دواړه زه او ته پيدا له يو ادم يو
ته دادم لور يې زه دادم زوى يمه
ته د ژوند په ائينه کي خپله يوه هينداره يې
ماته نه يې جوړه يې په خپل مذهب دينداره يې
تا و احمدخان ته د دېوال آفت ښودلى وو
ما ته را معلومه ده ويده نه يې بيداره يې
بيا دي ازمېيلی قسمت نه ګورم وفا لرې
ټکنده غرمه کي دميوند جنګ ته تياره يې
ته خوملا لۍ يې زرغونه يې دا نا کيسه
په چوپه خوله ګونګۍ نه يې ووايه هوښياره يې
ددې خپل “نسيم” قلم به ستا پرعهد څه ليکي
ته خپله وفا يې له وفا يې وفاداره يې
نسيم پسرلی