تواضع په حسنه او صالحه اعمالو کښې شمیرل کیږي . هغه څوک چې له تواضع څخه کار اخلي ، خدای پاک یې د اور له عذاب څخه ژغوري او جنت یې ور په نصیب کوي.
هر هغه شخص چې د تواضع خاوند وي ، هغه ته خدای عزت او ورکوي او د وقار خاوند یي گرخوی .
هر مسلمان ته ښايي چې په مجلسونو کې له تواضع سره کیني او له تواضع سره خبرې وکړي . همداشان کله چې په لار قدم اخلي نو ښايي چې هر قدم په تواضع سره کیږدي ، سر آسمان ته ونه نیسي بلکې لاندې ځمکې ته وکوري.
نن سبا ډیر داسې مغرور او متکبر خلک شته چې د مال او دولت په نشه کې داسې غرق دي چې سترګې یې ورته ړندې کړي او هیڅ نه ویني. دوي ته غریب خلک لکه نوکران ښکاري او ډیر بد وضیعت ورسره کوي. داسې خلک هم شته چې په ډیرو قیمتي موټرو کې ګرځي او بې ځایه هارنډونه وهي ، عام خلک په عذابوي او د هغوي د آزار سبب ګرځي . دا خلک داسې فکر کوي چې دوي د سړکونو خاوندان دي او بل څوک حق نه لري چې له دې سړکونو څخه کار واخلي.
څوک چې له تواضع څخه کار اخلي ، په حقیقت کې د هغه له شخصیت څخه څه نه کمیږي بلکې د هغه شخصیت نور هم لوړیږي او پخپله د عزت خاوند کیږي.
قارون متکبرؤ ، نو ځکه خدای پاک هغه د خپلو خزانو او کور سره په ځمکه ښخ کړ. خدای پاک په قران پاک کې فرمايي:
فخسفنا به و بداره الارض فما کان له فئه ینصرونه من دون الله و ما کان من المنتصرین ( القصص )۸۱
نو ( په نتیجه کښې) مو په قارون او دده په کور سره ځمکه کینوله ( ټول مو په ځمکه خسف کړل)
نو د قارون د پاره نه کوم ټولګی ؤ چې له الله پاک څخه پرته یې ورسره مرسته کړې وې او نه ( پخپله) د انتقام اخستونکو څخه ؤ ( چې پخپله یې ځان ته نجات ورکړی وې.)
په لنډ ډول د پورتني آیت تفسیر داسې دی چې ( نه بل څوک له خپله پلوه د قارون مدد ته ورسید او نه یې څوک د خپل مدد لپاره و غوښتلای شو ، نه یې خپل قوت په کار ورغی او نه د بل چا)
خدای پاک بیا وايي:
و اصبح الذین تمنوا مکانه بالامس یقولون و یکان الله یبسط الرزق لمن یشا من عباده و یقدر. لو لا ان من الله علینا لخسف بنا و یکانه لا یفلح الکفرون.( القصص ۸۲)
او هغو کسانو چې پرون یې دده مرتبې (مقام ) ته د رسیدلو آرزومندي کوله هغوي اوس وايی چې آیا تاسې نه کورئ چې په یقین سره خدای پاک د خپلو بندګانو څخه هغه چاته روزي پراخوي کومو ته چې اراده وشي او هغه چاته یې تنګوي کومو ته یې چې اراده وشي ، که چیرې په مونږ باندې د الله احسان نه وې او د قارون مقام ته یې رسولی وې نو مونږ به یې هم نن ورځ په ځمکه کې ښخ کړی وې .
تعجب دی چې یقینا شان دا دی چې کافران په دنیا او آخرت کې فلاح نه شي موندلی ( ضرور د ناکامۍ سره مخامخ کیدونکي دي.)
په دنیا کې ډیرو خلکو ته په عارضي ډول دنیوي مرتبه او مقام حاصلیږي ، څرنګه چې قارون ته په لاس ورغلې وو . قارون ته دولت په لاس ورغی خو هغه د خدای شکر په ځای نه کړ، هغه ناشکري او معصیت وکړ نو ځکه د هغه انجام داسې شو چې له مال او دولت سره په خمکه کښې ښخ شو .
بل شی شی چې د قارون د بربادۍ سبب شو هغه دا ؤ چې هغه د خپل قوم د خواخوږو خلکو نصیحتونه ونه منل او خپل بغاوت ته یې دوام ورکړ . هغه د خپلو خلکو او ملت په وړاندې له تکبر او غرور څخه کار اخیست . خلکو چې دغه حالت ولید نو په دوو ډلو وویشل شول .
