کور / تازه خبرونه / امريکا د اېران پر ضد د اروپا بنديز وستايه

امريکا د اېران پر ضد د اروپا بنديز وستايه

دامريکا دولت داروپايي ټولنې هغه اقدام وستايه چې دايران په دوه ديرش امنيتي اوقضايي چارواکو يې بنديز لګولى دى .
داروپايي ټولني دغړيو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو دغه پريکړه په لوګزامپورکې وکړه .
دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير وايي په دغه بنديزيونو سره دغه کسان نشي کولاى چې بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي .
په ورته وخت کې ايران دبشري له حقونو څخه دسرغړوي تور ردوي او په دي برخه کې دلويديځ دريځ دسياسي انګيزي درلودونکى بولي .
ويل کيږي په دغه نوم لړکې دايراني کابيني ديوشمير وزيرانو فوځي قومندانانو اودايران دعدليي اوقضايي چارواکو نومونه شامل دي .