کور / تازه خبرونه / د مزار او حيرتان د ريل لارې پروژه وځنډېده

د مزار او حيرتان د ريل لارې پروژه وځنډېده

دمزارشريف _ حيرتان ريل لارې په خپل ټاکلي وخت ګټې اخيستنې ته ونه سپارل شوه .
که څه داسې اعلان شوى وو چې دغه لاره به د ديارلس سوه نهه اتيا يم کال په ژمي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي خو دفوائد عامي وزارت وايي ددغه اوسپنې پټلۍ چاري بشپړي شوي خويواځې عملياتي برخه يې لاچمتو نه ده .
دعامه ټولګټو وزارت وايي دمزارشريف _حيراتان داوسپنې پټلۍ لارې دعملياتي برخې اومسلکي کارکوونکو دګمارلو چاري ددغه لارې دجوړونکي شرکت پرغاړه دي اودغه شرکت ژمنه کړي چې ډير ژر به شپږ سوه تنه وګماري ترڅو ددغه اوسپنې پټلۍ عملا په خپل کار پيل وکړي .
دمزارشريف _حيراتان لويه لاره چې ټاکل شوي وه څلورمياشتي مخکې ګټې اخيستني ته وسپارل شي يوسلو نهه ويشت کيلومتره اوږدوالى لري اوپه جوړيدو سره يې افغانستان کولاى شي دمنځني اسياهيوادونو ته خپل ډيرى سوداګريز توکې په لږ لګښت سره ورسوي .