کور / هراړخیز / د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۹) اِن بي سي

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۹) اِن بي سي


 ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


 http://larawbar.com/detail.php?id=21744



د اِين بـي سـي  ټـلوېـزونـي او راډيـويـي شـرکـت


National Broadcasting Company (NBC)



په نيويارک سيټي کي د ان بي سي مرکزي دفتر



 یادونه :   د ۲۰۱۱ م کال  د اپريل ۱۲ مه اسټرليا


زما د ناروغۍ او څه کورني مصرفیتو له کبله د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو د پېژندني  ددې لړۍ کار د څه مودې راهيسي لږ شاني ځنډيدلی وو، زه ددې ځنډ له بابته د ګرانو لوستونکو او ځوانانو څخه  بخښنه غواړم . دادئ ددې  لړۍ پاتي برخي  به يو په بل پسې په وقفوي توګه خپرې سي.  هیله ده چي  ددې لړۍ د محتوياتو څخه  اړين معلومات تر لاسه سي . ستاسو درنو اوخوږو دوستانو څخه مننه کوم چي زه مو ددې لړۍ  و انجام ته هڅولی يم  تر څو دغه پیل سوی کار و هغه ټاکلي  پړاو ته ورسوم . هدایت

 

 


رسنۍ چي و هغوی ته  د بشري پرمختګ  يوه اهمه نمونه وايي  او د پوهو انسانانو موډرنه لاسته راوړنه بلل کيږي ، نن  هغه ته  د نړۍ وال کاپيټاليزم تبلیغاتي اهرم  او د هغه دتعریف  يو مهم عنصر هم  ويل کيږي .  د نن ورځي نامداره او بانفوذه  رسنۍ په امريکا او غربي  هيوادوکي د لويو سرمایه دارانو په واک کي لوېدلي او د ځان په ګټه د نړۍ عامه ذهنيتونه د خپلو اهدافو په لور تر خپل   کنټرول  لاندي را ولي . دغه رسنۍ نن د يوې خوا په اقتصادي عرصوکي محوري نقش لوبوي او د تجارت په ميدان کي ځان داړيکو او مشترکي همکارۍ استازی   بولي، خو د بلي خوا  د هغوی خپروني ، خبرونه ، ګزارشونه، فيلمونه، کليپونه او سرګرمياني  دخلکو په ذهنيتوکي يو اطلاعاتي او ايډيالوژيکي محيط  ايجادوي  او  د يوه  نړۍ وال استعماري  نظام د ټينګېدو د پاره  سیاسي، اقتصادي او اخلاقي ضد نهادونه جوړوي .


 


د نړۍ واله رسنيو  پرمختيايي  پړاوونه د نولسمي پېړۍ څخه را شروع سوي دي،    دا  هغه وخت وو چي د همدې پېړۍ تر پايه پوري د نړۍ زياتي برخي  د اروپايي هيوادو د  مستعمراتو ساحه وه ، ددغو مستعمراتوڅخه  يوه برخه  بیا وروسته  امريکا تر خپلي استعماري ولکې لاندي راوستلې .  مطبوعات چي په اول سر کي  نوموړي  هيوادو  د خپلو داخلي مخاطبانو د پاره  طراحي  کړي وې،  ددې پسته يې  و هغوی  ته اجازه ورکړله  چي  د خپلو   مستعمراتي سيمو د پاره د عادي خپرونو و ماهيت ته بدلون ورکړي .


 


د ان بي سي National Broadcasting Company (NBC)  سراسري  خپرندويه شرکت په امريکا کي يوه مشهوره ټلوېزوني او راډيويي  شبکه ده چي  د همدغه اهدافو په لوري فعاليت کوي   . دغه خپرندويه شبکه  په کال  ۱۹۲۶ کي  د راک (RCA) Radio Corporation of America  يعني د امريکا د راډيويي شرکت  لخوا چي په امريکا کي د راډيويي خپرونو  لومړنۍ عمده شبکه ده،تاسیس سوه . ددې خپرندويه شرکت مرکزي دفتر   په نيويارک کي د جنرال الکټريک په شانداره بلډنګ کي موقعيت لري ؛ د کاليفورنيا په Burbank  کي هم  مجلله دفتر لري . د ان بي سي خپرندويه کمپنۍ را  وروسته  د جنرال الکټريک لخوا چي په امريکا کي  يوه  عظيمي کمپنۍ ده  ( General Electric Company, GE)  په ۶ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه ډالره  رانيول سوه .دغه شبکه د خپل  رنګه لوګو يا سمبول په درلودلوسره د «طاووس د بُڼکي»   په نامه هم ياديږي . . په ۱۹۲۷ کي وو چي  ان بي سي په دوو برخو ووېشل سوه . سور رنګه برخه يې و موسیقي او تجارتي اعلانو ته جلا سوه، او آبي رنګه برخي يې خبرونه  او عادي برنامې خپرولې . همدارنګه ان بي سي په ۱۹۳۰ کي يوه بله را ډيويي شبکه هم  د سپين رنګي راډيويي شبکې په نامه په منځني موجو باندي  فعاله کړه .


