دا به زما سره، زما د خټې او فطرت جبر وي چې کله کومه نادوده ووينم د خپلې بېوسۍ په عالم کې ځان ته منصبونه لټوم، خداې (ج) ته په زاريو لاس پورې کړم چې د دغه مسوليت د ښه سرته رسولو توان او صلاحيت را په برخه کړي.
د ډريور په ناغېړۍ د ترافيک ارمان او د ترافيک په بې پروايۍ د امنيې د قوماندان ارمان، په هټيو او واټونو کې د لوحو پر سر د ملي ترمينالوژۍ په نه کارولو د اطلاعاتو او کلتور د مامور ارمان او د دوئ په سسته منډه د با صلاحيته څارنوال ارمان.
دا او دې ته ورته په لسګونو نور ارمانونه د نورو اداري واحدونو د مسوليت او صلاحيت د رفع په هکله، هره ورځ راته په زړه کې غزونې کړي دي او باور لرم چې اخر به يې ګور ته وړم.
خو دغه نوي ارمان پخپله زه هم اندېښمن کړى يم. دغه ارمان زما د زړه او فکر تر منځ تړاو او اړيکه له منځه وړي، زما د رغنده اندېښنو د ادعا اظهار زما په ستوني کې وچوي. زه چې تر دې دمه مې مرغۍ نده وژلې، ولې يوناڅاپه د هټلري کرکټر غوښتنه او ارمان په ځان کې احساسوم؟؟؟؟؟؟.
هو! دا ټول د دروند شخصيت او د …… ګوند استازي برکت و چې زه ورسر له بدې ورځې مخامخ او مخاطب شوى وم. زه د يوه ملګري په شخصي بلنه د دموکراتو ګوندونو (نيمه رسمي) غونډې ته ور وبلل شوم.زه هم د يوه ګوند سره تړاو لرم خو تر اوسه مو لا د سپين سترګتوب ستر ندې مات شوى. زه په ملګرتوب بلل شوى وم، نو د اخلاقو له مخې مې د نا بللي ميلمه موقف غوره او تر ډېره مې د ټاکل شويو اجنداوو په بحث د خپلو غوږونو ازار پر ځان حتمي وګاڼه.
د غونډې موخه د دموکراتو ګوندونو د همغږۍ لپاره وه چې که تشکيلاتي ادغام نشي رامنځ ته کېداى، نو د اساسنامو او برنامو د ورته والي له مخې، کم تر کمه يوه همغږه کميټه خو بايد سره جوړه کړو. د دغه کميټې د جوړښت په څرنګوالي او څومره والي هر يو خپل (پر ځاى او بيځايه) نظر وړاندې کړ، يوه ښاغلي(هغه چې زه يې دې ليکنې ته اړ کړم) د ځان راپېژندنې په بهېر کې ځان هغه څه وښود، چې په دومره سپين سترګۍ د خداې(ج) په مخلوق کې ما تر دې دمه بل داسې څوک نه و ليدلى لکه دا چې و. خپلې خبرې يې پسې اوږدې کړې، نه پوهېده چې کله يې پاى ته ورسوي؟ د غونډې برخوالو ته به يې پداسې بڼه کتل لکه د خبرو د خلاصون مرسته چې ورڅخه غواړي، بې لدې چې خبرو ته د پاى ټکى پېدا کړي، وې ويل.
_ ما وبخښئ.
له کښېناستو سره جوخت څه ورياد شول،په ناسته يې خپل لاس پورته کړ او په لوړ غږ يې وويل.
_ مرګ پر القاعده.
وايې چې د وږي غوږ ته هر غږ د ډوډۍ غږ وي، ما هم همدغه څېر حالت درلود، د ښاغلي (ما وبخښئ) زما پر غوږونو (ما ووهئ) و لګيده او لږه پاتې وه چې ورجګ شم.
د چايو په دمه کې داسې معلومېده لکه د غونډې هر برخه وال ته چې د ستومانۍ ويستلو دنده ورسپارل شوي وي. دروند شخصيت لومړى ټول چاپيريال وڅاره او بيا له ما سره مخاطب شو او وې ويل.
_ محترمه! ته راته آشنا معلوميږې.
_ ما او تا په شخصي ناستو – ولاړو کې ډېر ليدلي.
ښاغلي ته د شخصي ناستو خبرې چندان خوند ورنه کړ او وې ويل.
