ابوساحل
اوس سندرغاړي هم خپل اوازونه دبل چاپه نوم په خلکوباندې اوري،اوټلوېزيونونه هم ورته ښې وسيلې ګرځېدلي دي.
توبه خدايه توبه ،دالاڅنګه دنياده چې هرڅه پکې په چل اوفرېب ترسره کېږي،درنو هېوادوالو،ډېرځله به مواورېدلي وي چې داسې خلک شته،چې يوجنس دبل جنس په نوم پلوري اوپېري،دبېلګې په ډول،دپاکستان ساخت جنس به موپه دچينايي په نوم پېرلى وي،کم اصله کپړه يا ټوټه به داصيلي په نوم درباندې دوکاندار تېره کړې وي اودوکه کړي به يې ياست،که نور هېڅ نه وي کله خوبه چا دااصلي نوټ(پيسو) پرځاى جعلي درکړى وي اويابه تاسو ډېروخلکوته ورکړى وي، ددې په خاطر چې خبره له موضوع نه لېرې يونه سم نو راځم خپلې اصلې خبرې ته اوهغه داچې :تاسو باور وکړئ چې تېره ورځ مې داسې يوه نادوده ليدلي چې هم پرې غوصه راځي اوهم خندا زه به درته کيسه ټوله وکړم ،خوقضاوت پرتاسو پرېږدم چې ايارښتياهم خندا او غوصې وړ ده اوکه نه،پرېکړه ستاسوپه په لاس.
دطلوع ټلوېزيون پرون دوري دمياشتې په څلور ويشتمه نېټه چې د٢٠١١م داپرېل له ١٣ مې سره برابره ده،په رڼا ورځ دسلګونو مينه والو په سترګوکې خاورې وشيندلې، ړانده اوکاڼه يې کړل،طلوع ټلوېزيون داسې يو کلوبه وکړه چې زماپه ګډون ورته سلګونه کسان ګوته په غاښ او له ډېرې غصې شنه اوسره واوښتل،که بل چا راته داخبره کړې واى نو امکان يې درلود چې ما به ورسره نه واى منلې،نه پوهېږم خوشبختانه ووايم اوکه بدبختانه داچې زه پخپله ددې پېښې دقربانيانوله جملې څخه يو يم،نو غواړم اوس تاسو هم پرې خبرکړم،ددې ترڅنګ موله يوه داسې کمپاين څخه خبرکړم چې تراوسه به مو فکر کوم داسې جعلکاري او تقلب نه ليدلى اونه هم اورېدلى وي.
خپل دکار په دفترکې ناست وم په خپلو ورځينو کارونو بوخت وم چې يوه ملګري راته دګرځنده مبايل له ليارې زنګ وواهه، له روغبړ څخه وروسته يې راته وويل :چې هلکه که نن وخت لرې نو يوه ځاى ته دې بيايم ،ساعت به دې تېر شي،که رښتياووايم کارونه خودومره زيات وو ،چې هغه دچاخبره سرګرولوته نه شوم بېکاره کېدلاى،نو مې ورته وويل که چېرې ستا کوم عاجل کاروي نو خپل کار پرېږدم او درسره ځم اوکه نه وي نوبيامې مه چېړه پرېده چې خپل کارونه سمبال کړم،خوپوهېږئ هغه راته په ځواب کې څه وويل؟ هغه راته وويل نن په دولس بجوپه افشاروکې دافغان کوريا مرکز ترڅنګ دمعارف رياست ترڅنګ په يوه تالار کې چې دطلوع ټلوېزيون له لوري له سرې مياشتې نه په کرايه نيول شوى دى ،چې دستاره افغان او ګنجينه په نوم پروګرامونه پکې جوړوي،خونن په همغه تالار کې دهمدې ټلوېزيون لخويوکانسرت نيول شوى دى چې سندرغاړې يې هم ځوانه ،تکړه او پېغله (فرزانه ناز) ده چې په دې وروستيوکې يې سم طوفان کړى دى او هغه دخلکوخبره سم جادوګر غږ لري.