 


د ان بي سي   راډيو د خپلو را ډيويي  خپرونو تر څنګ  د  ۱۹۳۸ کال د جولای پر اوله  ټلويو زوني شبکه  هم  په کار واچوله  ، فرانکلین روزولت د امريکا لومړنی جمهور رئيس وو  چي ددې ټلوېزون د کېمرو د لاري  يې  ځان و عوامو ته  ظاهر کړ .  د ان بي سي راډيويي  ټرانسميټرونه  د   تيري پېړۍ د دېرشمي څخه تر پنځوسمي لسيزي  پوري يعني  د خپل طلايي دوران په اوږدو کي  د امريکا د ټولو راډيويي سټېشنو په سر کي ځای درلود، خو د کال ۱۹۵۰ په  لسیزه  کي  دغه حالاتو بدلون و موند. د ۱۹۷۰ کالو په دوران کي  وو چي  ان بي سي  خپل  را ډيو يي اورېدونکي د لاسه ورکول  او په عوض کي يې  د  ټلوېزوني  برنامو  شوقيان  ډېرېدل  . د ۱۹۸۰ په ورستيو کي د ان بي سي را ډيويي خپروني  بلکل کم رنګه  او د هغوی اصلي برخي د و سټنګ هاوس الکټريک په نامه يوه شرکت باندي خرڅي سوې (Westinghouse Electric Company) .


 


د  ان بي سي ټلوېزوني برنامې  لکه د امريکا دنورو  شبکو غوندي د خپلو بې شماره  خپرونو  او کانالونو د لاري  په   ټوله  نړۍ  کي  د داسي  برنامو و تبليغاتي او ترويجي  موادو ته وقف کړي  دي چي  و هغه  ته  امريکايي  فرهنګ او يا امريکايي ارزشونه وايي .


 


د ان بي سي په ټلوېزوني  شبکه کي د خپرونو ترټولو مهمه برخه د امريکايي فرهنګ او د امريکايي  د ژوند د سبک تبليغ دئ . دغه شاني تبليغات په هغه هيوادو کي چي د خپل فرهنګي ارزشو څخه  ليري ساتل سوي دي ډير ناوړه او خطرناکه اثرات پرېږدي . . څرنګه چي دغه شبکه  د فرهنګي پلوه  د افکارو  د کنټرول  او هغوی ته د لوري ورکولو  و جريان ته  داخله سوې ده  د نورو رسنيو په نسبت د  زیات   خطر اندېښنې ځني محسوسي دي . هغه فلمونه او کليپونه چي ددې شبکې لخوا  خپريږي بر الا د امريکا د ذهني او فکري لويي غوښتني ايډياوي پکښې ليدل کيږي ، او مستقيماً يې په ټوله  نړۍ کي  د امريکا مخالفین  په  نښه کړي دي . د امريکا په سبک ژوند و عامو خلکو ته د خيالي رفاه، نامحدوده آزاديو، ډيموکراسي،بې بندوباري ،د کورنۍ او ټولني د بنيادونو بې ارزښته کېدل او په هغه کي د ځوانانو څخه لاره او ليکه ورکول، فحش، د اخلاقیاتو زوال او دپوچ ګراييو معنی ورکوي او د همدغه طريقې  څخه  طرفداري ده .


 


په حقیقت کي دغه رسنۍ و امريکايي ټولني ته د سرمايې د  لويوغولانو دسياسي افکارو  د تبليغ ،ترويج  د سازمان ورکوونکې  وظیفه په غاړه لري   او د همدې کانالو د لاري ده  چي  هم د امريکا په دننه کي  ددې هيواد د نفوسو ۲۵۰ ميليونه نارينه او ښځو ته   خپل  فکري ليد لوری رسوي  او هم يې  د باندنۍ نړۍ تر خپل چتر لاندي را وستې ده   .  


 


د ان بي سي د ټلوېزوني شبکې ويب سايټ د ۲۰۰۰ کال وروسته په کار واچول سوه او وروسته يې ډېره  وده يې وکړه . دغه ویب سايټ د ان بي سي  زیات فیلمونه، ټلوېزوني کليپونه، خبرونه او ډېر نور تبلیغاتي څه   د انټرنيټي کاروونکو په واک کي کښېښودل .


 


لوی دولتونه د پرګنو او عامه ذهنيت د هيجاني کولو يا اغفالولو د پاره  او يا دا چي پر يوه هيواد باندي د حملې په خاطر د نورو هيوادو پام ځانته  را جلب کړي، رسماً او بر آلا  درواغ وايي . معاصر تاريخ د داسي  ښکروره درواغو زیات مثالونه لري . تر کومه ځايه چي جګړه د لويو قدرتو د ډيپلوماسۍ په دود بدله سوېده په دې بهير کي  د امريکا رسنۍ او د هغې جملې څخه  د ان بي سي ټلوېزوني شبکه هم د همدغه هدف په لور و عامه ذهنيت ته فريب ورکوي او د همدې هدف د پاره هغوی ته مواد برابروي . د ان بي سي په زياتره برنامو کي په  افغانستان او عراق کي د امريکا د اشغالګرانه جګړو په اړه مثبت تبلیغات کيږي او د او د هغو ددوام دفاع کوي  . عام باور دادئ چي د امريکا د رسنيو سټراتيژي په واقعيت کي د عمومي افکارو د تنوير په ځای  و هغوی  ته انحراف ورکول دي .


 


مأخذونه :


زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :

http://www.nbc.com
http://en.wikipedia.org/wiki/NBC