_ نه نه، ښايي په کوم رسمي دفتر کې مو سره ليدلي وي.
_ زه رسمي دفترونو ته هم د خپلو شخصي کارونو لپاره ورځم، د ملګرو د روغ _ رنځور پوښتنې ته.
_ ښه ښه، ډېر ښه، مشرف شو، خوښ شوم چې يو ځل بيا مو ګورم.
ښاغلى بې وخته مشرف شوى و، خپله د چايو ترخه پياله يې په داسې بڼه خوروله لکه بوره چې حلوي. کله نا کله به يې د سترګو لاندې څارلم. هغه زما سره په خبرو دومره پښېمانه شوى و لکه د ورک سړي ضمانت چې يې کړى وي. مخکې لدې چې د چايو پياله پر ځمکه کېږدي او جګ شي، ما خبرې شروع کړې.
_ ښاغليه! اوس چې آب و دانه شولو، که مو خوښه وي لږ به سره وغږېږو. ستا د وېنا په بهير کې له ما سره بعضې پوښتنې راپېدا شوي دي غواړم چې راحل يې کړئ. څنګه؟.
_ ولې نه، مهرباني.
مخکې لدې چې ښاغلى څه ووايې، زما ملګري(ښاغلي ته د امان ورکولو په نيت) راته وويل.
_ استاد خو به پېژنې کنه؟
زما د غبرګون نه مخکې استاد ورته وويل.
_ بلې بلې، زه او دا سره پېژنو؟ او بيا يې ما ته مخ راواړاوه او د مهربانۍ په ويلو يې د خبرو بلنه راکړه.
_ تاسې څو څو ځايه القاعده ياده کړه او ومو ويل چې پنځه څلوېښت کلن ګوندي او مبارز ياست، شروع مو هم د القاعده پر ضد وه او تر مرګه به يې پر ضد جګړه کوئ. ستاسې عمر هم د څلوېښتو او پنځوسو تر منځ دى او دا په دې معنى چې تاسې الهام اخيستى و چى په راتلونکي کې به داسې يو سازمان رامنځ ته کيږي او تاسې به يې مبارزې ته سر له وخته بايد چمتو واوسئ؟ او که نه، ستاسې سره القاعده کوم بل تعريف لري؟
_ ښه! ډېر ښه. ستا پوښتنې ته راګرځم، القاعده معنى تروريستان، تروريستان معنى د هېواد دښمنان، او د دښمن په معنى خو به پوهېږې، که نه دا هم زه درته معنى کړم؟
ښاغلي د القاعده په تعريفولو ستره فتحه کړې وه، ناستو څو نورو ته يې په نوبت نوبت داړچينګى وکړ او ما ته يې وکتل، چې که بله پوښتنه ورڅخه ولرم، خو زه فکرونو پسې اخيستى وم، د القاعدې په تعريف راته صنوبر خان مخې مخې ته کېده. صنوبر خان زما يو پېژندګلو دى. په کلي کې يې له تربورانو سره د ځمکې پر سر دعوى درلوده، څه موده مخکې مې له پخوا څخه مې په ډېر توپير وليده، د موټر او ډېرو روپيو د پوښتنې په ځواب کې يې راته وويل چې: رشوت يې ورکړ او تربور يې د القاعده په تور دومره وزبېښه چې ننواتو ته کور ته راغى او زما په خوښه يې راسره ومنله.
زما ملګرى زما په رنځ پوهېده. هغه راته په سترګو سترګو کې ننواتې کولى چې ښاغلى نور مه چېړه او په خپل حال يې پرېږده، خو ما غوښتل چې تر يو حده دغه نننى دموکرات بربنډ کړم. يو ځل بيا مې ښاغلى مخاطب کړ.
_ تاسې له کله راهيسې دموکراسۍ ته ژمن شوي ياست؟
_ موږ د بحث او مباحثې لپاره نه يو راټول شوي، موږ راغلي يو چې د هماهنګۍ کميټه جوړه کړو.
_ د څه لپاره؟.
_ د يو ځاى کېدو لپاره.
_ د څه لپاره يوځاى کيږۍ؟.
_ د يوځاى کېدو لپاره.
_ ستاسې د ګوند موخه او تګلاره څه ده؟ تاسې نننۍ وضعې ته په کتو دولت او وګړو ته کومې طرحې او وړانديزونه لرئ؟.
