نظم/ عندلیب
زه چې په خپل کور کښې اورورنه بلووم لګیا یم
زه چې به ځان پورې قامونه خندووم لګیا یم
زه چې د خپل بچي له ګوتو نه قلم تروړمه
زه چې له خویندو نه پړوني سوزووم لګیا یم
زه چې په خاوره د بمونو کروندې کوومه
زه چې مې خبل وروڼه په وینو لمبووم لګیا یم
زه چې په شنو پټو کښې سرې سکروټې کرم داسې
زه چې ډبې او ګودرونه ورانووم لګیا یم
—-
د غم رمې به د شهید لالي په څلي راشي
یقین مې نه شي چې سپرلی به مې په کلي راشي
—–
چې د دښمن په اشاره خواږه ملګري وژنم
د کفنونو سوداګر دلته ماړه ځکه دي
زه چې پخپله داسې خپلې شته منۍ لوټمه
د پښتنو نغري دغسې ساړه ځکه دي
مونږ د ذاتونو په خولونو کښې ویده پراته یو
خیټې مو غټې او دا زړونه مو واړه ځکه دي
مونږ د دعا ځپلي مونږه له دوا نه منکر
زمونږ بچي د جهالت په سوراړه ځکه دي
——-
د غم رمې به د شهید لالي په څلي راشي
یقین مې نه شي چې سپرلی به په مې کلي راشي
——-
هم وهابي هم کمیونیسټ هم اذاد خیاله جوړ شه
پښتون هر څه شه خو پښتون نه شه په دې خفه یم
په عربي په پنجابي په یورپي ميين شه
د پښتنې خاورې مجنون نه شه په دې خفه یم
مشر د پت تخم کرلی وو په غره او سمه
بوټی د ننګ پکښې زرغون نه شه په دې خفه یم
ما ورته ژوند د اذادۍ هسې عبث ستایلو
د مرګ د لارې نه راستون نه شه په دې خفه یم
رنګین عنوان يې عندلیبه ښه په غور لوستی
خبر د نورو په مضمون نه شو په دې خفه یم
——-
د غم رمې به د شهید لالي په څلي راشي
یقین مې نه شي چې سپرلی به مې په کلي راشي
******************