یوې ډلې دا آرزو کوله چې کاش دوي هم د قارون په شان د مال او دولت خاوندان شوی وې او ډیره شتمني یې درلودی .
بلې ډلې چې د علم او پوهې خاوندان وو ، په دوي باندې د قارون مال او دولت څه اثرو نه شو کړای ، دوي خپل ثبات او استقامت وساته او هغې ډلې ته چې د مال او دولت آرزو یې درلوده وویل او داسې نصیحت یې ورته وکړ:
افسوس دی چې تاسې د قارون د شان او شوکت تر تاثیر لاندې راغلئ او تاسې ته هغه ډیر لوی سړی ښکاره شو.
او بل افسوس دا دی چې تاسې د قارون په دنیوي حالت چې موقتي دی او له منځه تلونکی دی و غولیدئ ، تاسې باید د داسې فاني او موقتي مال دولت ارمان ونه کړئ ، ځکه چې په دې کې د خدای پاک رضامندي شامله نه ده.
بله داچې خدای پاک له هغه چا څخه رضا مند کیږي چې ایمان یې راوړی وي او نیک اعمال سرته رسوي .
د قارون کبر او غرور اوج ته ورسید نو خدای پاک هغه د ځمکې لاندې کړ او له هغه سره یې د هغه کور او ښکلې ماڼۍ هم د ځمکې لاندې کړه .
کله چې د قارون د خسف یعنې د ځمکې لاندې د ښخیدو وخت راورسید نو هیڅوک او هیڅ شی یې په کار نه شول ، هیڅ دوست ونه شوکړای چې هغه ته نجات ورکړي او نه هم دهغه مال او دولت ور ته په کار راغلل چې له الهۍ عذاب څخه یې وژغوري.
هغو کسانو چې د قارون د مقام په ارمان وو او ویل به یې چې کاش دوي هم د قارون په شان شتمني درلودی ، هغوي په خپله وینا پښیمانه شول او بیا یې داسې ویل چې :
مونږ اوس پوه شو چې الله پاک (ج) دنیوي مالونه دوست او دښمن دواړو ته ورکوي ، اما دا د مراتبو د اوچتوالي دلایل نه شي کیدای.
بله خبره داده چې شتمني د عزت علامه نه ده او غریبي د ذلت دلیل نه شي کیدای ، ډیر شتمن خلک شته چې د عزت خاوندان نه دي او ډیر غریب خلک شته چې د عزت خاوندان دي.
نن سبا یو شمیر هیوادوال وینو چې د ډیر دنیوی مال دولت خاوندان شوي دي ، دوي په غریبانو ظلمونه کوي ، د خلکو مال او دولت یې غصب کړی دی ، په دنیوي ثروت او شتمنۍ مغرور دي ، اوس هم لکیا دي په دنیوی کارونو پسې سرګردانه ګرځي
او د قارون په شان نغرې کوي ، لرې نه دّ چې دوي هم د قارون په سرنوشت مبتلا شي ، بیا به نه دوي وي او نه به یې دنیوي خزانې وي ، ټول هر څه به ځمکې لاندې شي.
څوک چې د قاروني شتمنۍ هوس کوي ، هغوي د خدای له خوا د آخرت له اجر او ثواب څخه محرومه کیږي.
د قارون د کور دروازې د سرو زرو څخه جوړې شوې وې او دننه کور یې په سرو زرو فرش شوی ؤ خو دا کور له ده سره یو ځای په ځمکه ننوت او د خاورو لاندې فنا شو.
دا دهغو خلکو لپاره یو لوی درس دی چې د قارون په څیر دنیوي فکر لري ، د هغه په شان د مال او دولت په جمع کولو بوخت دي ، د هغه په شان له کبر او غرور څخه کار اخلي ، د هغه په شان په مظلومو خلکو ظلمونه کوي ، د هغه په شان له بې وزلو څخه فاصله نیسي او د هغه په شان د خلکو مشورو ته غوږ نه نیسي.
قارون خو ځمکې ژوندی را کش کړ او په خپله سینه کې یې دفن کړ خو دنن زمانې قارونانو ته به ځمکه هم په خپله سینه کې ځای ورنکړي او بیرته به یې خپل مخ ته را وغورځوي او د مرادر شویو څارو په شان به یې غوښې د آسمان د مرغانو خوراک شي.
خدای پاک دې ټولو ته د سمې لارې هدایت وکړي. آمین