کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زماخبره رښتیاشوه

زماخبره رښتیاشوه

څوورځي مخکې مې په مزارکې دامریکې دمتحده ایالاتودفلوریدادکلیسادیوکشیش 
Jones Terryدهغه ناوړه کړنې (دقران کریم دسوځلو) په اړوندچې خلکوپه پراخولاریونو پیل کړي وواوپه پایله کې یې دملل متحددادارې ځني کارکوونکي ووژل شوه، یوه لیکنه وکړه چې لیکنه مې دلروبرپه مشهوره ویبپاڼه کې چې ډیرلوستونکې لرې اوهم د nahimi.dk/pashto په ویبپاڼه کې خپره کړه. په لیکنه کې مې دجلالتماب حامدکرزی غوښتنو اواعلامیوته اشاره کړی وه. زماوړاندیزپه هغه لیکنه کې داووچې د داسې کړونومخنیوې دمظلوموخلکوپه لاریون، اویاهم دولسمشرپه عادې غوښتنه سره کیدای نه شی. په هغه لیکنه کې مې دداډول کړونوپرتاریخچه لنډه کتنه کړې وه. اودحل لپاره مې احتمالی وړاندیزپه نښه کړی وو. 
دادی لږورځې وروسته Jones Terryبیاهم دیوې مرکې په ترځ کې اعلان کړه چې زه پرخپله کړنه پښیمانه نه یم اوکیدای شي داکاربیاهم وکړم. نوځکه زه وایم چی زماخبره رښتیاشوه.
نوموړی کشیش دډنمارک دپولیټیکن دورځپاڼې سره مرکه کړې ده. زه دمرکې ځینې برخې ژباړم. داچې دټول مرکې متن نه ژباړم دلیل یی دادی چې دمرکې په درشل کې نوموړی نامناسبه کلمات اوبیانونه کړي دي. Politiken tirsdag d.5.4.2011 ورځپاڼې ژباړنې ته ستاسوپاملرنه راګرځوم:
په ورځپاڼه کې مقاله تردی عنوان لاندي خپره شوې ده.
دامریکی دمتحده ایالاتوهغه کشیش چی قران مجیدیی سوځولي دي وایې زه داکاربیاکوم.
دامریکی دکشیش پرکړنه ډیرې نیوکې وشوې چې په پایله کې یې تر(۲۰) تنه زیات په افغانستان کې مړه شوه. ولی نوموړی کشیش په خپله مرکه کې پورته ورځپاڼې ته ویلي دی چې دی پښیمانه نه دی.
پوښتنه: ډیرخلک مړه شوه ځکه تاقران مجید(ددرناوی په خاطردژباړن لخوا)وسوځاوه. ته پرخپله دغه کړنه پښیمانې نه کوې؟
ځواب: په هیڅ وجه پښیمانه نه یم. هیله مې داده، ټول هغه کسان چې ددغووژنومسول دي، بایدمحکمې ته راکش شي اوسزا ورکړه شې. داچې خلک مړه شوه په ماپوري اړه نه لري. په امریکی کې دتورپوستودنامتومشرMartin Luther King دفعالیتونوپه نتیجه کې چې د خلکولپاره یي حقوق غوښته، هم خلک مړه شوه.
پوښتنه: ماناداده چې بیاهم داکارکوی؟
ځواب: ځانګړی پلان نه لرم ولی په پرنسیپ کې بلی داکارکوم. زه خواشیني یم چې په دې پیښه کې انسانان مړه شوه ولی زه هیله لرم چې دامریکی متحده ایالات اونورلویدیزهیوادونه دوژنومسول کسان اوهم اسلامي هیوادونه دملل متحدادارې ته وروپیژنی ترڅودملل متحد اداره ددغوهیوادونوڅخه غوښتنه وکړی چې دبیان ازادی اودبشرحقوقوته درناوی وکړی که داکار نه کوی دملل متحددټولنې څخه یې بایدوباسی.
پوښتنه: که ته دهغوکسانودکورنۍ غړي وویني چې په دې پیښه کې یې په افغانستان کی ژونددلاسه ورکړی دی، څه ویل ورته لری؟
ځواب: زه به ورته ووایم چې ددوی دویرپه احساس باندی پوهیږم ځکه زماښځه هم په ناڅاپیې ډول مړه شوه.
پوښتنه: ستادښځې سره خوچاغوڅ کړی نه دی؟
ځواب: نه، زمادښځې زړه ودریده ولی مړینه، مړینه ده اوپه هرصورت دغمه ډکه پیښه ده.
پوښتنه: په دغه کړنه کې ستاموخه څه وه؟
ځواب: ماغوښتل چې نړۍ دبنسټپالوپرضدراویښه کړمه. ماخوپریکړه کړې وه چیې تیرکال داکړنه دسپټمبرپه (۱۱) مه نیټه وکړم ولی په دی اړوندډیراعتراضونه وشوه او…..
په اخرکې نوموړی کشیش وایی چې نړۍ زماڅخه بایدمننه وکړې چې قران مجیدمی وسوځاوه که څه هم په دی جریان کي دملل متحدکارکوونکي په افغانستان کې مړه شوه. پای


