوټولو بدو عملونوځنې توبه وباسي اودالله تعالې په منزل کتاب له سره  دزړه له کومې عمل پیل کړی.


خالد- خلیل