کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف:دنوي حکومت سره پوره همکاري کوم

مشرف:دنوي حکومت سره پوره همکاري کوم

 ولس مشر پروېز مشرف ويلي دي چې د نوي رامنځته کېدونکي حکومت سره به بشپړه همکاري وکړم ، جيکب آباد کښې يوې دستورې ته د وينا پر مهال ولس مشر زياته کړې ده چې زۀ پدغه خبره ډېر خوښ يم چې په انتخاباتو کښې اعتدال خوښوونکي قوتونه بريالي شول ، ټولې نړۍ د پاکستان انتخابات صفا او غير جانبداره منلي دي ، له دې څخه به د بنسټپالنې په مخنيوى کښې مرسته وشي.