نوټ: دپورته مرکې څخه په ښکاره څرګندیږې چې ډنمارکیان، امریکایان اویانورلویدیز هیوادونه نه یوازی داچې پښیمانه نه دی بلکي مسولیت هم دمسلمانانوغاړې ته اچوې. داسی تهمت کوی چې ګواکې مسلمانان دبیان ازادۍ ته اجازه نه ورکوې. اویاهم دبشرحقوقوته درناوی نه کوی. په داسی حال کې چې زموږمسلمانانواویاپه ټول ډول دختیزو هیوادونود خلکوافکاربل ډول دي. زه نه پوهیږم چې په دغه ډول کړنه چې دنړۍ څه دپاسه تریو میلیاردزیاتوخلکومذهبی عقیدی ته سپکاوی کیږې، دبیان ازادی اویادبشردحقوقودرناوی چیرته دی؟ دبشرحقوقو ته هغه وخت ښه درناوی کیدای شی چې دمختلفوهیوادونوکلتورونو، مذاهبواوعقایدوته درناوي وشي. مسلمانان هیڅ وخت نه غواړی دبل چامذهب ته په سپکه سترګه وګوری. غواړی سوله ایزه ژوندوکړی که نورهیوادونه جګړه ایزې هڅې ونه کړی.
بیاوایم چې زماخبره رښتیاشوه نوځکه ددی لویی ستونزې دحل لپاره خپل وړاندیزونه بیا تکراروم.
 
وړاندیزیزونه:
ـ دنړۍ داسلامی هیوادونوعالمان دنړیوالواسلامې جرګو اوداسلامي هیوادونو ددولتي مشرانوپه ملاتړدملل متحدادارې ته وړاندیزوکړې چې په نړیواله کچه ادیانواومذاهبوته سپکاوی جرم وګڼل شی اومتخلفینوته یی سزاورکړه شې.
ـ دولتی، ګوندی اواسلامی مشران بایددخپلوهیوادونوعام وګړي زغم اوحوصلې ته راوبولې، په داسی حالاتوکې یی دهرډول خشونت څخه منع کړی ترڅوخپل اودنوروانسانانوژوندته ګواښ متوجه نه کړی.
ـ که لومړی وړاندیزدملل متحددادارې لخواونه منل شې، ښه به داوی چې داسلامي هیوادونو مذهبي اودولتي مشران دداسې کړونوپه مقابل کې روښانه دریزولری ترڅودداسی وژونکو پیښومخنیوی شوی وی.
ـ بایدڅرګنده کړوچې په اوسنی نړۍ کې داسلامي هیوادونوپه توان نه ده چې داسې ستونزې په جګړه حل کړی اوکه دجګړې توان هم ولري، ښه نه ده چې دستونزودحل لپاره جګړه ایزه میتودخوښ کړی. ځکه چې جګړه تباهی اوورانی رامنځته کوی. اوګټونکۍ نه لری.
ـ په ځانګړی ډول زموږدهیوادمشران بایدپه هیڅوجه ولس تحریک نه کړي چې ځوانان مود مرګ کندی ته ټیل وهل شی. جګړوزموږځوانان ډیروژلې دې چې میندې مونوردوژنوزغم نه لری.زمومشران اوولس بایدپه دی وپوهیږی چې په داډول لاریونوسره داسی کړنی نه درول کیږی اوڅوک بخنښنه هم نه غواړی.
– ترټولوخواشینونکی داده چې په هرجنجال کې افغانان ولاړدي. ډیرغښتلی اسلامی هیوادونه شته چې فوځ، قوی اقتصادلری اوپه هیوادکې یی جګړه هم نشته. که ددغې ستونزې دحل لارخشونت وی، نوقوي هیوادونه دی داکاروکړی. افغانان بایدپریښودل شی چی نوردوژنودګواښونوڅخه خلاص وی پای