دفرزانه ناز دنوم په اورېدو مې له ځانسره وويل اوس به ورته دچا پلار ټينګ شي،نومې خپل ټول کارونه پرځاى پرېښودل، او ښه مې ورته وکړه ورسره مې ومنله ،هغه راته وويل چې ستالپاره مې هم کارت اخستى دى ،که کوم بل ملګرى هم درسره وي نو له ځانه سره يې راوله،په دې وخت کې ملګرى دچا په ياد وي،هرڅه مې په خپل ځاى پرېښول او دافشاروپه لوري وخوځېدم، لنډه داچې دکنسرت ځاى ته ورسېدم ګورم چې په سلګونه ځوانان ،پېغلې اوزړې دتالار مخکې لکه دچينچڼوپشان چڼېږي او هرڅوک هڅه کوي چې له نورومخکې داخل شي خو امنيتي مؤظفينو هرڅه منظم کړي وواويويوبه په نوبت داخل ته ورته ،زه چې هلته ورسېدم نو مې ملګري ته ټېليفون وکړ چې راورسېدم،هغه هم راغى او له ځانسره يې يې داخل ته بوتللم،کارت يې راته راکړ،په کار ت کې ليکل شوي وو،((دعوت نامه قنديل،با داود حنيف،رفيع حنيف وفرزانه ناز)) ملګرى مې دې خير يوسي په لمړي قطار کې يې راته دمنځ څوکۍ ريزرف کړې وه،چې کېناستو نواول خويې په تالارکې راباندې نژدې شل پنځه ويشت دقيقې، هسې په هسې چکچکې وکړې،ښه يې چې لاسونه رابآندې وخوږول نو بيايې وويل چې اوس پروګرام پيل کېږي ،دپروګرام پرزنټره چې يوه نجلۍ وه تالار ته راغلله چې اول کې خومافکر کاوه چې همدا به فرزانه ناز وي ولې چې دومره فېشن او ارايش يې کړى وه چې هېڅ نه معلومېده،داهم په تېزو چکچکو بدرګه شوه،په تالاکې حاضرينو اودطلوع ټلوېزيون ليدونکيوته يې ښه راغلاست وويل،او دپروګرام په پيل کې يې يوشعر ولوست بيايې وويل غواړئ څوک درته لمړۍ سندره ووايي؟،ټولوپه يوه اواز چيغې کړې فرزانه ناز،خونجلۍ وويل چې اوس راځي دهېواد تکړه سندرغاړى داودحنيف ،هغه يې دسندرې ويلولپاره راوغوښت،داود حنيف پرلپسې دوه سندرې يوه فارسي اوبله پښتو وويله ،يوه لنډه وقفه يې واخسته اوپه ده پسې يې دده کشر ورور رفيع حنيف راوغوښته دهم په همدې شان دوه سندرې وويلې ،موږټول په انتظار کې وو چې داځل نوحتماً دفرزانه ناز وار دى ،پوهېږئ بياڅوک راوغوښتل شو؟ وايم يې درته مه وارخطاکېږئ،بياهم داود حنيف راغى،ورپسې بياهم رفيع حنيف راغى،اوداچې ورپسې څوک راغى اوڅه وشول داهم درته وايم.
ورپسې دپروګرام پرزنټره راغلله او دطلوع ټلوېزيون له ليدونکيو او په تالار کې له حاضرينوڅخه يې مننه وکړه چې په دې پروګرام کې يې ورسره ګډون وکړاو پروګرام پاى ته ورسېده اوفرزانه ناز چاپه سترګو هم ونه ليدله.
کله چې له تالانه دباندې راووتو،نو يوه شخص چې دلته يې دنوم له اخستلو نه ډډه کوم وويل:چې فرزانه ناز کله دنوي کال په وروځوکې دهېواد جنګ ځپلي او سوځېدلي ولايت ته چې خلک يې هم تندې اولوږې اخستي وو،هلته دکنسرت لپاره تللې وه،بېچاره دومره ځپل شوې اوستړې شوې وه چې ان سر يې تر هندوستان پورې ورسېده اودخپلې تداوى په خاطر تللې وه ،خو هغه وويل چې اوس بېرته راغلې ده او دې کنسرت ته دراتللو ژمنه يې هم کړېو،خوداچې ددې د نه راتللو سبب به څه وي داماته هم ندى معلوم.