_ موږ سوله غواړو، بېکاري بايد ختمه شي، وطن بايد جوړ شي، ډي ډي آر بايد وشي، وطن په ټوپک نه جوړيږي، بيان بايد ازاد وي، دموکراسې بايد ونه وژل شي، بس موږ همدا غواړو، نور وايه؟
زه نور د ټينګې نه وم، ورغبرګه مې کړه.
_ ستا به په ياد وې چې په يوه ميلمستيا کې دې د ټوپک او زور په ننګه (البته هلته د څو حاضرو ټوپکوالو په درنښت) د زړه له کومې او تر هغې چې د خولې لعابو مو درسره مخه ښه نه وه کړې، خپل پوچ استدلال جاري وساته، په ياد دې دي؟
لږه پاتې وه چې ښاغلى ما له ستوني ونيسي، سترګې يې رډې کړې او وې ويل.
_ ته والله که يا په نزاکت پوهېږې او يا هم په سړيتوب، هره خبره ځان ته ځاى او وخت غواړي، خو زه متيقن يم چې ته له ما سره شخصي ستونزه لرې.
ښاغلى څه شېبه غلى و، دوه – درې ژورې سا يې واخيستې، د سترګو رډولو سره يې د سپېږمو سوري هم ارت کړل، ګوته يې رانېغه کړه او وې ويل.
_ ګورو به سره، زه به دې خوښ شم.
اوس نو ناستو ټولو کسانو زموږ ناندرۍ ليدلې او هر يوه له خپله انده انګېرله. څوک بې مورده پلويان وو، چا ته په زړه پورې او چا ته له ستړيا ډک بحث و، زما پېژندګلو زما، او د ښاغلي پېژندګلو د ښاغلي خبرو ته د ملاتړ ککرې خورولې. دوه تنه د عجيب کشمکش سره مخ وو، د غونډې منشي او زما ملګرى. ښايي زما ملګري زما په وربللو او د غونډې منشي د وخت د ضياع له کبله ستومانه شوي وو، دواړو خلاصون ته ورته مداخلې کولې، له همدوئ مې بخښنه وغوښته او ښاغلى مې مخاطب کړ.
_ ښاغليه! زه له تا سره ملي ستونزه لرم او همدې ستا سره تربګنۍ ته اړ ايستى يم. د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند (وطن ګوند) له وخته مو د انقلابي شعرونو ويلو شاهد يم. د مجاهدينو په راتګ مو د پيک لرونکې خولۍ ځاى پکول ته ورکړ او د ١٤ کلن جهاد مدعي شوې، د طالبانو په راتګ مو د پګړۍ پر سرولو سربېره سلو ته نږدې د چارواکو له ستاينو ډک نظمونه په ترنم وويل، دغه دى اوس درته القاعده مورمړو او بربنډې دموکراسۍ د مړه دې وي، ژوندي دي وي لاره هواره کړه، ستا لپاره هر وخت تنور تود او د ډوډۍ پورې کولو چانس مساعد دى. ستا منډې ترړې يوازې ستا د ځان لپاره دي نو ته اول همغوږي ملګري پېدا کړه، بيا همغږه کميټه جوړه کړه، هو!.
ښاغلي ته نور څه نه وه ورپاتې، يو ځل بيا يې لاس موټى کړ، زما په شمول د ډېرو نورو هم همدا ګومان و چې پر ما به زړه تشوي خو د ورځې سياست دومره ورښودلې وه چې کم تر کمه د ناستو خلکو تر مخ بايد مهذبه ښکاره شي، موټى کړى لاس يې لومړى مخ پورته وغزاوه، بيا يې نيمه موټى کړ، تقريباُ ما ته مخاطب شو او وې ويل.
_ ژوندي دي وي دموکراتان، مړه دې وي القا عده او د القاعدې پلويان.
که څه هم شعارونه بدرګه نه شول، د غونډې دمه د غونډې پاى اعلان او زه تر يو حده د القاعدې نه د دفاع په تور تثبيت شوم.
خو که په رښتيا هم دغه څېر نومونو خپل کټ مټ دريځ، تعريف او سپيناوى تثبيتولى شواى نو ما به د ښاغلي د تئيور، دريځ او مبارزې په مقابل کې دا ټاپه په ډېر وياړ منلى واى.
١٣٨٦ ٥ ١٢